د الله تعالی د رحمت تر ټولو ښکلې کلمه
کله چې یو انسان دې نړۍ ته سترګې پرانیزي، که نجلۍ وي او که هلک، لومړی مخ چې ویني هغه د مور مخ وي. دویمه مینه چې پېژني، هغه د پلار مینه ده.
مور یوازې یوه کلمه نه ده؛ مور د مینې، محبت، اخلاص، قربانۍ او بېپایه مهربانۍ نوم دی.
مور هغه سپېڅلې هستي ده چې له خپل اولاد څخه هېڅکله د احسان تمه نه لري. مور پر خپل اولاد احسان نه باروي، بلکې د اولاد خوشحالي خپله خوشحالي ګڼي.
زموږ مشرانو به ویل:
په کوم کور کې چې مور ژوندۍ وي، د هغه کور له دېوالونو، کړکیو، چت او ان د اسمان له لوري د الله تعالی رحمتونه راورېږي.
مور هغه نعمت دی چې ارزښت یې په الفاظو نه شي بیانېدای. الله تعالی په خپل سپېڅلي قرآن کې د مور او پلار د مقام، احترام او نېک چلند په اړه څرګندې لارښوونې کړې دي.
هغه مور چې نهه میاشتې یې خپل اولاد په نس کې ساتلی، د نیمو شپو خوب یې د اولاد د آرامۍ لپاره قرباني کړی، د اولاد د ناروغۍ پر مهال یې په روغتونونو کې شپې سبا کړې دي.
کله چې اولاد تبه ولري، مور خوب نه شي کولای. کله چې اولاد درد ولري، د مور زړه درد کوي. کله چې اولاد خوشحاله وي، د مور پر مخ موسکا غوړېږي.
نو ایا له دې لوی نعمت څخه بل لوی نعمت شته؟
په اسلام کې د مور مقام دومره لوړ دی چې په حدیث شریف کې راغلي دي: جنت د مور تر پښو لاندې دی. نو هغه انسان چې د مور خدمت کوي، د مور دعا ترلاسه کوي او د مور زړه خوشحالوي، په حقیقت کې د جنت د لارې یو لوی نعمت ترلاسه کوي.
خو، درنو دوستانو!
زما د زړه تر ټولو لوی درد دا دی چې نن ډېر اولادونه له خپلو میندو لرې دي. څوک په اروپا کې مسافر دي، څوک په سمندرونو کې دي، څوک په غرونو او ځنګلونو کې دي او څوک د ژوند د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره له خپل وطنه لرې شوي دي.
زه داسې احساس لرم چې که زما ټول عمر د مور په نوم قرباني شي، زه پرې تیار یم؛ ځکه زما مور ژوندۍ ده او زه غواړم چې زما مور په دواړو نړۍ کې خوشحاله وي.
خو افسوس!
زموږ په ټولنه کې داسې میندې هم شته چې د خپلو اولادونو د بېوسۍ له امله ژاړي. د هغوی غربت، نامعلوم برخلیک او د راتلونکي وېره یې د سترګو خوب تښتولی دی.
تصور وکړئ!
هغه مور چې زوی یې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره له هېواده وتلی وي، هغه مور چې هره شپه د خپل اولاد د راستنېدو په تمه د کور دروازه ګوري، هغه مور چې نه پوهېږي زوی یې ژوندی دی او که مړ.
د هغې د زړه درد به څوک احساس کړي؟
تصور وکړئ!
هغه مور چې زوی یې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره له هېواده وتلی وي، هغه مور چې هره شپه د خپل اولاد د راستنېدو په تمه د کور دروازه ګوري، هغه مور چې نه پوهېږي زوی یې ژوندی دی او که مړ.
د هغې د زړه درد به څوک احساس کړي؟
هغه درد چې نن زموږ میندې یې زغمي، یوازې د یوې کورنۍ درد نه دی؛ دا د یوه ملت د وجدان درد دی.
د بېلګې په توګه، د یونان په سمندر کې د هغو کډوالو د مرګونو خبرونه چې موږ یې اورو، د هر انسان زړه دردوي. د هغوی تر شا میندې، پلرونه، خویندې او ماشومان پاتې دي.
پوښتنه دا ده:
هغه مور به څه احساس کوي چې زوی یې په سمندر کې ورک شوی وي؟ هغه مور به څوک تسلۍ کړي؟ څوک به یې اوښکې پاکې کړي؟ څوک به ورته ووایي چې زوی دې بېرته راځي؟
ایا زموږ مشران او رهبران د دې میندو درد احساسوي؟
ایا د پنځوس کلنو جګړو سیاسي، نظامي او ټولنیز مسؤولین د دې بېګناه انسانانو د برخلیک په اړه فکر کوي؟
هغه کونډه مور چې خاوند یې په جګړو کې له لاسه ورکړی، د خپلو ماشومانو د ژوند لپاره په بازارونو کې کار کوي، بوټان پاکوي، سودا خرڅوي او کله ناکله د خپلو اولادونو د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د نورو دروازو ته درېږي.
ایا چا د هغې د ژوند کیسه اورېدلې ده؟ایا چا د هغې د اوښکو ارزښت پېژندلی دی؟
خو ځینې خلک لا هم د قدرت، مقام، موټرو، شهرت او چوکیو په لټه کې دي.
یو څوک د ګریوان او نیکټايي تر شا خپل سیاست پټوي، بل د لونګۍ او دودیز لباس تر شا، بل د پتلون او نورو ظاهري نښو تر شا ځان رهبر معرفي کوي.
خو زما پوښتنه له ټولو څخه دا ده:
رهبرۍ یوازې د چوکیو، موټرو، ساتونکو او تشو شعارونو نوم نه دی؛ رهبرۍ د ولس د درد احساسولو، د یتیم د اوښکو پاکولو او د مور د زړه د خوشحالولو نوم دی.
درنو دوستانو!
موږ مسلمانان یو. پر دې باور لرو چې د قیامت په ورځ به هر انسان د خپلو اعمالو حساب ورکوي. هېڅوک به د خپل مسؤولیت له حسابه خلاص نه وي.
هغه ځوانان چې په سمندرونو کې ډوب شول، هغه ماشومان چې د جګړو قرباني شول، هغه میندې چې د خپلو زامنو په انتظار کې سپینې شوې، او هغه کورنۍ چې د بېوزلۍ له امله له خپل وطنه وتلو ته اړ شوې؛ د هغوی د درد په وړاندې زموږ ټولنیز او سیاسي مسؤولیت باید هېر نه شي.
زه له ټولو رهبرانو، مشرانو، سیاستوالو او مسؤولینو څخه یوه پوښتنه لرم:
تاسو د کوم ملت د رهبرۍ دعوه کوئ، که د همدغه ملت د میندو د اوښکو غږ نه اورئ؟
راځئ، د قدرت پر ځای انسانیت ته ارزښت ورکړو. د چوکیو پر ځای د خلکو خدمت وکړو. د شعارونو پر ځای د بېوزلو لاس ونیسو.
ځکه مور یوازې د یوه انسان مور نه ده؛ مور د ټولنې د مینې، اخلاقو او انسانیت بنسټ دی.
په پای کې مې دعا دا ده:یا الله! د ټولو ژوندیو میندو عمرونه اوږده، زړونه یې خوشحاله او ژوندونه یې له سکون څخه ډک کړې.
یا الله! د هغو میندو زړونه آرام کړې چې اولادونه یې له لاسه ورکړي دي.
یا الله! مسافرو اولادونو ته د خپلو میندو غېږې ورپه برخه کړې.
او هغو میندو ته صبر ورکړې چې د خپلو اولادونو د راستنېدو په تمه شپې او ورځې تېروي.
آمین یا رب العالمین!
مور د انسان د ژوند لومړنی جنت دی؛ د مور قدر وکړئ، تر څو یوه ورځ د هغې د نه شتون پر مهال د حسرت اوښکې ونه تویوئ.