ګلروپۍ

هاجره حرکت

30

زموږ د کلي جينکو په منځ کې، بيا يوه بله خبره توده شوه، چې ګاونډ ته مو يوه نوې کډه راغلي وه.

په ټکنډه غرمه کې موږ ټولې د ويالې پر غاړه ناستې او د دوبې په دې توده ورځ کې مو، خپلې پښې په اوبو کې ايښې وې. د ويالې تر څنګ د شنو شفتلو پټي کې بزګر په ريبلو بوخت و او ورسره، د نورو وحشي ګلانو بوي مستونکی و.

په دې شیبه کې، سرلوخې، په داسې حال کې چې د ويالې، په سړو اوبو کې لاس تر څنګل پورې ښکته کړی و، په موسکا سره يې موږ ټولو پنځه تنه همزولو ته وکتل، داسې يې کړه:

اي خبرې ياستئ، چې علاقه دار کاکا خپلې ځمکې ته نوی بزګر نيولی دی. پنځه واړو جينکو په يو اواز پوښتنه وکړه؟

څوک دی او علاقه دار کاکا خو بزګر درلود. هغې کړه:

دا يوه مياشت وشوه او تاسې لا خبرې نه ياستئ.

موږ د ويالې پر غاړه خپل سرونه راوړاندې او غوږونه سره نږدې کړل. سرلوخې چې له موږ نه يې، عمر يوه دوه کاله زيات وو، خپله ټنده تروه کړه او داسې يې کړه:

 دا څه وايې؟ تاسې تر اوسه نه يې خبرې او د بزګر ښايسته لور مو نه ده لیدلې.

له دې خبرې سره يې مخامخ وکتل، زموږ سترګې بې اختياره په هغه لور واوښتې.

په پاخه عمر کې يوه ښځه،چې دوه کلنه ماشومه يې په غيږ کې وه او بله، ښکلې پيغله ورسره روانه وه.

زموږ په منځ کې د خوشالۍ ولوله پورته شوه، همدا يادوې. هغې کړه هو کنه، تاسې لا تر اوسه نه وه ليدلې. په يو اواز مو وويل:

دا له کومه راغلې ده؟

 سرلوخې مو په ځواب کې کړه:

د  دې جېنۍ نوم ګلروپۍ دی. په همدې خبرو، خبرو کې ګلروپۍ، چې نرۍ دنګه ونه او ښکلو سترګو یې، زموږ پام ځانته واوړه وو، تر څنګ مو تيره شوه.

 پوخ سور رنګه د خاصې پوړنې يې په سر و او د ويښتانو کوڅۍ تر ځنګنونو رسیدلې. سرلوخې د ګلروپۍ په هکله خبرې په داسې ډول وکړې، چې له موږسره يې د هغې د پوره پيژندنې تلوسه ډيره کړه او  ترينه چاپيره

شو،لا مو پوښتله، سرلوخه د ګلروپۍ په ستاينه نه مړيده او همداسې غږيده، نورې ډيرې خبرې يې وکړې، خو دا يې زياته کړه:

د علاقه دار کاکا دوي د بزګر کلا ته يې کډه له کومې وړاندې سيمې راوړې ده، ټوله ورځ په کلا کې، له خپلې مور سره د کور په کارونو کې بوخته وي او يوه شيبه له مور څخه نه بېليږې.

د غرمې تنورونه لمبه شول او ټولې جینکۍ د کورونو په لور خورې شوې. مازديګرمهال و، چې زموږ د کلا دروازې ځنځير وشرنګيده، زه د انګړ په منځ کې د توت ونې لاندې، پر ايښې کټ ناسته وم، زه لا پورته کيدلم، چې له ما کشر لس کلن ورور مې دروازې ته منډه کړه او هغه يې پرانيسته.

يو غر شو، ټولې جينکۍ د انګړ منځ ته راغلې، زه هکه پکه شوم، چې خبره څه ده، په دې شيبه کې، سرلوخې زما غوږ ته خوله نږدې کړه او داسې کړه:

ځه چې ځو! د ګلروپۍ ليدلو ته. ما وويل:

دومره تادې په څه کې ده؟ هغې په موسکا سره کړه:

خبره نه يې چې زما ورور اوس د سربازۍ دوه کلنې دورې نه کور ته راستون شوی. مور مې ورته جينۍ لټوي. همدا ګلروپۍ به ورته په نښه کړو.

سرلوخه مې شاته ټيله کړه او داسې مې ورته وويل:

ته بوډۍ اوس دومره شوې چې ورور ته ښځه لټوې. هغې زما پر خوله لاس کيښود او زه يې د ځان خواته نږدې کړم، داسې يې کړه:

 يره ته خو په سیند کې د لاهو کولو يې. زه کومه مشره خور او يا ترور نه لرم، همدا زه او مور مې يوو. څلور ورونه مې دي، مور مې راته همدا خبرې په غوږ کې شرنګوې، چې کومه جينۍ دې وليده، نو ژر مې خبره کړه.

زه چې خبرو وهڅولم، مور مې، په ګنډلو بوخته وه، له همدې شيبې مې ګټه پورته کړه او په بيړه، د کلا په لور له خپلو همزولو سره روانه  شوم. هغوي خوارانې هم چوپ چاپ روانې وې.

د کوڅې په هغه بله خوا کې د علاقه دار کاکا دوي کلا تر څنګ يې د بزګرانو کلا وه. موږ يې دروازې ځنځير وشرنګوو. له يو څه ځنډ وروسته د کلا دروازه پرانيستل شوه او د ګلروپۍ تنکۍ زلمې ورور په دروازه کې راښکاره شو. سرلوخه وروړاندې شوه، په غلي اواز يې وويل:

موږ ګلروپۍ ته راغلي يوو. هلک ژر په ستنه شو او ګلروپۍ ته يې اواز وکړ:

راشه روپۍ! چې جينکۍ درته راغلې دي.

ګلروپۍ په بيړه زموږ خواته راغله او په خندا سره يې زموږ هر کلی وکړ. سرلوخې کړه:

ګلروپۍ موږ همدلته د ویالې پر غاړه راټوليږو، ته هم راوځه چې خبرې اتری سره کوو او ښه به مو ساعت تېر وي.

هغې خپلې اوږدې کوڅې شاته واړولې او پر ګلابي مخ يې سرخي وغوړيده. په ناغه دارو سترګو کې پوښتنې وې. په غور يې موږ ته وکتل او بيا يې وويل:

زه د ماشومانو له کرارولو نه وزګاريږم. سرلوخې کړه:

زما هم وروته واړه دي، خو مور مې پالنه کوې.

هغې له حيا نه په ډکو کتلو سره کړه:

دا خو مې خپل بچي دي.

زموږ د اوه واړو د هرې يوې .له خولې، يو غږ پورته شو:

 څه دا ستا بچي دي؟

دلته يې مور تر شا راښکاره شوه او زموږ پوښتنو ته يې د پاې ټکی کيښود.د ګلروپۍ پلار دا څلور کاله مخکې مړ شو او د دې د پلار تربوران، دوه ورونو، زه او زما دولس کلنه لور، ګلروپۍ په نکاح کړه.

دا دې ګلروپۍ اوس د دوه و ماشومانو مور ده، چې ستاسې له ډلې وتلې ده.

پاې

نړۍ سپوڼ نه وهي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.