د وخت لاس کې نانځکه

هاجره حرکت

34

زه دوخت لاس کې را ایساره یم نانځکه یم

درنې څپـېړې پر مخ خورمـه که نازکه یـم

تندریزې سیلۍ شور مې مخ تمبې سـوزوي

زما د پلور سودا مې تره کړي بې بابکه یم

مخ پر وړاندې نړۍ ځي د عروج لاره وهي

زه د تـیاره ذهـن بنـدۍ پـرتـه پر زمـکه یـم

سربداله ژوند کړم تنګه نور یې نه غـواړمه

 ځانته کړم پورته شه زه کلکه تـر هـلکه یم

زلبلن زړه مې لمبه دی وايې شورجوړ کړمه

 خو تـړل شــوې یـم پـر  کور زه له ملکه یم

غرونه که لوړ دي پر سر لار لري خبر اوسئ

 د پـيـوستون غـږ تـه ولاړه  تـر اټـکــه یــم

 ګاونډۍ هوابازانې کـړی بـريـدونـه پـرمـوږ

پـه ځوابي غـبرګون کمزورې بې درکـه يـم

مسـلمـان پـه نــوم لـه امـر د الله لـرې ځـي

د قـرآن پـیل کې پـه اقـرا ویـلـو  کلـکه یـم

اسـمـانـي کـتـاب قــران لـه ايـت مـخ اړوي

داسـې واکـدار ګـوښـه کیـدو پـلـوۍ ځکه یم

دی مـې راتلونکې ډوبوي له ما  قلم اخـلي

لکه بـيــبـو زه د بکـوا دښـته کې ورکـه يـم

هاجرې د ولس قارهر زورواک راغورزولی دی

  •  دوي رڼا څرک وژني تيارو ته هـکه پـکه يـم

 

له کوره تللي پردیس لالي ته

۲

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.