زما خوښېږي

مهرتاج

35

زما خوښېږي ،
له هغو کوڅو تېرېدل ،
چې ښځې له سبزې‌ پلورونکي،
سبزې په خپلو پَلونو کې وړي
ماشومان پکې کاچی او ډنډه کوي
خنداگانې يې له دېوالونو اوړي

زما خوښېږي ،
د ژمې سړه شپه ،
د سيند غاړه، د نختر لرګيو اور
چې لمبې يې د واورو پر مخ،
سره ګلونه کري
يار رباب وهي
او ما پر خپل زنگون سر ايښی،
د هغه په سترگو کې خپل سبا لټوم…

زما خوښېږي،
د څريو کټ،
دواړه لاسونه د سر لاندې ايښي
د ستورو ډک اسمان ته کتل
پکې دخپل بخت ستوری لټول
او د بر کلي د شپیلۍ غږ،
د‌ شپې چوپتيا په اوږه وړي …

زما خوښېږي ،
بې سببه د ځوانانو بنډار
چې يې غږونه تر جومات‌ رسېږي
ښکلې سندرې وايي
اتڼ يې په دوړو کې دایرې جوړوي
او مازيګر په ټپه ټپه کور ته روان وي

زما خوښېږي،
د جينکو په لاس کې د بنګړيو شرنګا
په پښو د پازيب شور
په غوږ لکه سپوږمۍ لښتۍ
او د سپينو غاښو برېښنا

زما خوښېږي،
د چینار سیوری،
چې سپین ږیري پکې
د پخوانیو زمانو کیسې کوي،
او هره کیسه يې
لکه د زاړه ساعت
تير وخت راژوندی کوي.

زما خوښېږي،
پخوانۍ مینې،
د نالیدلي مین لیکونه،
چې د کاغذ له تاوونو
د وچو ګلانو بوی پورته کېږي،
او په هر کرښه کې یې
د زړه درزا پټه وي. ❤️🌱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.