افغانستان ولې نه جوړېږي؟ ملت قرباني ورکوي، خو سیاسي ماشومان لا هم لوبې کوي!
کله کله له ځانه پوښتنه کوم چې زموږ د افغانستان ګناه څه ده چې له دومره قربانیو وروسته هم د ارام ژوند خاوند نه شو؟ دې خاورې څومره ځوانان له لاسه ورکړل، څومره میندې یې بورې شوې او څومره ماشومان د خپل پلار له سیوري بېبرخې شول. ولس هر ځل د یوه ښه سبا په هیله تېرې ورځې هېرې کړې، خو له بده مرغه، زموږ د ډېرو ستونزو بڼه لا هماغسې پاتې ده.
زما په فکر، زموږ د هېواد یوه لویه ستونزه دا ده چې ځینې کسان سیاست د مسؤلیت پر ځای د لوبې په سترګه ګوري. ځانونه مشران بولي، خو د مشرتابه دروند بار نه شي پورته کولای. د ولس د خدمت خبرې کوي، خو چې د عمل وخت راشي، بیا هر څوک د خپل مقام او خپلې ګټې په فکر کې وي. همدا خلک دي چې د هېواد مهمې مسئلې د شخصي سیالیو قرباني کوي سیاسي ماشومتوب همدا دی چې یو څوک د خپلې خبرې پر سموالي دومره ټینګار وکړي چې د نورو نظر ته هېڅ ارزښت ورنه کړي. که واک ورسره وي، ځان تر ټولو هوښیار ګڼي؛ که واک ترې لاړ شي، بیا هر څه ورته ناسم ښکاري. نه خپله تېروتنه مني او نه له تېرې تجربې څه زده کوي. په داسې سیاست کې د ولس برخلیک هېرېږي او د هېواد راتلونکی د څو کسانو د اختلافونو تر سیوري لاندې پاتې کېږي خو یوازې سیاستوال ملامتول هم انصاف نه دی. موږ ولس هم باید له ځانه پوښتنه وکړو چې ولې د ځینو کسانو ملاتړ د هغوی د کړنو پر ځای د قوم، ژبې او شخصي اړیکو له مخې کوو؟ ولې د خپل خوښې مشر تېروتنه پټو، خو د مخالف کس هر کار ته د شک په سترګه ګورو؟ که یو څوک زموږ له ډلې وي، هره خبره یې سمه نه ده؛ او که له بلې ډلې وي، هره خبره یې ناسمه نه ده.
تر هغه چې موږ د اشخاصو پر ځای اصولو ته ارزښت ورنه کړو، د سیاست په ډګر کې به هماغه پخوانۍ ستونزې تکرارېږي. مشر باید د خلکو د پوښتنو ځواب ووایي، خپلې تېروتنې ومني او د هېواد ګټې تر خپلې ګټې لوړې وګڼي. څوک چې د نیوکې زغم نه لري، د مشرتابه د مسؤلیت په اړه باید له ځانه جدي پوښتنه وکړي.
بله مهمه خبره سوله ده. موږ ټول د سولې خبرې کوو، خو سوله یوازې په خبرو نه راځي. سوله هغه وخت ټینګېږي چې د خلکو حقونه خوندي وي، عدالت موجود وي، ځوانان د کار فرصت ولري او ماشومان په ډاډه زړه ښوونځي ته ولاړ شي. که سیاستوال د خپلو اختلافونو د حل لپاره خبرو ته کېناستلای شي، ولې باید یو ولس د هغوی د سیالیو قرباني شي؟
زموږ هېواد تعلیم ته اړتیا لري، عدالت ته اړتیا لري او داسې مشرانو ته اړتیا لري چې د ولس درد درک کړي. موږ باید خپل اولادونه په علم وروزو، د هرې خبرې حقیقت معلوم کړو او د چا د نوم او شعار پر ځای د هغه کړنې وارزوو. که دا فکر بدل نه شي، یوازې د څېرو په بدلولو به زموږ ستونزې حل نه شي.
زه دا نه وایم چې زموږ په هېواد کې ټول سیاستوال یو شان دي، خو دا وایم چې هر څوک د مشرتابه دعوه کوي، باید د خپلې دعوې ثبوت په عمل کې وړاندې کړي. ولس نور د تشو ژمنو پر ځای عملي بدلون ته اړتیا لري. خلک ډوډۍ، کار، امنیت، تعلیم او عزت غواړي؛ نه دا چې هره ورځ د سیاستوالو د اختلافونو نوې کیسې واوري یوه خبره باید هېره نه کړو: افغانستان د څو کسانو شخصي ملکیت نه دی. دا زموږ د ټولو ګډ کور دی. که یو سیاستوال تېروتنه کوي، باید نیوکه پرې وشي؛ که ښه کار کوي، ملاتړ یې وشي. نه ړوند مخالفت ګټه لري او نه ړوند ملاتړ ملت قرباني ورکوي، نو سیاستوال باید مسؤلیت واخلي. ولس د سولې هیله لري، نو مشران باید د تفاهم لار خپله کړي. افغانستان نور د سیاسي لوبو زغم نه لري؛ دا هېواد داسې خلکو ته اړتیا لري چې د واک د ترلاسه کولو تر څنګ د هېواد د جوړولو فکر هم ولري زما هیله دا ده چې یوه ورځ به زموږ په هېواد کې د سیاست معیار دا نه وي چې څوک د چا مخالف دی، بلکې دا به وي چې چا د خپل ولس لپاره څه کړي دي. هماغه ورځ به د افغانستان د رښتیني بدلون پیل وي.
په افغانستان کې فرهنګي جهالت
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320