بګرام هوايي ډګر ولې امریکا ته مهم وه

ډاکټر انور داوړ

54

بګرام هوايي ډګر د افغانستان تر ټولو ستر او مهم پوځي ډګر ده. چې د کابل شمال ته پروت دی او د جغرافیایي موقعیت له امله ځانګړی ارزښت لري. دغه ډګر د افغانستان جګړې په تاریخ کې یوازې د پوځ د عملیاتو مرکز نه و، بلکې د نړیوالو سیاسي او امنیتي معادلو یوه مهمه نقطه وه. کله چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښو وروسته امریکا خپل پوځونه افغانستان ته ولېږل، بګرام د جګړې ستر سټراټیجیک مرکز وګرځېده. له همدې اډې د جګړې ډېر عملیات، پلانونه او پرېکړې ترسره کېدې او د افغانستان د جګړې ډېری کړنې د دې ځای له لارې نظارت کېدې.

د بګرام اهمیت تر ډېره د هغې په جغرافیه کې دی. افغانستان د اسیا په داسې مهمه سیمه کې پروت دی چې د ایران، پاکستان او چین په ګاونډ کې موقعیت لري. دغه جغرافیه نړیوالو ته اجازه ورکوي چې د سیمې سیاست، امنیت او ځواک متوازن کړي. بګرام د دې موقعیت له مخې داسې مرکز وګرځېدو چې د مرکزي او جنوبي اسیا پراخه سیمه تر نظر لاندې وساتل شي او په دې سیمه کې د هر لوی ځواک حضور د سټراټیجیک نفوذ لپاره حیاتي و.

له پوځي پلوه بګرام یوازې یوه عادي هوايي اډه نه وه. دا د افغانستان تر ټولو لوی نظامي میدان و، چې اوږده رن وې، پرمختللي تخنیکي وسایل او د زرګونو پوځیانو د اوسېدو امکانات یې لرل. درنې پوځي الوتکې په اسانه هلته پورته او کښته کېدې. له دې ځایه به جګړه‌ییزې الوتنې پلان کېدې، پوځ ته به اکمالات رسېدل او ستراتیژیک عملیات تنظیمېدل. د افغانستان غرنی او ستونزمنه ځمکه د ځمکني جګړې پر مهال د هوايي ځواک ارزښت څو چنده زیاتوي او بګرام د دې ځواک اصلي مرکز و.

همدارنګه بګرام د سیمې د احتمالي سناریوګانو لپاره هم حیاتي اهمیت لرلو او دلته د امریکا او ایران اړیکه مستقیمه اغېزه درلوده. د امریکا لپاره بګرام یوازې د افغانستان د جګړې مرکز نه و، بلکې د ایران د فعالیتونو څارنې او په اړتیا کې د سټراټیجیک عملیاتو لپاره هم حیاتي نقطه وه. ایران د افغانستان لوېدیځ سرحد ته نږدې پروت دی او له بګرام څخه امریکا کولای شوه په اسانه د سیمه ییزو کړنو څارنه وکړي، حساس معلومات راټول کړي او د اړتیا په وخت کې خپل ځواک وړاندې کړي. د دې اډې شتون امریکا ته دا فرصت ورکولو چې د ایران په سیمه کې نفوذ او توازن وساتي او د سیمې په امنیتي معادلو کې مهم رول ولوبوي. که نن سبا د بګرام هوايي ډګر د امریکا په لاس کې وای نو د همدې ځایه به په ايران کې خپل فعالیتونه کولای او ددې په ترڅ کې به د ايران او افغانستان جګړه هم پيل شوې وای. نو دا ټاسک پاکستان ته ور په غاړه شو او افغانستان کې دننه هوايي بمبارۍ او بریدونه کوي.

نو امریکا ځکه تل د ټینګار کاوه چې بګرام د دوی لپاره حیاتي دی. دا اډه نه یوازې د افغانستان د جګړې مرکز و، بلکې د سیمې د ستراتیژیکو پلانونو او د نړیوال نفوذ لپاره هم مهمه نقطه وه. له بګرام څخه امریکا کولای شوه د افغانستان او شاوخوا هېوادونو حالاتو ته څارنه وکړي، د پوځي عملیاتو او هوايي بریدونو مرکز ولري، د اړتیا په وخت کې ایران او نورو نږدې سیمو ته عملیات ترسره کړي او په سیمه کې خپل حضور وساتي. ایران هم د بګرام د شتون له امله د امریکا د ستراتیژیک نفوذ د پراخېدو په اړه تل خبرداری ورکولو هڅه کوله، ځکه د دې اډې له لارې امریکا کولای شوه په سیمه کې خپلې پوځي او سیاسي موخې عملي کړي، چې په سیمه کې د ځواک توازن اغېزمنه کړای شي.

بګرام یوازې یوه هوايي اډه نه وه. دا د جغرافیې، سیاست، نړیوال ځواک او د امریکا او ایران د سیالۍ یوه مهمه نقطه وه چې د اسیا د امنیت او ستراتیژیکو معادلو برخه ګرځېدلې وه. تاریخ ښوولې چې ځینې ځایونه د لویو قدرتونو د سیالۍ محور ګرځي او بګرام د همدې حقیقت یو معاصر مثال دی. داسې ځای چې جغرافیه یې د سیاست، ځواک او سیمه ییزو سیاسي کشمکشونو په نړیواله معادله کې ځانګړی وزن رامنځته کړی دی.

اتم مارچ د ښځو نړیواله ورځ او پښتنې مېرمنې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.