د فرهنګ او فرهنګیانو علاقه مند عبدالرشید وزیری ومړ

زلمی هېوادمل

0 69
د روان میلادی کال په لومړیو شپږو میاشتو کې زموږ د هیواد یو سیاسی او اجتماعی شخصیت له هیواده لیرې په امریکا کې له دې نړۍ سترګی پتې کړی، خدای دې ښه ورسره وکړي.
عبدالرشید وزیری خپلی زده کړې په افغانستان کې پر مخ بیولی وی څه موده یې په استرالیا کې هم زده کړې کړی وی. د ۱۳۵۷ هـ ش کال تر واقعاتو وروسته د هیواد په خارجه وزارت کې په کار وګمارل شو او په پښتونخوا کې د افغانستان کونسل مقرر شو.
د ۱۳۵۸ د جدی له پیښو وروسته چې اکادمیسین سلیمان لایق د قومونو او قبایلو وزیر شو، عبدالرشید وزیری ددې وزارت مسلکی معین مقرر شو.
ما خپله تر همدې وختو رشید وزیری نه پیژاند.
دغه مهال د استاد لایق په وسیله له ده سره پیژندګلوی وشوه، دا پیژندګلوی ددې سبب شوه چې دی او زه سره آشنایان شو. د دواړو ډیر ښه روابط قایم شول.
مرحوم لایق صاحب له ما غوښتی وو چې د وزارت د فرهنګی چارو له ریاست سره هم مرسته وکړم، خصوصاً د سیمینارونو او فرهنګی غونډو به جوړولو او همدا راز د ځینو آثارو د چاپ په برخه کې.
لایق صاحب ما ته وویل: څنګه چې زه ډیر وظایف لرم که به زه په کابل کې نه وم ستا ارتباط به له وزیری صاحب سره وي.
کله به چې دده دفتر ته ورغلم ډیر عالی او فرهنګی برخورد به یې راسره کاوه د فرهنګی کارونو ډیر طرفدار سړی ؤ، هغه وخت چې ما به دوی سره فرهنګی خبرې کولی دی به ډیر خوښ معلومیده.
د نشراتو او فرهنګی چارو دوه رئیسان په هغه دوران کې تیر شول یو سرور ماموند او بل عبدالودود وفامل دواړه نیک خلک وو، خو وزیری ما ته وویل چې تا ته سپارل شویو کارونو کې که څه مشکل پیښیده ما ته وایه، ددې لپاره چې زه ورته ووایم کار ژر اجرا کیږي او زه نه غواړم چې تا څوک په عذاب کړي ځکه ته فرهنګ ته د خدمت په منظور د لایق صاحب په وینا زموږ سره فرهنګی کارونه کوې او له موږه څه نه غواړې، نو موږ باید تاسې ته د کار ښه زمینه برابره کړو.
زما زړه دی چې ستا په راتلونکیو چاپ کړیو کتابونو کې ولیکل شی چې تاسې دومره عنوان کتابونه موږ ته چاپ کړی دي او په بدل کې هیڅ ډول حق الزحمه نه ده درکړل شوې او تا مو فرهنګ ته د خدمت په منظور وړیا دا کارونه کړی دي.
وزیری صاحب مرحوم دا کار وکړ او د غنی خان د کلیات د چاپی نسخې په پیل کې یې یو ځانګړی یادښت نشر کړ چې ما (زلمی هیوادمل) دا کړی کارونه وړیا کړي دي.
هماغو کلونو کې زه د اکادمی له خوا د خطی نسخو د تحقیق لپاره هند ته لیږل کیدم، د هغه وخت د حکومت امنیتی سازمان له وطنه زما له تګ سره موافقه نه کوله. ما وزیری ته دا خبره وکړه، هغه سملاسی لایق صاحب ته ورغی او زما موضوع یې ورسره شریکه کړه، لایق صاحب د قبایلو وزارت کې له خپل دفتره و ووت او وزیری صاحب بیرته خپل دفتر ته راغی. ما ته یې وویل: ستا موضوع مې له لایق صاحب سره شریکه کړه ډیر خفه شو ما ته (وزیری) ته یې وویل: زه ځم له نجیب سره ګورم، همدا اوس وووت او خاد ته ولاړ، مازیګر دی (لایق) په اکادمی کې ؤ. زه یې خپل دفتر ته وغوښتم چې ورسیدم، ماته یې وویل: په دې سفر خاد ډیر وځورولی، نو می له داکتر نجیب سره وکتل. ستا د سفر په باب مې وویل. ولی هره ورځ په ده پسې اکادمی ته او هوایی میدان ته مکتوب لیکئ چې زلمی هیوادمل خارج ته نشی تللی؟ ددی مقصد دا دی چې دی بیرته نه راځی؟ نو زه به ضمانت خط ولیکم چې دی نه تښتي. داکتر نجیب راته وویل تللی شی. ته خپله کولای شی ده ته د میدان لپاره مکتوب ورکړې، ما د اکادمی د فرهنګی چارو مسوول ته وویل چې په دې مضمون یو مکتوب هوایی میدان ته ولیکی هغوی مکتوب ولیکه او ما لاس لیک کړ یوه کاپی یې ترې واخله او میدان ته یې درسره یوسه. ما همداسی وکړل، د وزیری صاحب د هڅو او د لایق صاحب د مهربانیو له امله ما هند ته د تګ اجازه ومونده او زه هند ته ولاړم. د یو کال په دوران کې مو د هند زیاتره علمی مراکز او کتابخانې ولیدل. یو کال وروسته زه او ملګری مې عبدالرحیم ځدراڼ بیرته هیواد ته ستانه شوو.
که څه هم په هند کې ډیرو افغانانو موږ دواړو ته دا ویل چې بیرته مه ځئ. ما به چې دا خبرې واوریدې د لایق صاحب او وزیری صاحب تعهد به می په ذهن کې راتاو شو او سملاسی به مې د دوستانو غوښتنو ته (نا) وویل.
دوی دواړو له ما سره هند ته په تګ کې همکاری وکړه ما هم د دوی تعهد ته په پوره درناوي بیرته خپل هیواد ته ستون شوم.
تر دې وروسته مې له وزیری سره روابط لا پاخه او خواږه شول.
د دوکتور نجیب الله د حکومت په وروستیو کې کله چې وزیري د مرکزي کمیټی د تفتیش او کنترول رئیس مقرر شو. وزیری به اکادمی ته تلفون کاوه او ما ته به یې ویل د کنترول او تفتیش دفتر ته راشه چې سره وګورو. کله نا کله به یې کور ته ورغلم او د آشنایی پاس یې ساته.
د دوکتور نجیب د حکومت تر سقوط وروسته له کابله د تلیلیو خلکو په لړ کې دې هم پیښور ته وکوچید.
په پیښور کې دی خبر شوی ؤ چې زه له پروفیسور امین سره د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنه کې کار کوم.
Related Posts
1 of 58,680
هلته را پسې راغی بیا نو لکه د کابل ناسته ولاړه پیدا شوه یو وخت وزیری وزیرستان ته تلونکی ؤ، د لیکوالو ټولنې ته راغی راته یې وویل: وزیرستان ته روان یم، زه هلته څه فرهنګی کار کولای شم؟ ما ورته وویل: له فرهنګ سره ستا علاقه راته معلومه ده زما په فکر داسې لنډۍ چې تا پخوا نه وی ارویدلی هغه درسره ولیکه. سره رخصت شو او ښایسته ډیره موده وروسته بیرته پیښور ته را ستون شو. بله ورځ زموږ دفتر ته راغی، کتابچه یې په لاس کې وه چې سره کښیناستو کتابچه یې زما مخې ته کښیښوده او راته یې وویل: څه چې دې راښوولی ؤ تر خپلې وسی مې لنډۍ سره را ټولې کړې. ډیرې لنډۍ یې ټولې کړې وې، په لیدو یې واقعاً خوشحاله شوم. ورته مې وویل: کور دې ودان ښه کار دې کړی دی.
د لیکوالو ټولنې په نشراتو کې نه چاپیږی. د ځانګړې مجموعې نه دي چې اسد دانش ته یې ورکړو چې په ځانګړی مجموعه کې یې چاپ کړي.
دا کتابچه درسره وساته چې ورکه نه شی. هغه کسان چې تا ته له وزیرستانه راځی کوشش به وکړی چې نوې لنډۍ ترې ولیکې ګوندې وي چې یوه کوچنې مجموعه ترې جوړه شي.
بیا چې هماغه کلونو کې دده ورور دوکتور وارث وزیری له لندنه راغی، د خپل ډیزرتیشن پښتو ترجمه یې هم له ځان سره راوړې وه او غوښتل یې چې په پیښور کې یې په خپل لګښت چاپ کړې.
بله ورځ دی او ورور یې دوکتور وارث د لیکوالو ټولنې دفتر ته راغلل، د ډیزرټیشن د چاپ موضوع یې له ما سره مطرح کړه، ما ورته وویل ښه مرجع دانش خپرندویه ټولنه ده، اطمینانی هم ده او که ترې وغواړو چې په بیه کې یې هم رعایت کوي.
دوی خوښه کړ، ما ته یې وویل چې د غلطیو د مخنیوی په پار به یې د پروف خوانی مرحله کې ته هم مرسته کوې، ما ورسره د مرستې ومنله، له طرحې سره سم مو کتاب اسد دانش ته وسپاره کمپوز شوې پاڼې به یې هره ورځ موږ لوستې او بیا مو دانش ته سپارلی. د پروف لوستو لپاره به کله کله د شپې د وزیری صاحب کور ته ورغلو تر دې چې کتاب چاپ شو. په توزیع کې مو هم د ټولنې له لارې مرسته ورسره وکړه.
تر هغې چې زه له پیښوره راوتلم له ده سره مو روابط ډیر نژدې وو.
کله چې زه له جرمنی بیرته پیښور ته وګرځیدم، وزیری می بیا ولید او زه چې کابل ته ولاړم. څه موده وروسته وزیری صاحب هم کابل ته راغی. په دریمو مکرویانو کې یې خپل کور کوچیدو ته آماده کړ څه موده وروسته یې کډه وکړه، په فرهنګی ناستو کې یې برخه اخیسته، فرهنګیانو سره یې مینه درلوده، په قبایلی مسایلو کې به یې د هغه وخت قومونو او قبایلو وزیر عارف خان نورزی ته مشورې ورکولی، پدې سلسله کې یوه ورځ کرزی صاحب هم غوښتی و. پدې مجلس کې زه هم وم د کرزی صاحب یې توضیحات او نظریات ډیر خوښ شول.
کله چې کرزی صاحب په ۲۰۰۶ کال په کابل کې د افغانستان د منطقه یی مطالاتو مرکز د جوړولو طرح وړاندې کړه او ما د دوی د مشورو بر بنسټ عملی کړه، د مشرۍ لپاره یې موږ لیوال صاحب پیشنهاد کړ او ومنل شو او د نو تاسیسه مرکز د سمبالولو چارې مو ور وسپارلې. د مرکز د تشکیل او ځای پیدا کولو او نورې چارې د مرکز مشر لیوال تر سره کړې.
یوه ورځ کرزی صاحب را نه پوښتنه وکړه د مرکز تشکیل جوړ شو، ما ورته وویل، زه به له لیوال صاحب پوښتنه وکړم، لیوال صاحب د تشکیل یوه کاپی راکړه او هغه مې جلالتمآب کرزی صاحب ته راوړه.
کرزی صاحب چې د مرکز تشکیل وکوت ما ته یې وویل له ملګری دې یوه موضوع هیره شوې ده، او د ډیورنډ د هغې خوا ته د پښتنو او بلوڅو د مطالعی موضوع. هغه خپل بل ملګری چې دې یوه ورځ راوستی ؤ ما ورته وویل: وزیری صاحب ښیې؟ هغوی وویل، هغه راوله او دا وظیفه ور وسپاره، وزیری په موضوع کې وارد ؤ او تحلیل یې هم درلود.
زه په وزیری صاحب پسې ورغلم رامی ووست او لیوال صاحب ته مې وسپاره او ټوله کیسه می ورته وکړه، کرزی صاحب بله ورځ را نه وپوښتل هغه وزیری دې پیدا کړ؟ ما ورته وویل: کورته ورپسې ورغلم له ځان سره مې راووست او لیوال صاحب ته مې وسپاره.
کرزی صاحب زیاته کړه د بلوڅو د مطالعې لپاره لکه وزیری یو بلوڅ هم پیدا کړئ ما له وزیری صاحب سره دا موضوع مطرح کړه، وزیری صاحب راته وویل: دا کار به زه درته وکړم، بله ورځ یې راته وویل، سړې مې پیدا کړ، خو نیمروز کې دی، څو ورځو کې به راشی چې کله راغی موږ دواړه به دې دفتر ته درشو. بله ورځ یې تلفون وکړ، سړی راغی موږ آماده یو چې تا وګورو، ما ورته وویل: زه درته منتظر یم، وزیری صاحب له خپل بلوڅ ملګری سره تشریف راووړ، دده بلوڅ ملګری عبدالستار پردلی ؤ، نوم مې یې ډیر ارویدلی ؤ، مګر له نژدې مې نه ؤ لیدلی، د وزیری په برکت مو له نژدې ولید ډیر سنجیده او پوخ سړی ؤ. دوی دواړو ته مې وویل: پردلی صاحب دې ستړی مه شي تاسې به چای وچښئ زه به د پردلی صاحب د راتګ خبره کرزی صاحب ته وکړم. له دوی دواړو مې اجازه واخیسته کرزی صاحب ته ورغلم، هغوی ته مې وویل: د بلوڅو د مطالعې لپاره چې کوم سړی وزیری صاحب پیدا کړی، هغه راغی، ده راته وویل: تا او وزیری صاحب چې تایید کړ منظور دی، په مرکز کې د بلوڅو د مطالعاتو کار ور وسپارئ.
بیرته خپل دفتر ته راغلم ما وویل چې پردلی جانه کرزی صاحب منظور کړې. دی مې هم لیوال صاحب ته ولیږه او د منطقه یی مطالاتو مرکز ته له وزیری صاحب سره سم پردلی هم د وزیری له برکته په کار وګمارل شو. کله چې دوه کاله وروسته د مطالعاتو مرکز د افغانستان د علومو اکادمی په تشکیل کې شامل شو. بیا هم وزیری او پردلی ورسره وو. څو کاله یې د مرکز په دې نوی تشکیل کې هم کار وکړ.
د کار په دې دوران کې وزیری د مرکز له مجلې سره همکاری کوله، د مرکز په سیمینارونو او نور ناستو کې هم فعاله برخه اخیسته.
بیا امریکا ته ولاړ یو ځل له امریکا بیرته راغی بیا مو سره ولیدل، ښایسته زیاته موده یې په کابل کې تیره کړه، څو ځلې مو سره ولیدل د زړه خواله مو سره وکړل.
دده یوه لور په امریکا کې اوسیده دوی یې سپانسر کړي وو. ټوله کورنۍ ولاړه بیا مو دیدن سره ونشو، یو ځل دوه مو تلفوني خبرې وشوې تر دې چې د روان کال په اوایلو کې یې له غمجنی مړینی خبر شوم په دې ډول مې یو وفادار دوست له لاسه ورکړ.
اروا دې یې ښاد وي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply