اقتصادي وده له کوم ځایه سرچینه اخلي؟

ژباړن: صلاح‌الدین حمید

30
لیکوال: شاهین کارخانه / ژباړن: صلاح‌الدین حمید
ـ د اقتصاد په ماشین کې د حرکت او ودې اصلي انجن «اقتصادي بنسټ» دی.
اقتصادپوهان تل د اقتصادي ودې د اهمیت په اړه خبرې کوي. همدارنګه په خبرونو، رسنیو، ټلویزیوني خپرونو، ورځنیو تحلیلونو او د دولتي چارواکو یا د پارلمان د غړو په څرګندونو کې اورو چې «دولتونه باید اقتصادي وده رامنځته کړي»، «دولت باید د تولید ماشین په حرکت راولي» یا «د دولت اقتصادي سیاستونه باید د تولید او کارموندنې د زیاتوالي لامل شي».
دا جملې دومره تکرار شوې دي چې په پایله کې یې دا باور یې رامنځته کړي چې ګواکې دولت کولای شي تولید زیات او اقتصادي وده رامنځته کړي. دغه باور د خلکو په ذهنونو کې دومره ریښې غځولې دي چې کله اقتصادي رکود رامنځته شي یا د خلکو د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا کمه شي، نو د «اقتصادي ودې، تولید او کارموندنې د رامنځته کولو» په برخه کې د دولتونو پر کم‌کارۍ، بې‌پلانه عمل یا د خپلو دندو پر نه ترسره کولو د ملامتیا ګوته نیول کېږي.
خو د اقتصاد د علم له نظره، دولتونه نه د اقتصادي ودې د رامنځته کولو وړتیا لري او نه هم اساساً دولت د اقتصادي ودې سرچینه او اصلي ځای دی. د اقتصادي ودې واقعي سرچینه، اصلي مرکز او محرک ځواک له «اقتصادي بنسټ» او د فردي او متشبثانه پرېکړو له نوښت‌ ډک جوړښت پرته بل څه نه ده.
اقتصاد څنګه وده کوي؟
په ساده ژبه، اقتصادي وده دې ته وايي چې یو هېواد وکولای شي له هماغو محدودو امکاناتو او سرچینو څخه چې مخکې یې لرل، داسې توکي او خدمتونه تولید کړي چې د انسانانو لپاره ډېر ارزښت ولري یا د هغوی اړتیاوې په ښه او پراخ ډول پوره کړي. په بل عبارت، اقتصادي وده په دې معنا ده چې د خلکو ژوند هوسا، د کیفیت له پلوه ښه او له لا زیاتو فرصتونو او شتمنیو څخه برخمن شي. دا هغه وخت رامنځته کېږي چې یا د محدودو سرچینو د ترکیب لپاره نوې لارې پیدا کړو، څو ډېر توکي او خدمتونه وړاندې شي. یا نوي توکي رامنځته کړو چې د ژوند د کیفیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي، او یا هم د تولید بهیرونه دومره اغېزمن او موثره کړو چې د توکو او خدمتونو د تولید لپاره لږ وخت او انرژي ولګول شي.
اوس اساسي پوښتنه دا ده: دا نوښتونه، د فرصتونو پېژندنه او د سرچینو دغه نوي ترکیبونه په کوم ځای کې رامنځته کېږي؟ آیا په وزارتونو او دولتي ادارو کې، که د بازار په زړه او اقتصادي بنسټونو کې؟ له شک پرته ځواب یې اقتصادي بنسټونه دي.
اقتصادي بنسټ هغه ځای دی چې د میلیونونو انسانانو خپره شوې پوهه، غوښتنې، اړتیاوې او بېلابېل استعدادونه له یو بل سره مخامخ کېږي. زموږ شاوخوا نړۍ په دوامداره توګه د بدلون په حال کې ده، د خلکو ذوقونه هره ورځ بدلېږي، نوې ټکنالوژۍ رامنځته کېږي، د اړتیا وړ سرچینې کمېږي او زیاتېږي، او راتلونکی تل له ابهام او نامعلومو شرایطو سره مل وي. په داسې بدلېدونکې او له نامعلومو شرایطو ډکه نړۍ کې، هېڅ یو واحد مرکز یا بنسټ دا ادعا نه شي کولای چې له ټولو معلوماتو، شواهدو او ويشلي پوهې څخه خبر دی.
اقتصادي پوهه کوم واحد فورمول یا کره احصایوي جدول نه دی چې د یوه وزیر یا د یوې ادارې د مدیر پر مېز پروت وي. بلکې دا ضمني، سیمه‌ییزه او د وخت له شرایطو سره تړلې پوهه ده او د هغو کسانو ترمنځ خپره ده چې په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې برخه لري.
همدلته د اقتصادي بنسټ او متشبث رول څرګندېږي. متشبث هغه څوک دی چې د نامعلومو شرایطو او پرله‌پسې بدلونونو په منځ کې د خطرونو په منلو سره، پټ فرصتونه کشفوي. هغه باید وویني چې د یوې ځانګړې سیمې خلک کوم شي ته اړتیا لري چې لا تر اوسه نه دی تولید شوی، یا د تولید کومه طریقه کولای شي لګښتونه راکم کړي. متشبث د راتلونکي په اړه داسې لیدلوری رامنځته کوي چې نور خلک یې لا تر اوسه نه لري.
متشبث د خپلې یا د نورو د پانګې خطر په ځان مني، شته محدود امکانات سره راټولوي او یوه «تصدۍ» جوړوي. په حقیقت کې، اقتصادي بنسټ یا تصدۍ هغه چوکاټ دی چې اقتصادي آزمايښتونه او د تېروتنو له لارې زده کړه پکې ترسره کېږي.
هر اقتصادي بنسټ د راتلونکي په اړه یوه فرضیه ده، داسې فرضیه چې وايي: «که موږ دغه سرچینې په همدې ځانګړې بڼه سره یوځای کړو، خلک به چمتو وي چې د دې محصول یا خدمت لپاره داسې بیه ورکړي چې د لومړنیو سرچینو د ټول لګښت په پرتله لوړ وي.»
که دا فرضیه سمه ثابته شي او خلک نوي توکي یا خدمت خوښ کړي، اقتصادي ګټه رامنځته کېږي. اقتصادي ګټه په حقیقت کې د خلکو د اړتیاوو د سمې پېژندنې او د ټولنې د کمیابه سرچینو د غوره کارونې انعام دی. ګټه ښيي چې اقتصادي بنسټ توانېدلي د لومړنیو سرچینو ارزښت لوړ کړي او د هېواد په اقتصاد کې پر شته ارزښتونو یو نوی ارزښت ورزیات کړي.
خو که فرضیه ناسمه وي او خلک دغه توکي ونه غواړي، تصدۍ له زیان سره مخ کېږي. زیان په اقتصاد کې د تودوخې د معلومولو د یوې وسیلې په څېر دی چې پیغام ورکوي: «سرچینې مه ضایع کوه! دغه ترکیب کافي ارزښت نه رامنځته کوي.»
د تېروتنې د امکان منلو او د پرله‌پسې اصلاح دغه میکانیزم هماغه څه دي چې واقعي شتمني رامنځته کوي. تصدۍ په دوامداره توګه د راتلونکي اټکل کوي، نوي طرحې آزمويي، له ناکامیو سره مخ کېږي، خپلې کړنې اصلاح کوي او بریا ترلاسه کوي.
ولې دولت نه شي کولای اقتصاد ته وده ورکړي؟
دولت بیا په بشپړه توګه متفاوت جوړښت لري. دولتي یا حکومتي بنسټ د مرکزي پرېکړو د کولو، د قانون د ټینګښت او د واک د پلي کولو بنسټ دی، نه داسې بنسټ چې د فرصتونو د کشف او د خطر منلو لپاره جوړ شوی وي.
دولتي چارواکي نه خپله شخصي پانګه له خطر سره مخ کوي او نه هم د هغوی شخصي ګټه او زیان د خپلو پرېکړو له پایلو سره تړاو لري. که یوه دولتي پروژه ناکامه شي یا د ټولنې سرچینې ضایع کړي، هغه پروژه نه تړل کېږي، بلکې ډېری وخت د مالیه ورکوونکو له جېب څخه ورته لا زیاته بودیجه ورکول کېږي څو یې ناکامي پټه پاتې شي.
دولتونه د بازار له حیاتي نښو، یعنې واقعي ګټې او زیان څخه بې‌برخې دي. له همدې امله، دولت اساساً نه شي کولای د نوښتونو د کشف اصلي مرکز یا د اقتصادي ودې سرچینه وي.
ناسم پوهاوی له هغه ځایه پیلېږي چې خلک د «پیسو د تزریق» او «ارزښت د رامنځته کولو» ترمنځ توپیر نه درک کوي. کله چې دولت د یوې سترې پروژې بنسټ ږدي، دولتي فابریکه جوړوي یا د هېواد اقتصاد ته ډېرې پیسې تزریقوي، په ظاهره داسې ښکاري چې اقتصادي فعالیت رامنځته شوی او یو کار ترسره شوی دی. خو دا یوازې د موضوع ظاهري بڼه ده.
دولت د هر کار د ترسره کولو لپاره باید لومړی اړینې سرچینې له بل ځایه راټولې کړي. که د مالیاتو له لارې وي که د پیسو د چاپ او انفلاسیون د رامنځته کولو له لارې او يا که د پور اخیستلو له لارې.
کله چې دولت له بازار څخه سرچینې راټولوي، په حقیقت کې د هغو لسګونو او سلګونو کوچنیو تصديو د رامنځته کېدو امکانات له منځه وړي چې د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ جوړ شوی. په بل عبارت، دولت شتمني نه رامنځته کوي بلکې د تصدۍ له خوا رامنځته شوې شتمني له یوه ځایه بل ځای ته لېږدوي.
په اقتصاد کې د پانګې جوړښت او د اقتصادي ودې د رامنځته کېدو شرط
سربېره پر دې اقتصادي وده یو پېچلی او له یو بل سره تړلی جوړښت لري چې د ساختماني بلاکونو له یوه برج سره ورته والی لري. په اقتصاد کې پانګې یو شان او ساده نه دي، بلکې بېلابېلې وسیلې، ماشینونه، مهارتونه او ځمکې پکې شاملې دي چې باید په غوره او همغږې بڼه د یو بل ترڅنګ ځای پر ځای شي.
دا همغږي یوازې د بیو د سیسټم له لارې او د تصدۍ په دننه کې رامنځته کېږي. بیې تولیدوونکو ته لارښوونه کوي چې کوم شی کم دی، کوم شی زیات دی او پانګه باید کوم لوري ته هدایت شي.
کله چې دولت په دې بهیر کې مداخله کوي او هڅه کوي چې خپله د تصديو ځای ونیسي یا د تولید سیالي پیل کړي، دغه همغږي ګډوډوي.
په پایله کې، پانګه په هغو ځایونو کې مصرفېږي چې د خلکو د واقعي ژوند لپاره هېڅ لومړیتوب نه لري او د اقتصادي ودې پر ځای د سرچینو ستر ضایعات او ناسمې پانګونې رامنځته کېږي.
له همدې امله، دولت باید د یوې تصدۍ رول ادا نه کړي. د دولت دنده د ودې رامنځته کول نه دي، بلکې د هغه چاپېریال ساتنه ده چې تصدۍ پکې وکولای شي وده رامنځته کړي.
د فوټبال د لوبې ډګر په پام کې ونیسئ، دولت د لوبې د امپایر په څېر دی. امپایر خپله ګول نه وهي، توپ ته لوری نه ورکوي او د لوبډلې تکتیکونه نه طرحه کوي. که امپایر د لوبې ډګر ته ننوځي او هڅه وکړي چې خپله توپ ګول ته ورسوي، لوبه ګډوډېږي.
د امپایر دنده یوازې دا ده چې د لوبې قوانین پلي کړي، د لوبغاړو د سرغړونو مخه ونیسي او د لوبې د ډګر امنیت تأمین کړي. د ګول وهلو دنده د لوبغاړو ده. د اقتصادي راکړو ورکړو په نړۍ کې هم لوبغاړي هماغه تصدۍ او متشبثین دي.
کله چې دولت د لوبې قوانین روښانه، عادلانه او باثباته وساتي، د افرادو د مالکیت له حق څخه دفاع وکړي او اجازه ورکړي چې قراردادونه په آزادانه ډول وتړل شي، نو د ټولنې په چاپېریال کې امنیت او د راتلونکي د اټکل وړتیا بېرته رامنځته کېږي.
په داسې خوندي چاپېریال کې تصدۍ جرئت پیدا کوي چې د راتلونکي لپاره پلانونه جوړ کړي، خپله پانګه په کار واچوي، نوښتونه رامنځته کړي او خپره شوې پوهه په ارزښتناکو توکو او خدمتونو بدله کړي. همدا هغه ټکی دی چې اقتصادي وده پکې زېږي.
د اقتصادي ودې سرچینه د انسانانو نوښت او د خطر منل دي چې د تصدۍ په چوکاټ کې څرګندېږي. دغه تصدۍ هڅه کوي چې د راتلونکي په اړه خپله ناپوهي په داسې فرصت بدله کړي چې له نورو سره د مرستې او ګټې د رامنځته کولو لامل شي.
تاریخي تجربې او درسونه
د بېلابېلو ټولنو تاریخ هم ښيي چې په هر هغه هېواد کې چې دولتونو هڅه کړې د اقتصادي بنسټونو رول ادا کړي او د تولید واګې په خپل لاس کې واخلي، پایله یې له بېوزلۍ، د توکو له کمښت، انفلاسیون او د پانګې له ضایع کېدو پرته بل څه نه ده.
برعکس، په هغو ټولنو کې چې دولتونه خپل اصلي رول، یعنې د امنیت او قانون ساتنې ته ورګرځېدلي او د سوداګرۍ او تصدۍ فعالیت ته یې د ساه اخیستلو او تجربې کولو فرصت ورکړی، د شتمنۍ وده، نوښت او عامه هوساینه رامنځته شوې ده.
له دولت څخه د اقتصادي ودې د رامنځته کولو تمه لرل داسې دي لکه دا چې تمه ولرو د ترافیک قوانین او د ترافیک پولیس دې پخپله موټرونه په حرکت راولي. قوانین او څارونکي اړین دي څو د ترافیکي پېښو مخه ونیول شي او څوک له قوانینو سرغړونه ونه کړي؛ خو د موټر د حرکت انرژي او سون‌توکي د هغه له انجن څخه ترلاسه کېږي.
د اقتصاد په موټر کې هم اصلي انجن اقتصادي بنسټ او تصدۍ ده. تصدۍ د خطر منلو، د فرصتونو د لټولو، د ناکامۍ د احتمال منلو او د انسانانو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د پرله‌پسې هڅو له لارې یوازیني هغه اقتصادي بنسټ دي چې کولای شي د ټولنې اقتصاد یو ګام وړاندې بوځي.
هر کله چې دا حقیقت ومنو چې اقتصادي وده د بازار په زړه کې او د آزادو او تنوع لرونکو اقتصادي بنسټونو له لارې رامنځته کېږي، نو خپله پاملرنه به له دولت څخه د تولید د غوښتلو پر ځای، د اقتصادي بنسټونو د فعالیت لپاره د یوه خوندي او آزاد چاپېریال پر رامنځته کولو متمرکزه کړو.

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320