د پاکستان له خوا پر افغانستان هوایې بریدونو، پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه را پارولي او د دغه هیواد پر وړاندې د سخت پوځي ګوزارونو غوښتونکي دي.
پاکستان د افغانستان لپاره د تل پاتې دوښمن په توګه د خپل کرغیړن موجودیت راهیسې تل دا ثابته کړې، چې هر ډول ناروا عمل تر سره کړي او هيڅکله پرې نه ږدي،افغانان د ارامۍ ساه واخلي.
د نړۍ هیوادونو په تاریخ کې،داسې بیلګه نه شو موندلی، چې یو هیواد، خپله امنیتي کمزورې پر ګاونډي هیواد وتپي او پر هغه هیواد هوایې بریدونه وکړي.
پرته له اسرائیل، چې نن ورځ پاکستان ترینه په ظلم او تیري کې ډیر مخکې روان دی.
دی هوایې بریدونه کوي، چې په کې وژل شوي کسان، ټول ملکي وګړي دي، چې زیات شمیر یې ماشومان او ښځې دي. تر اوسه د کوم طالب، یا وسله وال وژنه نه ده تائید شوې.

د پاکستان وحشي بریدونو په لړ کې، داسلم خان په نوم دا زلمی شاعر چې د پاکستان له بریدونو یې خپله ویدیو څو ساعته مخکې خپره کړې وه ، په اسمانې رنګه، خامکي غاړې جامو کې ښکاري او داسې ورسره لیکلې و:«له دې کلي مو کډه وکړه، ژوند لنډ دی، ما ټول بښلي او تاسې هم ما وبښئ.»
اسلم خان سائیل چې پر تیک تاک د پکتیا وال په نوم پيژندل کیده، د څمکنیو پر ولسولۍ، د پاکستان په دویم هوایې برید کې ووژل شو.
د پاکستان داسې بې باکه وحشي، ظالمانه او زړورو بریدونو تر شا څو لاملونه شتون لري.
۱ ـ په افغانستان کې واک ته رسیدلي طالبان، د پاکستان په خوښه چلیږي په خاص ډول، د دوی مشران او له ولس مخ پټی مشر ملا هیبت خان.
د دوي ځینې لوړ پوړي چارواکي ویل کیږی چې د پاکستان پر صد دي. لکه د دفاع وزیر ملا یعقوب، په لومړي سر کې د پاکستان هوایې بریدونو ته غبرګون وښود،چې ژر د ملا هیبت الله له خوا د ملا یعقوب په داسې څرګندونو بندیز ولګیده او هغه ته ګوت څنډنه وشوه، چې له داسې خبرو ډه ډه وکړي.ځکه خو په دومره سپین سترګئ او جرات د هیواد هوایې حریم نقصوي. لکه اوس مهال پر طالب چارواکو خپل اغیز لري، د ښوونځیو تړل او ورته چارې هم د دوي په خوښه روانې دي او د طالبانو لوړ پوړي جارواکي د پاکستان په خوښه دا هر څه تر سره کوي.
۲ ـ پاکستان په دې بریدونو سره په دغه هیواد کې دننه، د نړیوالو پام د دوی،له ناامنئ، شړیدلی اقتصادي وضعیت، د عام ولس نارضایتي او ویجاړ بشری ناورین څخه اړوي، د دغه ستونځو د حل له پاره اقدام نه کوي او په هیواد کې دننه هم د ولس پام د افغانستان پر لور را ګرځوي، چې پر بیوزله افغانانو مرګوني هواي بمبارد کوي.ځکه هغوي پوهیږي چې لاس یې بر او طالب چارواکي یې پر وړاندې کلک ځواب ورکول نه غواړي.
۳ ـ
پاکستان د امریکې خوشالولو له پاره پر افغانستان هوایې بریدونه کوي،چې د امریکي ولسمشر یا نور په افغانستان کې د خپلو پاتې شویو وسلو له پاره اندیښنه لري او دوي پر افغانستان د بریدونو جرآت اخلي. څارونکي وایې،جې پاکستان د خپل جوړښت راهیسې، په افغانستان کې د هر ډول ارامي او پرمختګ تر مخ خنډ دي،
که په افغانستان کې واکداران د وګړو ژوند نه شي خوندي کولی، بیا د واک لرلو دعوه څنګه کوي، په داسې حال کې چې د ګاونډي خونړیو، بریدونو مخنیوی نه شي کولی.
دا چې په افغانستان کې د واک پر ګدۍ ناست بې مسولیته ملایانو، د ټولنیز ژوند پرمختګ لپاره د رڼا هر ډول څرک تیاره کړی او دا لړۍ لا روانه ده.
او یا لکه چې افغانانو لپاره د نړیوالو انساني احساس مړ شوی چې وژنه او له منځه وړنه یې کوم ارزښت نه لري.
دلته اوس پوښتنه دا ده، چې ایا د بشري حقونو لپاره کومه ټولنه یا اداره شتون لري، چې داسې په ظالمانه ډول، بیګناه انسانان د مرګ کندې ته ټیل وهل کیږې.
نن د بیوزله افغانانو په وژنه ولې نړۍ خاموشه ده؟ تر اوسه هیڅ غبرګون نه ښکاري.دا به کوم درد دوا کړي، چې یو یې وغندي او بل پرې اندیښنه ښکاره کړي.
رغنده او بیړنې اقدام دا دی، چې د افغانستان امنیتي چارواکي، پولیس او نورې اړوندې ادارې مسولین، د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ټولنې استاذي، د پيښې ځاي ته لاړ شي،د قریاني شویو حال مستند کړي او را پور د بشري حقونو لوړ پوړو مسولینو او اړوندو ادارو او بیا نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.