سهارنۍ وږمې کې توده سیلۍ
نیمه پیړۍ ته نږدې کیږو
پر موږ لګیږي سوځونکې سیلۍ
پرې باندې لولپه یوو
څه د دیوانو او مارانو ښکار شو
تنکۍ غوټۍ د غوړیدو په تمه
له تاند زړګي نه راوتلې هیله
د محبت پر ځواک غښتلی مرام
تالا ترغۍ شو او له هر لورې
پر پاکه خاوره مو یو ناببره
پر ارمانونو خړ سیلاب راغی
په اړو دوړ کې د شیطان لاسونو
نازکې هیلې کړې طوفان اړتاوې
په وسوسو کې وزر ماته مرغۍ
لکه تتور کې تاوه شوې لمبه
سفاک حاکم د هوسونو ښکار شوه
د واکدار وې اور خورونکې ګوتې
د کور له پوړ نه رالویدلې پیغله
زموږ برخلیک پر سوځیدلې تخته
ده راښکل شوې
وشوې نادودې پر ولس
د اوسني تاریخ
بې شمېره بیلګو لوي کتار جوړوي
اوس خال خال ځلیږې
لوړو غرونو او پر دښتو
نوې هوا الوځي
زموږ د خاورې له ژوره تله
ځوان ارمانونه پورته
هغه چې خاورو کې پټ شوي
زرې زرې سره یو کیږې
ځمکې له زړه تیغونه سپړي
د ویښونکې نغمې تال غږوي
ټوله نړۍ کې تر افغان رسوي
که یو ځل وښوري دا لوړ تړونه
نښترو شاته هغه هیر یادونه
شي را ژوندي د میړنو غږونه
د کونډو میندو له خوږمن زړګیو
پورته تاوده سوزونه
وږي بچو ته د خوړو خوبونه
د تاندو نجونو
پوهې رڼا ته
یو پرانیستلی اسمان
تنکو زلمیو نه
هغه نیمګړې لار کې پاتې
د تلېدلي ستر ارمان خیالونه
د خوږې خاورې زرغونتیا
د ابادۍ پر لوړه پوهه
کې شي سمبال
بیا هغه لوړ سرونه
یاغي سیندونو ټینګول
نوي رونټیا پر مټ یې
د ابادۍ په موخه
ځواکمنې ستنې درول
له ګاونډي شیاده
خپل دا څپاند څپاند
سیندونه ګرځول
ویجاړ ژوند حال پرې سمولو
ستر ارمان پوره کړي
د سهار وږمې نن نوی زیری راوړ
شاړو دښتو زرغونتیا
او ګلبڼونو شنه کول
تابیا نیولو ته
اوسپنیز هوډ او نوی خیال
په یو لاس او یو اواز
همغاړي کیږې سره
پر یوه لیکه را ټولیږي
بیداریدلو ته پیغام لیږدوي
وایې، دریدلو ته یې مقام همدا دی
پورته کیدلو ته یې زمان همدا دی
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320