‎د لمر غاړه کې اوبه شو

هاجره حرکت

30
‎لـکـه واوره د لـمـر غـاړه کې اوبـه شــو
‎موږ لویـدلـو کې له هر لورې پاخـه شــو
‎محبت سپيڅلی څرک له ژوند ورک شوی
‎تش ژوندون شولو، په زړونو کې واړه شو
‎د خـیـالونو هـغـه لوړ مـزي را لـنـډ شــو
‎احساسات د خوږ زړګي له موږ په تله شو
‎د جـانـان او د ارمـان خــبـرې هــېـرې
‎بې دردۍ پر سپېره ډاک باندې ویده شو
‎د لـوړ بــرم او د دستـار سـرونـه تـللي
‎له بـاور او نـږدیـتـوب لـري سپیره شو
‎وچـه للـمه کې یـې وچ تـخم راشیـن کړ
‎د باران څاڅکی به ژوند شو وریـده شو
‎پـه ودونـو مـو تـر سـهـاره وې سنـدرې
‎موږ به مینې په نوم سترګو ته رانجه شو
‎د مـشـرانـو پر جـرګـو بـه سره یـو وو
‎د ګاونـډ د دسیـسو پـر لاره پـړه شـــو
‎د اټـکل او انـګېـرنـې حـس اسمـان کـې
‎کوز پر خپله ځمکه هر لور ته ړانده شو
‎هاجـرې لوړو تـاترو یـوو اوسیدونکي
‎پورته غرونو  پر سرونو به راشنه شو

 

بی دفاع افغانان او د پاکستان وحشت

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.