ښځه د ټولنې رڼا ده؛ د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی بس کړئ

واصل عمر

0 31
نن غواړم پر یوې ډېرې مهمې، حساسې او انساني موضوع خبرې وکړم. هغه موضوع د ښځو حقونه او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دی.
ښځه که مور ده، که خور ده، که لور ده او که مېرمن ده، په هر حالت کې د عزت، درناوي او انساني حقونو وړ ده.
ښځه یوازې یوه کلمه نه ده؛ ښځه د یوې ټولنې نیمایي برخه ده، ښځه د کورنۍ بنسټ دی، ښځه د مینې، مهربانۍ او ژوند سرچینه ده.هغه نجلۍ چې نن د خپل پلار له کوره د خپل مېړه کور ته ځي، له ځان سره زرګونه هیلې او ارمانونه لري. هغه په دې امید واده کوي چې یوه ورځ به خپل کور ولري، خپل خاوند به ولري، اولادونه به ولري او په ګډه به د ژوند ستونزې او خوشحالۍ زغمي.
خو له بده مرغه، ځینې نارینه د یوې ښځې دغه ټولې هیلې په خپلو لاسونو خاورې کوي.
هغه ښځه چې له خپل پلار، مور، ورور او خور څخه جلا شوې، د یوه نوي ژوند د جوړولو په هیله یې واده کړی، ولې باید په خپل کور کې د وهلو، ټکولو، سپکاوي او ظلم قرباني شي؟
ایا ښځه د دې لپاره واده کوي چې هره ورځ ووهل شي؟ ایا ښځه د دې لپاره د خپل پلار کور پرېږدي چې د یوه انسان د ظلم او زور قرباني شي؟
ګرانو دوستانو!
اسلام د ښځو د عزت، درناوي او حقونو په اړه واضح لارښوونې لري. په اسلام کې ظلم، سپکاوی، زور زیاتی او د بل انسان د حقونو تر پښو لاندې کول ناروا دي.
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
«وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ»
ژباړه: له خپلو ښځو سره په ښه طریقه او نېک چلند ژوند وکړئ.
نو ته چې ځان مسلمان بولې، څنګه د خپل دین هغه لارښوونې له پامه غورځوې چې د خپلې مېرمنې د عزت او درناوي غوښتنه کوي؟
څنګه د خپلې مېرمنې پر مخ څپېړې وهې، په سپکو الفاظو یې یادوې او د هغې انساني شخصیت تر پښو لاندې کوې؟
که یوه ښځه د خپلو حقونو غوښتنه کوي، دا بې‌حیایي نه ده. که یوه ښځه د ظلم پر وړاندې خپل غږ پورته کوي، دا بې‌غیرتي نه ده. دا د خپل انساني حق غوښتنه ده.
زموږ په ځینو ټولنو کې له بده مرغه، کله چې یوه ښځه د ظلم پر وړاندې غږ پورته کړي، ځینې خلک ورته د بې‌شرمۍ او بې‌حیایۍ الفاظ کاروي.
ولې؟
ولې د ظالم پر ځای مظلومه ملامتوو؟
ولې د هغه سړي پر ځای چې خپله مېرمن وهي، د هغې ښځې عزت تر پوښتنې لاندې نیسو چې د خپل حق غوښتنه کوي؟
غیرت دا نه دی چې خپله مېرمن ووهې؛ غیرت دا دی چې د هغې عزت وساتې!
که ته ځان نارینه بولې، نو د خپل وطن د سرحدونو دفاع وکړه.
که ته ځان نارینه بولې، د یتیمانو، کونډو، مسکینانو او بې‌وزلو د حقونو دفاع وکړه.
که ته ځان نارینه بولې، د هغو نجونو د تعلیم حق وغواړه چې د ښوونځیو دروازې یې تړل شوې دي.
که ته ځان نارینه بولې، د خپلې خور ملاتړ وکړه، د هغې میراثي حق ورکړه او د هغې د راتلونکي لپاره مبارزه وکړه.
که وس دې وي، خپلې خور ته ډالۍ واخله، د هغې خوشحالي خپله خوشحالي وګڼه.
خو دا کوم غیرت دی چې یو سړی د خپلې مېرمنې پر وړاندې اتل وي، خو د وطن د دفاع، د مظلوم د ملاتړ او د بې‌وزلو د حقونو پر مهال چوپ وي؟
ګرانو پښتنو!زموږ د پښتو عنعنات د عزت، ننګ، مېړانې، جرګې، سولې او درناوي خبرې کوي. نو ولې ځینې کسان د همدې عنعناتو تر نوم لاندې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي؟
موږ باید خپل کلتور د عدالت، انسانیت او درناوي په رڼا کې وساتو.
له بده مرغه، په ځینو کورنیو کې د میراث او جایداد پر سر خویندې له خپلو حقونو محرومېږي. ځینې ښځې کلونه کلونه په کورونو کې بندې ساتل کېږي. ځینې نارینه خپلې مېرمنې وهي، ځوروي او حتی د هغوی پر وړاندې د چاقو او نورو خطرناکو وسایلو څخه کار اخلي.
ځینې ښځې د کلونو کلونو ظلم زغمي، ځکه د خپل پلار کور ته د بېرته تګ ځای نه لري، ورور یې ملاتړ نه کوي او کورنۍ یې د ټولنې له خبرو وېرېږي.
ایا دا انسانیت دی؟
ایا دا د اسلام لارښوونه ده؟
ایا دا زموږ د پښتني غیرت او ننګ معنا ده؟
د ښځې وژل، وهل، ځورول او د هغې حقونه خوړل نه دین دی او نه غیرت؛ دا ظلم دی او باید مخه یې ونیول شي.
که په ګډ ژوند کې ستونزې پیدا شي، که د مېړه او مېرمنې ترمنځ اختلاف رامنځته شي، د حل لپاره خبرې، تفاهم، منځګړیتوب او شرعي لارې شته.
که ګډ ژوند نور امکان ونه لري، اسلام د طلاق اجازه ورکړې ده. خو هېڅوک حق نه لري چې د اختلاف یا خیانت په پلمه بل انسان ووژني.
قتل جرم دی او د انسان ژوند د الله تعالی له لوري ورکړل شوی امانت دی.
ګرانو دوستانو!
زه د تاوتریخوالي مخالف یم؛ ځکه تاوتریخوالی کورونه ورانوي، کورنۍ له منځه وړي، ماشومان له رواني ستونزو سره مخ کوي او ټولنې د بدبختۍ پر لور بیايي.
ښځه مور ده، ښځه خور ده، ښځه لور ده او ښځه مېرمن ده.
هغه مور ده چې د شپې تر ناوخته د خپلو اولادونو لپاره ویښه پاتې کېږي.هغه خور ده چې له ماشومتوبه یې له تا سره د ژوند خوښۍ او ستونزې شریکې کړې دي.
هغه لور ده چې د پلار د کور خوښي ده.
هغه مېرمن ده چې د ژوند په اوږدو کې ستا تر څنګ درېږي او د ستونزو پر وړاندې درسره مبارزه کوي.
نو ولې یې حقونه ترې اخلې؟
ولې یې میراث نه ورکوې؟
ولې یې له زده‌کړو محروموې؟
ولې یې د خپل ژوند د پرېکړې حق نه منې؟
2. خپلو خویندو ته د میراث شرعي حق ورکړئ.
3. خپلو لوڼو ته د تعلیم او پرمختګ زمینه برابره کړئ.
4. د ښځو پر وړاندې د وهلو، ټکولو او سپکاوي مخه ونیسئ.
5. د مظلومې ښځې ملاتړ وکړئ، نه د ظالم سړي.
6. د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې چوپ مه پاتې کېږئ.
7. د ښځو انساني، شرعي او قانوني حقونه ومنئ.
په اروپا، امریکا او نورو هېوادونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی قانوني پایلې لري. زموږ په ټولنه کې هم باید د ښځو د خوندیتوب، عدالت او حقونو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
په پای کې یوه خبره کوم:
ښځه د کمزورۍ نښه نه ده؛ ښځه د ژوند، مینې، روزنې او ټولنې د پرمختګ بنسټ دی.
راځئ، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ختم کړو. د خپلو میندو، خویندو، لوڼو او مېرمنو عزت وساتو.
ځکه هغه ټولنه چې ښځه پکې خوندي نه وي، هغه ټولنه د ریښتیني پرمختګ ادعا نه شي کولای.
زما شعار دا دی:
ښځه مه وهئ، عزت یې وکړئ!
ښځه مه محروموئ، حق یې ورکړئ!
ظلم مه کوئ، عدالت وکړئ!
غیرت د ښځې په وهلو کې نه دی؛ غیرت د ښځې په ساتلو او درناوي کې دی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply