د افغانستان روڼ انډه افغانانو ته وړاندیز

قاسم باز

30

د افغانستان روڼ انډه افغانانو ته وړاندیز:

د یوه نوی کاری متعهد میلګرا ګروپ تشکل په اوسنیو شرایطو کی د وخت ضرورت دی!
په افغانستان کی پخوانیو سیاسی تشکیلاتو لکه احزابو ، تنظیمونو ، قومی او سمتی ډلګیو خپل امتحان افغان ولس ته ورکړو. اوس د افغانستان هر بچی پدی ښه پوهیړی چی څوک ، څوک دی ، چا څه وکړل او څوک څه کوی ، زمونږ روڼ انده افغانان یوه خبره باید په ذهن او فکر کی ولری هاغه دا چی ازموده را ازمودن خطا است
زه په افغانستان کی د ملی مشارکت مخالف نه یم ولی د داسی ملی مشارکت چی په هاغه کی پخوانی وطن پلورونکی حزبونه ، تنظیمونه ، قومی دلګی لکه د نظار شورا ، دوستمی ملیشی او ایرانی فاطیمون برخه ولری سخت مخالف یم . ځکه چی دی ګروپونو خپل امتحان ورکړی دوی ته ملی منافع هیڅ ارزش نلری ، که په اینده کی دوی بیا هم په سر د قدرت او اقتدار راشی دوی به بیا هم د پخوا په شان د خپلو شخصی ګټو لپاره کار وکړی.
ملیګرایانو : حالات په ډیری چټکی او سرعت سره په مخ روان دی جهانی وضعه هم یو د بلی ورځی څخه د بین المللی کړکیچ په لور یا خوا روانه ده که په داسی حالاتو کی د افغانستان ملی قشر ځان منظم او سمبال نکړی د تاریخ د کاروان د بهیر څخه روسته پاتی کیږی میدان به نورو لډرانو ته شغالی او خالی شی.
په اوسنی شرایطو کي د افغانستان ملی او چیز فهمه قشر باید د یوه ملی ډیالوګ له لاری د خوشنامه افغانانو په راجمع کولو سره دا ملی ابتکار پلاس کی واخلی او خپل هیواد د اینده ناخوالو څخه وژغوری، پوهیږم چی دا کار او دا ملی ارمان یوه ورځ یا شپه تر منځه نه پوره کیږی بلکه زیات کار، فعالیت او حوصلی ته ضرورت لری.
خوشبختانه افغان ملت تر اوسه ډیر عالی او منور کدرونه ، ملی او زړه سواند دانشمندان چیز فهمه باسواده قشر لری چی ددی کار د عهدی وتلای شی ، اوس ددی وخت رارسیدلی چی دا ملی او زړه سوانده افغانان په یوه ټغر راجمع شی او د راتلونکو بد مرغیو مخه ونیسی. زه د ااا سره کوم شخصی ، مخالفت او مشکل نلرم ولی د دوی د بعضی کړنو سره سخت اختلاف او دا هم په زغرده وایم چی د دوی د ځنو ملت پالو موجودیت په راتلونکو وختو کی هاغه هم په دفاعی او عدلی سکتور کی ضروری بولم.

ګرانو ملی فکره افغانانو : د افغانستان په تاریخ کی پدی هیواد ډیر بد حالات راغلی او تیر شوی خو ريښتیا خبره داده چی دا ملک او ملت اصیل بچیان لری داسی بچیان چی هغوی به یوه ورځ د خپل ملک دا ماته کشتی د امن ساهل خوا ته رسوی.

دلته غواړم یوه خبره واضح کړم هاغه دا چه ، په ملی نظامونو کی کار اهل کار ته سپارل کیږی. همدارنګه په ملی نظامونو کی زیاتو ته زیاته او کمو ته کمه برخه ورکول کیږی ، نه دا چی هاغه چا چی ډیر چور، تالان او چپاول کړی باید زیاته برخه ورکړل شی په افغانستان کښی ټول قومونه محترم او د قدر وړ شخصیتونه لری.
زما په نظر او اند .

که د تاجک د قوم په نمایندګی د احمد مسعود یا امرالله صالح پر ځای ، استاد فیض الله جلال، استاد حقانی، یا بل خوشنام شخصیت راشی دا به بد کار وی.

همدارنګه ، که د محقق ، خلیلی یا سرور دانش پر ځای جناب داکتر بشر دوست یا پروفیسور استاد قاسمی راشی دا به ښه انتخاب نه وی.

که د ازبک د قوم د عبدالرشید دوستم په ځای پروفیسور استاد داکتر عبدالستار سیرت راشی دا به بد انتخاب وی.

که د سادات د قوم په نماینده ګی جناب استاد داکتر سید عبدالله کاظم راشی ایا دا به بهترین انتخاب نه وی .!
او که د پشتون د قوم په نمایندګی پروفیسور انورالحق احدی ، پروفیسور علی احمد جلالی ، داکتر فاروق اعظم او کاندید اکادمیسین اعظم سیستانی راشی دا به بده وی ، ابدآ نه .

تر څو به مونږ پر بدو چټلو قاتلو چوراهیدو او بوجیدینو اشخاصو ټینګار کوم. سلام.

۲۰۲۶/۱۳/۷

به افتخار یاد بود زینب داود، خانم شهید سردار محمد داودخان

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.