الله ج هر انسان ته د مینې قابلیت ورکړی دی. او په نړۍ کې داسې انسان نشته چې هغه دې بې مینې ژوند وکړي؛ هر انسان له یوه نه یوه شي سره مینه لري، څوک سوله او سولیز چاپیریال خوښوي، چا قلم او کتاب د خپل ژوند او خوښې مسیر ټاکلی او خپل ژوند ورباندې په خوښۍ تیروي. د چا شتمني خوښیږي، خو په دغو خلګو کې داسې خلک هم موجود دي چې جنګ او جګړه خوښوي.
دا چې زموږ هیواد له ډیره وخت د جنګونو مرکز ګرځیدلی، نو خلکو یې هم د جنګ او نفرت مینه خپله کړې دا ځکه چې په جنګیز محیط کې را لوی شوي دي. فکري تمرکز په نفرت، جنګ، جهالت او ناپوهۍ باندې زیات دی. دوي د هیواد خدمت ټوپک تر ملا تړل او په حقه او نا حقه د انسانانو وژل او ځورول بولي.
هغه کسان چې په مرګونو او قتلونو باندې یوه موقیعت ته رسیدلی وي، هیڅکله د پرمختګ او سولې تمه ترې کیدای نه شي او نه د هیواد د سولې لپاره کار کولای شي، ځکه چې جګړه مار په جګړه او سوله خوښوونکي په سوله ښه پوهیږي، دا بیخي ناممکینه ده چې جګړه مار دې د سوله مل کار وکړي، ځکه دلته دوه ضد کلیمې جګړه او سوله منځ ته راځي.
دا هیڅ امکان نه لري، چې یو پوه دې د ناپوه دنده په غاړه یوسي او سرته دي ورسوي. همدا علت ده، چې شتمن نیستمن نه خوښوي، نا پوه له پوه څخه کرکه کوي او د جګړه مار له سوله مل سره دښمني دي؛ داسې دښمني چې د یو بل په وړاندې نا معلومه خو زیاته زیان رسوونکي او تبا کوونکي ده، دا ځکه وایم، چې دلته د هیواد د شاتګ، د شخصیت د وژلو ، د نفرت د خپرولو دښمنې ده، چې تاوان یې ټول هیواد او ټولو خلکو ته ده.
چاچې د قلم ځای ټوپک او وسلې ته ورکړی، هغوي تر اوسه ښه ورځ نه ده لیدلې، که یې لیدلې هم وې، وجدان یې نارام او په لړزان دی. هغوي به څه پرمختګ وکړي، چې د درس وخت یې نفرت خپرولو ته ورکړی وي او د قلم پر ځای ټوپک کارولي وي. دا مې ځکه وویل، چې د علم او پوهې د ظرفیت کموالی د هیواد د شاتګ تر ټولو لومړی لامل دی، ځکه چې نن سبا ټولنه علم، پر مختګ او ټکنالوژي ته اړتیا لري او دا اړتیا هله پوره کیږي، چې علم په ارزښت خلک پوه شي. د تعلیم دود ته ځانګړي پاملرنه وشي. د زده کوونکو تشویقول او له خپل کاره سره د مینې او علاقي پیدا کولو کې خاص کوښښ وشي خپل درس ته وهڅول شي او له کار سره د لیولتیا خاص درس ورکړل شي.
زه وایم چې د د ټوپک کارونکي دې خپل کار کوي او نوي اختراعات دې وکړي، خو د نوي نسل فکر باید د جنګونو له دایرې څخه وباسو او دا کوښښ وکړو ، چې نوي نسل ته د وسلې پر ځای قلم ور کړو او نوي ټکنالوژي خبرې ورته وکړو، د تعلیم په ارزښت یې پوه کړو او د کار او دندې فرصت ورته پیدا کړو، تر څو په راتلوونکي کې د وسلوالو سره هم مرسته وکړي، د هیواد پرمختګ ته لاسونه بډ وهي او په پوره مینه او ایمانداري یې سرته ور سوي.
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320