نوی پیغام او نوې ساه
تورو سترګو د بڼو شاته
دا ځلیدلې اوښکې
غم او خوښۍ بڅري
په تویدو کې نوې لار لټوي
لکه د مني موسم
د زړې ونې خاښ یې باد ښوروي
چې یې له څانګې رالویدلې پاڼه
سیلۍ څپه کې پر هوا تاویږې
د ژوندون لنډ مزل تر شا پریږدي
او په یو بله هستۍ
بیا را ټوکیږي نوې ساه اخلي
نوی موسم بله رڼا اخلي
او سپیده چاود کې
پر سپیره دښته
له روان شوي کاروان
بل شوي اور نه
پاتې شوې ایرې
سهار وختي
د کوچۍ پیغلې مات بنګړی
د لمر زرینو پلوشو کې
شنه رڼا کوي
د بل کاروان په تمه
د شنه موسم تر دمه
کړي د ژوندون لار سمه
بیا ستنیدو لپاره
په بله بڼه او رنګ
اسمان او زمکه
، غرونه راغونه او سیندونه واړه
پر طبیعت ټوله هستي همغاړه
نوی پیغام او نوې ساه خپروي
نوی پیغام او نوې ساه خپروي
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
