لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۴۰۸مه‌برخه

آصف بهاند

26

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۴۰۸مه‌برخه

مورې پښتون میـړه نه‌غواړم

پردي جنگونه پر سروړي، کونډه به‌شمه

لاس دې ترزنې لاندې مه‌ږده

نازک غومبوري به دې گونځې ـ گونځې‌شینه

خوب کې راځه، خوب کې به درشم

یاره په ویښه باندې گران‌دي، دیدنونه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډې راټولې شوې دي:

له جدایي نه دې خوند اخلم

چې چېـرته ځان‌ته‌شم، په چیغو وژاړمه

لاس دې ترزنې‌لاندې مه‌ږده

خدای به اسان‌کړي د ژوندون ستونزمن‌کارونه

لالیه بیا مې زړه راډک دی

لالیه بیا مې سر ته ایښي زنگنونه

لاس دې ترزنې لاندې مه‌ږده

نازک غومبوري به دې گونځې ـ گونځې‌شینه

ما ته به خدای صبرونه راکړي

نه به دې یاد کړم، نه به مخ درواړومه

مسافري، لویه جواري ده

نه به زما شې، نه به راوړې دولتونه

مورې پښتون میـړه نه‌غواړم

پردي جنگونه پر سروړي، کونډه به‌شمه

بـيا د بـاران پـه شـپه رانه‌شــې

ده پښو خاپونه دې کوم‌چا ليدلې‌ديــنــه

بارانه لس ورځې وریـږه

نه می غنم شته، نه د یار دیدن ته ځمه

په توروغرونو دې پناه‌کړم

په زړه کافرې مورې نه دې یادېدمه

پرون دې څومره دبدبه وه

نن دې خیرنې جامې گورم، زړه مې چوینه

په بارانه کی مه‌راوځه

پیریان مې نیسي، چی لمده دې ووینمه

ته به له بل چا سره خاندې

زه دې تصویرته شپه په ویښه تېرومه

ته به راگورې، بل به یارکړم

په لـمـدوغـوښـو بـه دې اورولـگـومـه

ته د څیلې په شپه کې راشه

یوشل‌گزی‌کمیس لرم، پټ به دې کمه

يارمې په سيند کې لاهو راغی

توتکۍ نه يم چې وزر پرې سیوری کړمه

یاري د سلو کالو لار ده

څوک یې چې لنډه پرې کوي، دووس به وینه

یار له کابل نه راروان دی

ما په تورخم ورته نیولي دي گلونه

خوب کې راځه، خوب کې به درشم

یاره په ویښه باندې گران‌دي، دیدنونه

خبر دې نه‌شته، نادرکــــه

زما نه ورکه یاره، څه درشوي‌دینــــه

څوک یې دیدن پسې ړندیـږي

چا یـې مـرگي ته صـدقې مـنـلې‌دیـنـه

څنگه نرۍ یې لکه لښته

کوم بختور به درنه غیـږه تاووینه

زه یې په غږ باندې میٔنه

په یار یوه خبره دوه‌ځلې کومه

زما په گریوان کې دې ویښته دی

لالیه بوی يې حس کوم، په هوا یمه

نری نری باران وریـږی

نرۍ نرۍ ژړا په تا پسې کومه

اباده ځمکه به زه څه کړم

چې زه برباده پر اباده ځمکه یمه

ستا جفاگانو چې ستي‌کړم

اروا مې لاړه، خالـي سټه ودرېدمه

غم دې له ځانه سره یوسه

ما ته یې مه‌پرېـږده، ړنده ــ کڼه یې کړمه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۴۰۷مه‌برخه

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320