په ترکیه کې افغان کډوال د اقامې، روغتیايي خدمتونو او هویتي اسنادو د ستونزو د حل غوښتنه کوي
په ترکیه کې د افغان کډوالو استازو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت له لوري له لېږل شوي پلاوي سره په لیدنه کې خپلې ستونزې مطرح کړې او د اقامې د وضعیت، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او هویتي اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د کډوالو استازو ویلي، چې د اقامې د تمدید لوړ لګښتونه، د ناروغانو لپاره د ویزو نه صادرېدل، د اقامې د اسنادو لرونکو کډوالو نیول، په پنډغالو کې شته ستونزې او د هویتي او روغتیايي اسنادو ترلاسه کول په ترکیه کې د دوی له مهمو ننګونو څخه دي.
هغوی همداراز غوښتنه کړې، چې په ترکیه کې دې د افغانستان د کډوالو چارو دفتر بېرته فعال شي، څو د کډوالو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی د غوښتنو رسمي تعقیب اسانه شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د وزیر د دفتر رئیس، سعید احمد بنوري، په دې لیدنه کې ویلي، چې د کډوالو د غوښتنو د تعقیب لپاره به په افغانستان او ترکیه کې له اړوندو مسؤلینو سره خبرې وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320