پښتانه به څنګه د قبیلوي ذهنیت څخه راووزي او یو متحد قام به جوړ شي

ډاکټر انور داوړ

56

د پښتنو ټولنیز، معاشرتي ژوند او فکري جوړښت تر ټولو لویه ننګونه او ستونزه دا ده چې لا هم پښتانه د قبایلي ذهنیت په زنځیر کې تړلي دي. قبیلوي فکر د یو پراخ ملي فکر پر ځای د ټبر، خېل، قبیلې، شخص او د یوې سیمې پورې محدود والی لري او د قبیلوي فکر او محدود والی د ټول قوم د ګډ هدف، ګډ شعور او د ګډ یووالي پر وړاندې لوی خنډونه جوړوي. ځکه چې قبیلوي ذهنیت د وفادارۍ، عزت، دښمنۍ او دوستۍ تشریح او لیدل کتل د ټبر او قبیلې له زاویې کوي او مشرتابه هم د نسب او تعلق پر اساس ټاکل کېږي. په دې ذهنیت کې حتی عدالت، انصاف او قانون د قبيلې تر فشار لاندې وي او د ملي وحدت او ګډ قومي شعور لپاره ځای نه پرېږدي. دا دې ذهنیت نه راووتل او د متحد قومي هویت جوړول د پښتنو د راتلونکي، بقا او پرمختګ لپاره اړین دي.

دا دې لپاره تعلیم د بدلون تر ټولو مهمه وسیله ده. خو یوازې د زده کړې معیار نه، بلکې د فکر پراختیا ترټولو مهمه ده. تعلیمي نصاب باید د ملي شعور، د اصولو پر بنسټ مشرتابه، د حق غوښتنې او د یووالي ارزښتونه تدریس کړي او داسې موضوعات دی په کې شامل کړل شي. چې ځوان نسل باید له ښوونځي او پوهنتون څخه د قبیلې پر ځای د قوم لپاره فکر کولو قابليت او سوچ ترلاسه کړي. یوازې دغه رنګ تعلیم کولای شي د قبایلي ذهنیت حدودونه مات کړي او د ملي شعور تخم کرل پیل کړي.

دا دې ترڅنګ قانون او عدلي نظام هم د ملي وحدت لپاره یو حياتي او اړین اهمیت لري. ځکه چې عدالت باید د ټبر، شخص او قبیلې فشار څخه پورته عملي شي او د اصولو پر بنياد دی ټولنې ته یو برابر خدمت وکړي. کله چې خلک وګوري چې د حق او عدالت حاکمیت د شخصي اړیکو او نسب نه دی اغېزمن کړی، نو داسې کړنې د قبایلي ذهنیت ځای قومي شعور نیسي. د قانون حاکمیت د ملي وحدت او د ټول قوم د پرمختګ لپاره بنيادي شرط دی.

بل خوا د پښتنو سیاسي او ټولنیز تنظیمونه هم کولای شي چې د ملي هويت او شناخت په جوړولو کې مهم رول ولوبوي. پښتانه باید خپل سیاسي تنظیمونه د ټبر، قبیلې یا ګوندي ګټو لپاره نه، بلکې د ملي موخو لپاره وکاروي. مشران باید د نسب پر ځای د وړتیا، ملي شعور، د خلکو د خدمت توان او د جمهوري لارې پر اساس وټاکل شي. سازمانونه او تنظیمونه باید د بشپړ قوم د تعلیم، روغتیا، اقتصادي پرمختګ او قانون پالنې لپاره فعال شي، نه یوازې د شخصي، قبيلوي یا ټبریزو ګټو ساتنې لپاره استعمال شي.

بل خواته تر ټولو مهمه ژبه او کلتور ده چې د یو ملي هویت جوړولو اصلي وسیله ده. پښتو ژبه که یوازې د فولکلور، شاعرۍ او ولسي کیسو لپاره پاتې شي او د ملي وحدت وسیله نه شي نو د به ډېر تاوان وکړي. ځکه چې پښتو ژبه باید د علم، اقتصاد، سیاست، تحقيق، نصاب، بازار، ټکنالوجۍ او فرهنګي پرمختګ ژبه د هم شي ترڅو پښتانه د مشترک فکري او فرهنګي هویت سره وتړل شي. کله چې ژبه د ټول قوم د پرمختګ او پوهې وسیله شي، نو د قومي شعور بنسټ ایښودل کېږي.

دا بدلون پخپلو کې د اختلافاتو حل کولو ته هم ضروري دی. ځکه چې د قبیلوي ذهنیت یوه لویه ځانګړتیا د انتقام، دښمنۍ او ټبرپالنې کلتور هم دی. پښتانه باید د داخلي اختلافاتو لپاره دې سنجيده حل لارې پیدا کړي، د خبرو، مصالحې او قانون له لارې دې د اختلافاتو حل ومني. یوازې په دې توګه د ملي وحدت بنسټ ایښودل کېدای شي او قبایلي ذهنیت ورو ورو خپل واک له لاسه ورکولای شي.

ځوان نسل د دې بدلون اصلي طاقت دی. د ځوانانو په منځ کې د ملي تاریخ د خپل هویت او د متحد قام ارزښتونه باید مسلسل بيان او خپاره شي. ټولنیزې رسنۍ، مطبوعات، هنري تولیدات او فرهنګي پروژې کولی شي د ملي فکر خپرولو او د قبایلي ذهنیت کمولو وسیله شي. ځوانان که د قبیلوي له محدودیت څخه ځان خلاص کړي او د یو متحد قوم لپاره غږ پورته کړي نو دا د راتلونکي بنسټ کېښودل دي.

کله چې پښتانه په عملي ډول د قبیلې او ټبر پر ځای د قوم لپاره فکر کول شروع کړي‌ نو د بيا هر څه ممکن دي، د قانون، اصولو او جمهوري له لارې دې خپل مشرتابه وټاکي. ژبه دې د علم او پرمختګ وسیله وګرځوي او اختلافات دې په زغم، برداشت، اصولو او جمهوري لارې سره حل کړي، نو هله د متحد قام جوړېدو بنسټ ایښودل کېدای شي. د دې بهیر پایله یوازې سیاسي طاقت نه دی، بلکې اقتصادي پرمختګ، ټولنیز عدالت، کلتوري بډاینه ده او د ولس عزت هم دی.

پښتانه که د قبیلې پر ځای د قوم لپاره فکر وکړي، له شخصي ګټو نه ملي ګټو ته واوړي او د اصولو او قانون حاکمیت ومني، نو د تاریخي خوب رښتیا کولی شي، چې پښتون به یو ځواکمن، متحد او عزتمند قوم شي. چې د خپلواکۍ، عزت او پرمختګ څښتن به وي.

دا داوړو د اختر دودونه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.