نړۍ سپوڼ نه وهي
ویره خپریږي نړۍ سپوڼ نه وهي
ده نړیدونکو بوړبکیو پر کنډو ولاړه
د پسرلي له زړه، عطرینو څپو وږم تللی
باروتو بوی ترینه جاپیر دی، فضا سوې سوکړه
د شپې تیاره شوه بوګنونکې
او د ژوندون بیړۍ کې
ساه کانې ډوبې، چاپیریال خپسۍ
ترینه چاپیره، مینه ناکې سترګې جل وهلي
نازکې هیلې لا غوټۍ نه شې چې ورژیږې
په بشري حس کې بیا هره هڅه شنډه پاتې
نوي او نوې او بیا نوي بلا وزیږوې
زور ځواک لګیا دی، د ژوند لار شنډوي
د حریصانو ککرۍ له ظلم زور اخلي
د زور زیاتي کچه ده پورته، درومي
پر للمه شین نه شو غنم،چې پرې باران اندېر شو
مینې له زړونو ګډه وکړه او ساړه پاتې دي
انسان د ژوند پر اندېښنو ډوب شوی
لیونتوب هم له حد اوښتی، زور واک زور اخلي
د بیوزلۍ او بدحالۍ، په حال کې ښکیل شو بنده
دجال راتګ ته لار نږدې، ښکاري
کائینات هک پک، نړۍ سپوڼ نه وهي
کائینات هک پک، نړۍ سپوڼ نه وهي
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.