نن، د سپټمبر ۸مه، د سواد نړیواله ورځ ده. UNESCO وايي چې سواد یوازې د لوستلو او لیکلو وړتیا نه ده؛ بلکې د انسان د نورو حقونو، ازادۍ، پوهې او د ښه راتلونکي لپاره بنسټ دی.
په افغانستان کې د سواد وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی. د UNESCO د ۲۰۲۵ راپور له مخې، د ۱۵ کلونو او پورته عمر خلکو یوازې شاوخوا ۳۷ سلنه باسواده دي؛ یعنې نږدې ۶۳ سلنه په دې عمر ډله کې له بنسټیز سواد څخه بېبرخې دي. د ښځو د سواد کچه لا هم ډېره ټیټه ده.
دا یوازې د ښوونځي ستونزه نه ده؛ دا د ټولې ټولنې ستونزه ده.
موږ څه کولای شو؟
– هره کورنۍ کولای شي خپل ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې، زده کړو ته وهڅوي.
– هر باسواده کس کولای شي لږ تر لږه یو بل انسان په لوستلو او لیکلو پوه کړي.
– موږ کولای شو په خپلو سیمو کې د سواد د زده کړې له کورسونو ملاتړ وکړو.
– موږ کولای شو په کلیو او لرې پرتو سیمو کې د وړو کتابتونونو او مطالعې حلقو د جوړولو هڅه وکړو.
– موږ کولای شو هغه ماشومان او لویان چې له ښوونځي پاتې دي، د زده کړې فرصتونو ته ور وپېژنو.
– ښوونکي، لیکوالان او مدني ټولنې کولای شي د کتابونو او تعلیمي موادو په برابرولو کې مرسته وکړي.
– افغانان په بهر کې هم کولای شي د کتابونو، تعلیمي پروګرامونو او آنلاین زده کړو له لارې له خپلو خلکو ملاتړ وکړي.
– که هر یو یوازې د یوه انسان لاس د کتاب پر لور ور وغځوو، د یوې کورنۍ راتلونکی بدلېږي.
– او که زرګونه کسان دا کار وکړي، ټوله ټولنه بدلېدای شي.
راځئ د بیسوادۍ پر ځای د پوهې، کتاب او زده کړې کلتور پیاوړی کړو.
سواد د هر افغان حق دی؛ زده کړه د افغانستان راتلونکی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.