نن سبا پاکستان په څومره بې حیایې او سپین سترګۍ سره، هیواد پریښودلو ته مجبور او ناچاره افغان ځوانان، له ایران څخه پاکستان ته لیږدوي او څرنګه چې په خپله دغه ځوانان اعتراف کوي او ټولو افغانانو پر بیلابیلو خبري خپرونو، د هغوي خبرې اوریدلې دي، چې د درې سوه ډالرو په بدل کې د پاکستانې پوځ له خوا، یوه یا دوه میاشتنئ پوځي روزنه یې لیدلې او بیا د دیورند فرضي کرښې له لارې، زموږ کامدیش ولسوالۍ ته د همدې شیاد پاکستانې پوځ له خوا لیږدول شوي دي.
دا چې د پاکستان لاس وهنې، زموږ د هیواد د ویجاړلو لړۍ اوږده ده او ټول هیوادوال څه چې نړۍ ته لکه د لمر روښانه ده.هغه نیابتي ډلې چې زموږ د داسې موضرو ګاونډیو په لاس لوبیږي، دوي هیڅکله هم د ولس ملاتړ نه شي تر لاسه کولی. ۱ـ لومړی دا چې پاکستان او ورسره ایران زموږ د هیواد په بربادۍ کې ستر رول ادا کړی، چې پاکستان په کې لومړی مقام لري. ۲ـ دا هم ټول مني جې ولس له طالباني حکومت څخه ناراضه دی، خو هیڅکله به د هغه ډلو شاته ونه دریږې، چې د پاکستان ملاتړ ورسره وي.۳ـ او بله خبره دا چې دغه ډلې ځانته تاریخي بد نوم ګټي چې هپڅکله به یې افغان ولس ونه بښي.
موږ د همدې دوښمن ګاونډي له خوا د سردار داود د جمهوریت له وخت راهیسې، د شومو دسیسو ښکار یوو.
ایا دا یې وخت نه دی، چې په هیواد کې د واک پر ګدۍ ناست واکمنان، د هغوي داسې بربنډې لاس وهنې او له وحشت ډک عمل ته غاښ ماتونکی ځواب ووایې.
موږ اوس هم په هیواد کې تکړه پیلوټان لرو او هغوي د دې وړتیا لري، چې داسې هوایې بریدونو ته ورته ځواب ووایې.لکه څرنګه چې تر اوسه یې، د نړۍ د ټولو قوانینو خلاف پاکستان زموږ پر هیوادوالو هوایې بریدونه کړي او بیوزله مظلوم هیوادًوال یې راته په شهادت رسولې دي.
ځکه خو پر مجازي نړۍ زموږ هیواد وال په هیواد کې واکمنانو ته د انتقاد ګونه نیسې او د خپلو وژل شویو هیوادوالو د کسات اخیستلو غږ پورته کوي. د دوي وایې:«،
داسې ښکاري، چې تاسې په نوم اسلامي امارت په ریښنیا د پاکستان نیابتي ډله یاست، چې ترهګر روزونکی پاکستان دومره جرات موندلی، چې له ۲۰۲۳ م کال راهیسې په پرله پسې ډول زموږ هوایې حریم نقضوي او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف، عام وګړي مو وژني.»
دغه څزګندونو ته په پام سره، دوي یوازې وژنه نه بلکې نسل وژنه کوي.د کونړ، پکتیا، پکتیکا، خوست ، کندهار په ولایتونو کې چې عامه تاسیسات بمبار کړي، په کابل ښار کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز هوایې بریدونه، نسل وژنه ده، چې په یوه شپه یې څلورسوه بې ګناه انسانان د مرګ کومي ته ټیل وهلي دي.دا په واک کې، د هر حکومت مسؤلیت دی، چې د دې ډول عامه وژنې غږ یې تر نړیوالې محکمې رسولی وایې او د پاکستان د ظلم او وحشت لپاره یې د سزا غوښتنه کړې وایې.
ځکه خو افغانان وایې چې، ستاسې ځوابي بریدونو زیان په روښانه ډول نه دی لیدل شوی. یوازې په اعلانونو چې فلانکۍ پوسته ویجاړه شوه او ورته تبلیغات، د عام ولس غصه نه سړوي.
همدا یې وخت دی، کلک او غاښ ماتونکی ځواب په کار دی. هره ورځ چې په پاکستان کې، د پوځي چارواکو له ظلم او تيري څخه ناراصه ولسونه پاڅون کوي او د خپل حق ادعا، دوی یې ټول انساني کرامت ته سپکاوی کوي، وژنې یې، تښتوي او له کوره یې تري تم کوي. لکه بلوڅ، پښتانه او نور، چې په ډیر فقر او بیوزلۍ کې ژوند کوي او د غږ پورته کولو حق نه ورکول کیږي. تل مدام د دغه مظلوم ولس انساني کرامت ته سپکاوی کیږې. حال دا چې د بلوڅو او پښتنو سیمې ټول معدنیات، اوبه، ګاز او تیل همدا د پاکستان جنرالانو جیبونو ته ځي او د هغوي په وژلو او له منځه وړلو لاس پورې کوي. دغه مظلوم ولس ته بله لار نه ده پاتې چې ګوریلایې جګړې ته مخه کړي او دوي بیا راځي د خپلو جنابتونو د پایلو پړه زموږ په هیواد کې پر حاکم رژیم اچوي.
زموږ د هیواد والو د صبر کاسه نسکوریدلو ته نږدې شوې، په هیواد کې حاکمان دې خپل دریځ روښانه کړي، که نه نو، پایله به یې هيڅ ښه نه وي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
