د استاد روهی دیرشم تلین

زلمی هېوادمل

34

دیرش کاله دمخه د ۱۳۷۵ هـ ش کال د ثور په اواخرو کې د افغانستان یو مدرن ادبپوه، په افغانستان کې د معاصر تحقیق د اصولو، میتودونو او لارو چارو لومړی کتاب لیکوال، د فلسفی او اجتماعی مفکورو آګاه، له افغانی ادبیاتو پښتو او پارسی – دری او د خارجی ادبیاتو له نخبه ګانو با خبر شخصیت کاندید اکادمیسین سرمحقق محمد صدیق روهی له دنیا سترګی پټی کړې، بویه چې افغانستان دې دغسی عالم او ورسره حلیم او اجتماعی مهربان شخصیت ژر بیا ومومي.
ما استاد روهی اول ځل په کابل پوهنتون کې ولید او دا هغه وخت و چې زه په کابل پوهنتون کې محصل وم، دی د پښتو ټولنې مرستیال او ورسره یې په ادبیاتو او بشری علومو پوهنځی کې درس هم ورکاوه.
پر ۱۳۵۱ هـ ش کال په منی کې د محمد موسی شفیق د صدارت پر کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تشکیل کې د ادب او فوکلور د آمریت تشکیل زیات شو، د فوکلور په نامه مجله هم په دې تشکیل کې شامله وه.
استاد روهی ددې مؤسسی لومړنی مشر مقرر شو او استاد روهی جناب رفیع صاحب د فوکلور د نو تاسیسه مجلی د مسوول مدیر په حیث پیشنهاد کړ.
د ۱۳۵۲ کال په سرطان کې د داود خان کودتا وشوه او استاد روهی د پښتو ټولنی رئیس مقرر شو د ۱۳۵۷ کال تر جوزا پورې یې دا موسسه په ډیره ښه توګه وچلوله. ډیر کتابونه یې چاپ کړل ډیر بین المللی سیمینارونه یې جوړ کړل چې یو پکی د با یزید روښان د زوکړې د څلورسوم کال سیمینار ؤ او بل هم د پښتو څیړنو د نړیوال مرکز د پرانیستو بین المللی سیمینار. دغه راز یې په هیواد کې د نورو علمی مؤسسو له خوا له جوړیدونکیو سیمینارونو سره ډیرې علمی مرستې او همکاری درلودې.
له نژدې زما پیژندنه له همدغو کلونو له استاد سره پیدا شوه.
د ۱۳۵۲ کال په جدی کې زه د کابل پوهنتون له ژورنالیزم څانګی په داسی نومره فارغ شوم چې د پوهنتون په علمی کادر کې د پاتیدو استحقاق مې درلود، زما د تحصیل په دوران کې د تحصیل ترڅنګ د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو پوهنځی د پښتو څانګې په نشراتو کې می کار هم کړی ؤ.
کله چې د پوهنځی د پښتو څانګې مشران پوه شول چې زه په داسې درجه فارغ شوی یم چې د پوهنتون په کادر کې پاتیدای شم نو یې زه د پښتو څانګی د علمی کادر لپاره پیشنهاد کړم. د دیپارتمنت له مجلسه او د پوهنځی شوری هم زما تقرر ومانه او د پوهنځی رئیس پوهاند میر حسین شاه دا پیشنهاد خپله د کابل پوهنتون ریاست ته یووړ.
داکتر حیدر خان د پوهنتون رئیس ؤ، کله چې ځواب وځنډید، پوهاند رشاد د پښتو دیپارتمنت مشر چې د داکتر حیدر خان شخصی دوست ؤ ددې پیشنهاد د پوښتنې لپاره داکتر حیدر خان ته ورغی.
داکتر حیدر خان استاد رشاد ته ویلی وو د معارف وزارت مکتوب رالیږلی دی چې د تعلیم او تربیی پوهنځی دی د ادبیاتو او بشری علومو پوهنځی سره یوځای شی. د پوهنتون اداری مامورین وایی چې کله نوی کادرونه جذب کړو؟ د بستونو له مشکل سره مواجه کیږو، ځکه د تعلیم او تربیی پوهنځی کادرونه ډیر لری. زه به پوهاند میرحسین شاه خان ته ووایم چې په کادر کې دده د تقرر فیصلی محفوظی دي. دی دې د اداري مامور په حیث مقرر شي چې کله کادری بست پیدا شو بیا به یې کادر ته انتقال کړو.
ما موافقه وکړه او د پوهنتون د رئیس له هدایت سره سم زما د تقرر پیشنهاد بیا ترتیب او پوهنتون ته ولاړ، مګر پوهنتون جواب ورکړ چې عسکری خدمت یې نه وي کړی هغه په اداري بستونو کې هم نشی مقرریدای. بیا له څو میاشتو سرګردانیو وروسته د معارف وزارت ته معرفی شوم او د معارف وزارت پښتو ټولنې ته معرفی کړم.
زما رسمی شناخت له استاد روهی سره د ۱۳۵۳ کال د ثور له اواخرو شروع شو.
له چاپ و طباعت سره زما د آشنایی له امله، پښتو ټولنی زه په دولتی مطبعه کې د پښتو معلم په توګه مقرر کړم. د معلمۍ ترڅنګ به مې د پښتو ټولنی په طباعتی چارو کې هم مرسته کوله.
د ښاغلی رفیع صاحب په ملګرتیا مې د ۱۳۵۳ کال په قوس کې د پښتو ټولنی له خوا د با یزید روښان د جوړیدونکی سیمینار لپاره په ځینو طباعتی چارو کې برخه واخیسته او بیا می د روهی صاحب اثر د څیړنی لارښود هم د ۱۳۵۴ هـ ش کال په اوایلو کې له چاپه و ایسته او د رفیع صاحب په سپارښتنه می د اعلامو فهرست ورته جوړ کړ، همدارنګه مې د دوست شینواری د افغانستان ژبی او توکمونه کتاب د پاکی محمد په ملګرتیا د چاپ د پای برخو ته ورساوه چې پدې کې د عسکری خدمت لپاره د مرکز تعلیمی کورسونه د تعلیم یافته وو د عسکری خدمت تیرولو لپاره شروع شول. د عسکری خدمت د تیرولو لپاره مرکز تعلیمی ته ولاړم.
په هماغه کال د پښتو څیړنو د بین المللی مرکز د پرانیستلو بین المللی سیمینار د تدویر چارې پښتو ټولنی ته سپارل شوې وې، علمی او فرهنګی موسساتو هم مرسته ورسره کوله.
د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو پوهنځی د استاد حبیبی د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک د همدې سیمینار په ویاړ چاپ ته آماده کاوه.
زموږ د عسکری خدمت کورس لا نه ؤ شروع شوی چې استاد حبیبی ددې کتاب بیا کتنه شروع کړې وه او کتاب ما د مهتمم په توګه د استاد میرحسین شاه په امر د چاپ لپاره د کابل پوهنتون مطبعی ته وړی ؤ، او پروفونه مې یې له استاد حبیبی سره یوځای لوستل. خو کله چې عسکری ته ولاړم د یوې هفتی پروفونه مې له ځان سره وړل او د هفتی په وزګار وخت کې می پروف خوانی کوله.
دغه رنګه رفیع صاحب د پښتو پانګی لومړی ټوک لومړنی یادښتونه د پاکنویس لپاره راسپارلی وو. دا کتاب مې هم پاکنویس کړ، مانا د عسکری خدمت په جریان کې هم ما خپل فرهنګی کارونه نه وو پریښی د څه موده شاقی په درلودلو سره زما ترخیص ځنډیدلی ؤ. د ۱۳۵۴ کال د جدی پر یوولسمه می ترخیص تر لاسه کړ. د هماغی ورځی مازیګر د اطلاعاتو او فرهنګ په مخامخ کوڅه کې له استاد روهی سره مخامخ شوم. ډیر مهربانه روغبړ یې را سره وکړ او راته یې وویل ځنډ دې وکړ، موږ علمی بست درته ساتلی دی، ما ورته وویل څه مشکلات می درلودل دغه نن تری فارغ شوم ترخیص می تر لاسه کړ، سبا له خیره درځم، سره رخصت شوو، په سبا یې پښتو ټولنې ته ورغلم، درخواستی می د پښتو ټولنی رئیس استاد روهی ته وړاندې کړه، اداري مدیرت ته یې ولیکل چې ده عسکری خدمت سرته رسولی د ادبیاتو په دیپارتمنت کې دې علمی بست کې وزارت ته پیشنهاد شي.
د هفتی دننه د تقرر چارې سرته ورسیدلې. دیپارتمنت ته معرفی شوم، د څیړونکي نامزد مقرر شوم. سرمحقق معتمد شینواری د پښتو دیپارتمنت آمر وه. ما ته یې وویل دیپارتمنت په نظر کې لری چې د حمید مومند پر دیوان کار وشی ته دغه دیوان نقل کړه. د هماغه ۱۳۵۴ کال تر پایه ما دا دیوان نقل کړ. او د ۱۳۵۵ کال لپاره مې خپله پروژه د حاجی جمعه بارکزی د دیوان نقل پیشنهاد کړ، اصلی خطی نسخه د مرحوم نوری له نقل سره د هغه وخت په خطی کتابخانه کې محفوظ وو زما پیشنهاد دیپارتمنت ومانه رسمی مکتوب می د خطی کابخانی لپاره له پښتو ټولنی تر لاسه کړ. رفیع صاحب هم د پښتو خطی نسخو د فهرستولو لپاره هره ورځ خطی کتابخانی ته د تلو پروګرام درلود، دواړه به هره ورځ سهار له پښتو ټولنی خطی کتابخانی ته روان وو. دا دیوان می له اصلی نسخی نقل کړ او د محمد ګل نوری له نقل سره مې مقابله کاوه، چې پدې کې روهی صاحب د زیری جریدی مسوول مدیرت را ولوراوه او د اخبار چارې می د روهی صاحب او نورو مشرانو استادانو په همکاری شروع کړې. د استاد روهی بشپړ حمایت او د جناب رفیع صاحب په لارښوونه اخبار له چاپه په ښه بڼه راووت چې اکادمیک فورم ورته وه او یوه ګڼه تر بلی ښه کیده.
د هماغه کال د حوت په اواخرو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د سید جمال الدین افغان نړیوال سیمینار جوړاوه، د سیمینار د درناوی لپاره پښتو ټولنی ته هم ځینی وظایف سپارل شوی وو، پدې وظایفو کې یو هم د زیری د فوقالعاده ګڼې چاپول هم شامل وو چې د سیمینار په علمی غونډو کې باید ویشل شوې وای. د جناب رفیع صاحب مشوره دا وه چې دا ګڼه باید د ژوندون مجلی په څیر د یوې مجلی په بڼه چاپ شي، ما دا موضوع روهی صاحب ته پیشنهاد کړه زموږ له پیشنهاد سره یې موافقه وکړه او کار مو پیل کړ څنګه چې طرح داسې جوړه شوې وه چې دا ګڼه به د سیمینار په غونډو کې ویشل کیږي، د هغه وخت سیمینارونه به یوه هفته وو چې سیمینار شروع شو، روهی صاحب زموږ د کار د کیفیت د کتو لپاره دولتی مطبعی ته تشریف راووړ او تاکید یې په دی ؤ چې د سیمینار په ورځو کې باید د زیری فوق العاده شماره د سیمینار پر اعضاوو وویشل شي، د روهی صاحب د خوښی سره سم د زیری فوق العاده مجله د سیمینار پر اعضاوو وویشل شوه.
پر ۱۳۵۶ هـ ش کال بیا هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د پښتو ټولنی په شمول د کابل پوهنتون د تعلیم او تربیې وزارت او د نورو فرهنګی موسسو په ګډون د پښتو د چاپی آثارو د دوه سوو کالو بین المللی سیمینار جوړیدونکی ؤ.
پښتو ټولنی ته د څو کتابونو د چاپ کار د زیری فوق العاده مجله او ځینی نور کارونه سپارل شوی وو.
د پروفیسور دورن پښتو منتخبات چاپ ته د آماده کولو چاری روهی صاحب ته سپارل شوې وې. د منتخباتو مقدمه په انګریزی ژبه وه. دا مقدمه روهی صاحب له انګلیسی په پښتو ترجمه کړه او د چاپ چارې یې روهی صاحب ما (هیوادمل) ته سپارلې وې.
رفیع صاحب او ما دواړو ددې سیمینار په ویاړ په ګډه شاوخوا دولس کتابونه چاپ کړی وو.
دغه آثار د پښتو ټولنی تعلیم او تربیه وزارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت او کابل پوهنتون له خوا چاپیدل او د چاپ چارې یې موږ دواړو ته سپارلې وې. د زیری فوق العاده ګڼه (مجله) مو بیا چاپ کړ.
په همدې ۱۳۵۶ هـ ش کال کې د استاد روهی په ابتکار د پښتو ټولنې د تاسیس څلویښتمه کالیزه ونمانځل شو، له دې نمانځنی سره د زیری جریدی څلویښتمه کالیزه هم ونماځل شوه د پښتو ټولنی تاریخچه او د زیری جریدی فوق العاده ګڼه او د رفیع صاحب د شعرونو یوه مجموعه هم پدې ویاړ چاپ شول.
د ۱۳۵۶ کال د حمل په میاشت کې مې د رحمان بابا د مشاعرې په ویاړ د زیری فوق العاده ګڼه هم چاپ کړه.
په ۱۳۵۶ هـ ش کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو علمی کمیسیون جوړ کړی و، د هیواد ځینی پوهانو لکه استاد حبیبی، دوکتور روان فرهادی، استاد رشاد او ځینی نور پوهان او همدارنګه د ځینو اکادمیکو موسساتو نماینده ګان به هم ورته راتلل چې پښتو ټولنه هم پکې شامله وه، دې کمیسیون به هفته کې یوه ورځ مجلس درلود، او پر علمی مسایلو، سیمینارونو او د فرهنګ او علمی همکاریو د انسجام لپاره یې کار کاوه، زه هغه وخت ډیر ځوان وم، خو له فرهنګی کارونو سره می ډیره علاقه درلوده. روهی صاحب زما دې فرهنګی علاقمندی ته په پاملرنه زه (هیوادمل) د پښتو ټولنی له خوا دې کمیسیون ته معرفی کړم. د ۱۳۵۶ هـ ش کال تر پایه مې ورسره کار وکړ.
د ۱۳۵۷ کال د ثور په اواخرو کې روهی صاحب د پښتو ټولنی له ریاسته لیری شو.
اما د روهی صاحب لکه پخوا د پښتو ټولنې له غړیو سره په مهربانی او لا زیاتی مهربانی راشه درشه پاللـه او خپله مرسته او رهنمایی یې له هیچا نه سپموله.

په ۱۳۵۷ هـ ش کال د پښتو ټولنې له ریاسته د استاد روهی له لیری کیدو سره سم زه هم د زیری جریدی له مدیریته لیری شوم. وروسته تر دې موږ دواړه د عادی علمی غړیو په حیث په پښتو ټولنه کې پاتی شوو.
د روهی صاحب اجتماعی پیرزوینی او لارښوونې راسره وې. پدې کې پر ۱۳۵۸ هـ ش کال ماته یو سیاسی مشکل را جوړ شو. مجبور شوم چې له رفیع صاحب سره څو میاشتی په وردګو او شاوخوا سیمو کې تیرې کړم. بیا چې بیرته کابل ته راغلو سلیمان لایق د اکادمی مشر مقرر شوی ؤ، موږ دواړه یې اکادمی ته راوستو او بیرته د اکادمی غړی شوو.
زموږ (رفیع – هیوادمل) د اکادمی په دې دویم ځل ماموریت کې روهی صاحب هم په اکادمی کې تشریف درلود، خو تر پخوا زیات مهربان.
د روهی صاحب د مهربانیو، دروند والی او عالی اخلاقو زه دې ته هڅولم چې له دوی سره کورني روابط پیدا کړم، د دوی له لور سره نامزد شوم او واده مو سره وکړ. څو کلونه له دوی سر یوځای اوسیدم.
له ما سره یې رویه د کورنی غړی او د ملګری په توګه وه د هیواد له ډیرو شخصیتونو سره مې پیژندګلوی د دوی په وسیله وشوه.
که به دوی له دې شخصیتونو څخه د چا کورته ورتلل زه به یې هم له ځان سره بیولم د هیواد ډیر فرهنګی او سیاسی – اجتماعی شخصیتونه مې د دوی په واسطه وپیژندل او په اکادمیکو کارو کې د دوی لارښوونی تل راسره وې.
د ۱۳۷۱ کال د حمل په اواخرو کې استاد روهی د تداوې لپاره دهلي ته ولاړ د استاد روهی له تللو څو محدودې ورځی وروسته په افغانستان کې ګډوډۍ پیدا شوې د استاد کورنۍ هم دده له مشر زوی اجمل روهی سره تاشکند ته ولاړه او له هغه ځایه مسکو ته. استاد هم له دهلی مسکو ته ولاړ. بیا نو استاد ما ونه لید، په همدې سلسله کې دوی هم له خپلي کورنې سره جرمنی ته ولاړل. جرمنی کې له کورنۍ سره مهاجر شو، تر هغې چې د ۱۹۹۶ په می میاشت کې په هماغه جرمنی کې وفات شو، امانت په جرمنی کې خاورو ته وسپارل شو.
په پیښور او کابل کې یې فاتحې واخیستل شوې.
اجمل خټک د پیښور پریس کلپ کې د دوی د درناوی غونډه وکړه او د پیښور روشنفکران دې غونډی ته را بلل شوی وو ما د استاد روهی پر ژوند آثارو او مفکورو یوه اوږده مقاله ولیکله.
ښاغلی صابر شاه صابر ته مې خپله مقاله او هم هغه مقالې چې ما پدې مناسبت د (وفا) اخبار کې چاپ کړې وې هغه ټولې ورته وسپارل شوې او صابر شاه د روهی صاحب په باب د مقالو یوه مجموعه چاپ کړه.
د ۱۹۹۹ م کال په اواخرو کې زه له پیښوره ووتم او د ۲۰۰۰ کال په جون کې جرمنی ته ورسیدم او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوم. په دویمه ورځ له خپلې میرمنی جمیلی سره د استاد زیارت ته ورغلو. استاد یې امانت ښخ کړی ؤ.
دده د قبر زیارت مو وکړ، بیا به هر وخت نا وخت د کورنۍ د غړیو سره زیارت ته تلم.
په ۲۰۰۱ م کال په اوایلو کې د جرمنی د مونشن ګلاد باخ او کولن ځینو فرهګیانو په مونشن ګلاد باخ کې د استاد روهی پنځم تلین دغو فرهنګیانو ونمانځه او د استاد زوی خوشحال روهی هم پدې تلین کې برخه واخیسته. د استاد روهی دوه ډیر نږدې ملګری محمد ولی مندوزی او استاد خپلواک هم پکې برخه درلوده ډیرې ښی مقالې یې لیکلی وې.
د مونشن ګلاد باخ میشت فرهنګیان پکې ددې تقریب غړی وو، ما مقالې ټولې غونډې کړې بیا مې په کابل کې یوه مجموعه کې تنظیم او چاپ کړې. دا یادونه باید وکړم چې مجموعه د (افغانستان د کلتورې ودې ټولنې جرمنی) چاپ کړې وه.
بیا نو د ۲۰۰۲ م کال د جنوری په اواخرو کې زه له جرمنی ووتم اول پیښور ته بیا کابل ته لاړم. او په خپلو کارونو کې اړ شوم.
د ۲۰۰۶ کال په اولو میاشتو کې دوکتور خوشحال روهی خبر راکړ چې د بابا مړی په جرمنی کې امانت ښخ دی اوس په افغانستان کې شرایط ښه دي افغانستان ته یې راوړو، له وعدې سره سم یې څو ورځی وروسته د بابا تابوت راووړ د استاد میرمن او دواړه زامن ورسره وو. د کابل هوایی ډګر ته د استاد ارادتمندان د اکادمی ځینی غړی او د کابل پوهنتون ځینی استادان او خپلوان ټول راغلی وو.
تابوت مو په امبولانس کې کیښود موږ ټول ورپسی روان شو. استاد رهنورد زریاب نامتو لیکول حسین فخری هم له موږ سره خوست ته ولاړل. د غرمی ډوډۍ حکیم تڼیوال چې د پکتیا والی ؤ په ګردیز کې آماده کړې وه ټولو میلمنو غرمه وکړه او خوست ته روان شوو.
کله چې د خوست ساحی ته داخل شوو، لږ وړاندې خپل او خپلوان د خوست فرهنګیان د خوست پوهنتون رئیس پوهاند فیاض او استادان، محصلان او نور ډیر خلک سرک کې د استاد روهی د جنازې درناوي ته را وتلی وو. د استاد د تابوت د دوی پلرنی هدیرې سره څیرمه په یوه زمکه کې خاورو ته وسپارل شو. او تر فاتحې وروسته له کابله راغلیو میلمنو ته د خوست والی پټان د شپی ډوډۍ آماده کړې وه. د خوب او شپی تیرولو ځای په باغ هوټل کې په نظر کې نیولی و، میلمانه د باغ هوټل کې ځای پر ځای شول زه هم له میلمنو سره هوټل کې پاتی شوم خپلوانو کره نه ولاړم.
سبا سهار زیاتره میلمانه بازار ته ولاړل او بیا بیرته کابل ته لاړل زه څو شپې خوست کې له جرمنی راغلی زموږ د کورنۍ له غړیو سره پاتی شوم.
عبدالکریم خان پتنګ را سره ډیر وګرځید د استاد روهی خپلوان مې ولیدل.
له کومه وخته چې د استاد روهی جنازه په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شوه د هیواد فرهنګیانو به ما ته ویل چې د استاد روهی په باره کې یوه علمی غونډه باید جوړه شی خو زه ډیر یونسکو اصولو ته پابند وم.
بی له کومه تقریبه د نمانځلو طرفدار نه وم او نه یم، دوکتور خوشحال روهی هم همداسی مفکوره درلوده، کله چې د استاد روهی د زوکړې اتیایمه کالیزه پوره شوه د خوست پوهنتون دا کالیزه د یو درانه سیمینار په ترڅ کې ونمانځله، د هیواد ډیرو زیاتو علما او فرهنګیان ورته رابلل شوی وو.
د استاد تر مړینی وروسته د دوی ځینی آثار چاپ شول چې له بده مرغه دوی و نه لیدل، لکه:
شعر پیژندنه، د پښتو ادبیاتو تاریخ معاصره دوره، د ماسترۍ د برنامې لپاره لیکل شوې معاصر ادبیات.
د روښانیانو نهضت، فلسفی او اجتماعی اصطلاحات او نور تر چاپ لاندی چې بند شول.
د استاد روهی ډیرې مقالی موږ را ټولی کړې دي چې بیلابیل آثار ځنی جوړیږي.
اروا یې ښاد، پر ګور یې نور.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.