د دسامبر اوله د یکشنبې روځ مازیګر مې د کابل پوهنتون د ماسترۍ د برنامې په دوه صنفونو کې درس درلود، په یوه صنف کې ښاغلی پتوال راته وویل: نن په کندهار کې د علامه رشاد بابا د شلمې تلینې په مناسبت غونډه جوړه سوې ده، اوس به هم جریان ولري.
د هماغې ورځی ماښام مې د ښاغلی صمیم کندهاری فیسبوک پاڼه وکته او راته ښکاره شوه چې همدا اوونۍ د استاد رشاد نامه ته اختصاص شوې ده. هر چا چې دا کار کړی وي همت دې یې مل وي پر ځای او مناسب کار یې کړی دی.
شل کاله دمخه د قوس په میاشت کې د افغانستان د فرهنګ یو مهربان خواخوږی او استاد الاساتید اکادمیسین پوهاند عبدالشکور رشاد له دې نړۍ سترګې پټې کړې او زما په پوهه زموږ فرهنګ یتیم شو.
زه لا په لغمان کې د متوسطې دورې متعلم وم چې د تیرې هجری شمسي پیړۍ په څلویښتمو کلونو کې زما اکا له کابله ځینې پښتو کتابونه لغمان ته راوړي وو. پدې کتابونو کې (لودي پښتانه) د استاد عبدالشکور رشاد تالیف هم ؤ. له هغه وخته زه د استاد له نامه سره آشنا شوم. خو کله چې پر ۱۳۴۸ هـ ش کال کابل پوهنتون ته کامیاب شوم. نو مې پر دغه کال استاد د ادبیاتو او بشری علومو پوهنځی کې ولید او نافذ شخصیت یې دومره اغیزمن کړم چې په دې آرمان وم چې کله به له دوی سره خبرې وکړم.
په همدغو کلونو کې به زه کله نا کله راډیو افغانستان ته د پښتون ږغ مجلې پسې ورتلم او چې کله به راډیو ته ورغلم، نو به زموږ د کلیوال عبدالمنان ملګري لیدو ته هم ورتلم، هغه د رادیو افغانستان د رادیو ډرام په څانګه کې کار کاوه. یوه ورځ ملګري راته وویل: “هلکه له ډرامو سره علاقه لرې او د لیکنو شوق هم درسره شته، کوښښ وکړه چې یو ډرامه ولیکې زه (ملګری) او فضلی صاحب به یې درته جوړه کړو. که احیاناً خپله موضوع نشې پیدا کولای په مجلو او اخبارونو کې خپرې شوې جالبې قصې ولوله یوه جذابه پکې انتخاب کړه، د ډرامې غوندې دیالوګونه ورته جوړ کړه، بیا به يې موږ درته وګورو. له ښه تصادفه چې ما په هماغو ورځو کې د وږمې مجلې په یوه ګڼه کې د استاد رشاد غالباً ترجمه کړې کیسه (بې لاسو ښځه) لوستې وه، خوښه شوې مې وه او غوښتل مې همدغه کیسه د ډرامې قالب ته ور واچوم، تر دې فیصلی وروسته متوجه شوم چې ښآیی له استاد رشاد څخه اجازه واخلم ما چې دغه آرزو لرله چې له استاد رشاد سره خبرې وکړم نو د اجازې اخیستل له استاد رشاد سره د هم کلامیدو ډیره ښه موقع وه.
هغه مهال د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو د پوهنځی ځینې صنفونه د حقوقو پوهنځی سره په یو تعمیر کې دایریدل. زه به چې له درسه وزګار شوم د استاد رشاد د ناستې خونې شاوخوا به ګرزیدم ګوندې که دی په خپله کوټه یوازې وي او یا راوتلی وي چې خپله خبره ورسره شریکه کړم، یوه ورځ ګورم چې استاد رشاد له څو تنو شاګردانو سره د پوهنځي په دهلیز کې په خبرو بوخت دې، زه هم ژر ورغلم او له دې شاګردانو سره ودریدم. استاد چې د نورو محصلانو له پوښتنو وزګار شو، زه ور نږدې شوم او د دوی د کیسې (بی لاسو ښځه) د ډرامه کیدو اجازه مې ترې وغوښته، استاد پدې باب بله پوښتنه راڅخه ونه کړه په مهربانی یې وویل: هو! ته کولای شی دا کیسه د ډرامې کالب ته واچوې پدې ډول مې له استاد سره د خبرو دغه آرمان پوره شو.
خو کله چې زه وږمې مجلې ته راغلم، استاد رشاد د پښتو دیپارتمنت مشر ؤ او د وږمې مجلې د کتونکی ډلې له غړیو استادانو څخه هم ؤ او د وږمې مجله په مسلکی لحاظ په پښتو دیپارتمنت پورې مربوط وه.
کله به مې د وږمې مضامین د کتلو لپاره ورته وړل، کله به دده خپل مضمون پسې ورتلم او کله هم داسې پیښیدل چې د پښتو څانګې د ځینو صنفونو لپاره به مې دده لیکلي درسي آثار تکثیرول او همدا راز د نورو رسمی کارونو په ارتباط د دوی حضور ته رسیدم. همدې تګ راتګ او له استاد سره له ناستې ولاړې ما احساسوله چې استاد غواړي زه د اکادمیکو کارونو لپاره وروزل شم.
د استاد مهربانی دومره پر ما زیاته وه چې ما ځان د استاد شاګرد نه، بلکه دده د اولاد په توګه احساساوه.
د کندهار د ویښو زلمیانو له ځینو غړیو او روښانفکرانو سره زما پیژندنه د دوی له کور سره اړه لري سره له دې چې ځینې یې ما لومړۍ پلا د استاد حبیبی او استاد بینوا په کورونو کې لیدلي وو، خو د استاد رشاد په کور کې مې د باربار لیدو له امله آشنایی ورسره پخه شو، لکه: عبدالهادی خان توخی، عبدالاحد عارض، محمد نور خان توخی، محمد علم بڅرکی، وکیل صاحب نور محمد خان پوپلزی، محمد ابراهیم خواخوږی او نور….
د استاد په کور کې به چې هره پلا میلمستیا کیده او یا به یې له پښتونخوا نه راغلی میلمانه، لکه پروفیسور عبدالقدوس قاسمی، پروفیسور تقیوم الحق کاکاخیل، پروفیسور ولی محمد خان سیال کاکړ او نور میلمانه کول، استاد رشاد به هرومرو ما ته هم بلنه راکوله.
د تیرې هجرې شمسی پیړۍ د پنځوسمو کلونو په لومړیو کې چې زه له پوهنځی نه وم فارغ شوی شیر شاه رشاد چې د ښوونځی زده کوونکی و په یوه ترافیکی واقعه کې ټپی شوی ؤ په نادرشاه روغتون (علی آباد روغتون) کې بستري ؤ استاد ما ته وویل: بل دایمی پایواز ته ضرورت نسته ته هم لکه زموږ د کور غړی یې، د پوهنتون لیلیه روغتون ته ډیره نزدې ده، له مازیګره د شپې د خوب تر وخته یې خبر اخیستی سې.
د ۱۳۵۲ کال په جدي کې زه له پوهنځی فارغ شوم هغه وخت د پوهنتون له فارغانو د تدریسی غړو انتخاب د فراغت په درجو پورې مربوط ؤ.
کله چې استاد زما د فراغت له درجې خبر شو، نو یې راته وویل: په حقوقی لحاظ په پوهنتون کې ستا تقرر مشکل نه لري خو زما هیله ده چې ته په پښتو څانګه کې مقرر شی، ځکه زه له جورنالیزم څانګی فارغ شوی وم.
د استاد رشاد له دې مهربانۍ پوه شوم چې دا دوه درې کاله استاد رشاد او ورسره پوهاند میرحسین شاه په خپلو خپلو برخو کې چې زما د روزنې لپاره خپله توجه مبذولوله، هدف یې دا ؤ چې زه تر فراغت وروسته په پوهنځی کې پاتې شم.
پوهاند میرحسین شاه د ریاست دفتر ته وغوښتلم او راته یې وویل: د فراغت درجه او د نومرو فیصدي دې لوړه ده په پوهنځی کې ستا پاتیدل مشکل نه لري د پوهنځی اداره هم دا غواړي چې ته په پوهنځی کې پاتی شې خو یوه خبره شته چې ته له جورنالیزمه فارغ یې او عملی کار دې د پښتو ادبیاتو دیپارتمنت سره کړی، رشاد صاحب سره زما خبرې وشوې او هغه غواړي چې ته په پښتو دیپارتمنت کې پاتې شې. ما ورته وویل: چې ستاسې څه هدایت وي.
له استاد میر حسین شاه سره له کتنی وروسته استاد رشاد ته ورغلم، استاد راته وویل، مخکې تر دې چې د دیپارتمنت غونډه دایره شی، ته له هر یو استاد سره وګوره ما همداسی وکړل. له هر استاد سره مې وکتل له یوه پرته نورو ټولو پښتو دیپارتمنت ته زما په دایمی راتګ خوشحالی څرګنده کړه، کله چې د دیپارتمنت غونډه دایره شوه، د دیپارتمنت د مشر په توګه استاد رشاد زما موضوع د دیپارتمنت غونډې ته وړاندې کړه او د استاد له برکته د دیپارتمنت غونډې د څانګی د تدریسي غړي په توګه زما د تقرر په باب داسې فیصله کړې وه چې که به ما کړې وای داسې به نه وه.
همدغه فیصله د پښتو دیپارتمنت له خوا مکتوبی د استاد رشاد په لاسلیک د پوهنځی ریاست ته واستول شوه پوهاند میرحسین شاه هم د پوهنځی مراحل پر تیر کړل او موضوع یې د پوهنتون ریاست ته پیشنهاد کړه، حیدر خان د پوهنتون رئیس ؤ. استاد میرحسین شاه ته یې ویلی وو چې د ۱۳۵۳ هـ ش د تدریسی کال په شروع کې د تعلیم او تربیې پوهنځی د ادبیاتو او بشری علومو پوهنځی سره یوځای کیږي دا دواړه پوهنځی باید نوي تدریسی غړي ونه نیسي ځکه د اداری معاونیت د معلوماتو له مخې ښایی د بستونو مشکل را دمخه شی.
استاد میر حسین شاه په ډیره خواشینی دا موضوع له ما سره شریکه کړه او زه د استاد رشاد کور ته ورغلم او څه چې مې د پوهاند میر حسین شاه له خولې ارویدلی وو، هغه مې ورته بیان کړل، استاد ډیر خواشینی شو او ما ته یې بیا هم ډاډ راکاوه او ویل یې سبا زه خپله د پوهنتون رئیس ته ورځم او ورته وایم، پښتو دیپارتمنت ده ته ضرورت لري، استاد هماغسی وکړل په سبا یې د پوهنتون ریاست ته ورغی، د ضرورت خبره یې د پوهنتون رئیس ته کړې وه، د پوهنتون رئیس ورته ویلی وو چې که دیپارتمنت ورته ضرورت لري، اوس به یې په اداري بست کې مقرر کړو. بیا چې کادری بستونه تثبیت شول، دی به بې د مشکله ورته راشی.
استاد دا خبرې ټولی ما ته وکړی فی الحال په اداري بست کې مو د تقرر موافقه سره وکړه. بیا مو پوهاند میرحسین شاه له دې جریانه خبر کړ هغه هم خوشحاله شو وې ویل چې ژر به پیشنهاد آماده کړم. کله چې موضوع د پوهنتون اداری شعباتو ته لاړه دعسکری خدمت موضوع پکې پیدا شوه څنګه چې ما د عسکری خدمت دوره نه وه تیره کړې موضوع پاتی شوه او زه پښتو ټولنې ته ولاړم، خو له استاد رشاد سره زما روابط قایم او دایم پاتې شول، زما د روزنې لپاره یې خپله پیرزوینه تل پر ما درلوده.
۱. هغه وخت به ما د ځینو ولسی شاعرانو د پیژندنی، د کتابونو د معرفۍ او ځینو نورو فرهنګی مسایلو په باره کې ځینی نوشتې کولی او د کابل چاپ ځینو مجلو او اخبارو کې چاپیدلې، سره له دې چې مقالی به ضرور اپتدایي وې او استاد چې به یې یوه نسخه چیرته لیدلې وه نو کله به یې چې زه ولیدلم زما د مقالې یادونه به یې کوله زه به یې نور کار ته هڅولم او ضمناً به یې زما سهوې او کمبوتۍ راته په ډیره خوږه ژبه راښوولې او زه به یې زیاتې توجه او احتیاط ته را بللم د استاد پیرزوینې او دې ډول مهربانیو کلونه کلونه ادامه درلوده.
۲. استاد تل دا غوښتل چې له پوهنتون سره زما رابطه قطع نه شی تر ۱۳۵۷ هـ ش کال پورې – چې دی متقاعد شو- پښتو دیپارتمنت چې به کوم کتابونه چاپول، هغه به یې پر ما چاپول او په سیمینارونو کې برخې اخیستو ته استاد تشویقولم.
پر ۱۳۵۳ هـ ش کال رفیع صاحب او ما د بایزید روښان د سیمینار په مناسبت د خیرالبیان عکسی نسخه د استاد حبیبی، استاد بینوا او استاد رشاد له څیړنو سره یوځای چاپ کړه.
پر ۱۳۵۴ هـ ش کال مې د استاد حبیبی د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک له زیاتونو سره درییمه پلا د پښتو څیړنو د بین المللی مرکز د پرانیستو د بین المللی سیمینار په مناسبت چاپ کړ.
پر ۱۳۵۵ هـ ش کال مې د پوهاند دوکتور سیدبهاءالدین مجروح د جبر او اختیار دیالکتیک له اضافاتو سره دویمه پلا چاپ کړ.
پر ۱۳۵۶ کال می د استاد په هدایت د دیپارتمنت له خوا د دریو سیمنارونو له پاره دا لاندې کتابونه چاپ کړل:
– د ګیولدن شتیت فرهنګ، د استاد رشاد، د پښتو چاپی آثارو د دوه سوم کال د بین المللی سیمینار په ویاړ.
– ځانځانی ښامار، د استاد مجروح د سنایی د بین المللی سیمینار په ویاړ.
– نظری به ادبیات پښتو د سمندر غوریانی ترجمه د محمد هوتک د سیمینار په ویاړ.
– د خلکو تجربی، د عبدالکریم پتنګ، د محمد هوتک د سیمینار په ویاړ.
– پټه خزانه، یوازی پښتو متن، د استاد حبیبی له پښتو مقدمی سره د محمد هوتک د سیمینار په ویاړ. پر ۱۳۵۷ هـ ش کال د افغانستان د رژیم د بدلون له امله د محمد هوتک سیمینار جوړ نه شو.
– له کابل پوهنتون سره د رابطی د پاللو لپاره چې استاد رشاد هڅولم، د دوی له تقاعد وروسته هم له کابل پوهنتون سره زما دا رابطه د پوهاند میرحسین شاه او پوهاند دوکتور زیار او نورو په هڅونه، د دوکتور نجیب الله د حکومت تر پایه (۱۳۷۱ هـ ش) پورې دوام درلود.
۳. د محصلۍ له دورانه چې ما په ځینو اکادمیکو خپرونو کې وظایف درلودل استاد رشاد د خپرونو د مقالو په برخه کې تل زما ملاتړ کاوه چې مراجعه مې ورته کړې بې ځوابه یې نه یم پریښی، لکه وږمه او زیري کې بیا چې کله پیښور ته بی ځایه شوم د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنه کې پروفیسور عبدالرسول امین د ځینو نشراتو چارې را وسپارلې، لکه: وفا اخبار، خپلواکی مجله، د آزاد افغانستان اخبار او بیا مجله، استاد رشاد به مهربانې کوله او له کابله به یې مقالی را استولې. په ۱۳۸۱ کال کې د استاد امین په مشری د افغانستان د مطالعاتو مرکز د افغانستان پوهنه په نامه مجله نشرول شروع کړل دا مجله به ما چلوله یوازې یوه ګڼه یې چاپ شوه دې یوې ګڼې ته هم استاد مقاله راکړه او په افغانستان پوهنه لومړې ګڼه کې چاپ شوه.
دغه راز څه د سمینارونو په جوړولو کې یې هم له ما سره اکادمیکه مرسته کوله او لازمې لارښوونی به یې راته کولې لنډه دا چې زما په روزنه او پالنه کې د استاد حبیبی، استاد میرحسین شاه او نورو ترڅنګ، استاد رشاد پوره پوره ونډه لري او زه دده د علمی او اکادمیکو پیرزوینو پوروړی یم.
کم نظیره استاد اکادمیسین پوهاند رشاد ډیر ګټه ور آثار خپلې ټولنی ته پریښي دي. خدای دې زموږ خلک او د سیمی علمی محافل دده له علمی فیضه تل برخورداره لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.