د پښتو د فوکلوری سندرو د یو نوی ژانر لومړنی پیژندونکی سرمحقق محمد عارف غروال له موږ بیل شو

سر محقق زلمی هېوادمل

42

د پښتو د فوکلوری سندرو د یو نوی ژانر لومړنی پیژندونکی سرمحقق محمد عارف غروال له موږ بیل شو
د روان هجری شمسی کال د دویمی میاشتې په وروستیو میاشتو کې د پښتو د فوکلور ټولوونکی دانشمند، د خوست او پکتیا د ځینو سیمو د ناپیژندلو ولسی شاعرانو د شرح حال را ټولوونکی او په خپلو ویلو سندرو د ولسی مجلسیانو د محفلونو ګرم ساتونکی د افغانستان د علومو اکادمی سرمحقق محمد عارف غروال هم له دې نړۍ سترګی پټې کړې.
محمد عارف غروال د تیری هجری شمسی پیړۍ د څلویښتمو کلونو په جریان کې د ادبیاتو او بشری علومو د پوهنځی له پښتو څانګی فارغ او په پښتو ټولنه کې وظیفه ورکړل شوه.
څه موده یې په کابل مجله کې کار کاوه خو د کار ډیره برخه یې د ادبیاتو په دیپارتمنت کې وه.
محمد عارف غروال خپل لومړی کارونه د پکتیا او خوست په تیره ځاځی میدان د ولسی فرهنګ له معرفی پیل کړل. د نظمولو توان یې هم درلود. د رحمان بابا په پسرلنیو مشاعرو کې یې برخه اخیسته، نظمونه به یې د کابل په مختلفو مجلو او ورځپاڼو کې چاپیدل. د ده ویلې ولسی سندرې به د خوست او ځاځی میدان ولسی شاعرانو هم په خپلو مجالسو کې بللې.
په کابل مجلی او کله ناکله به په هیواد او زیری کې یې ځینې منظومی او منثورې نوشتې او نظمونه لیدل کیدل.
کله چې په ۱۳۵۳ هـ ش کال زه په پښتو ټولنه کې مقرر شوم، غروال صاحب مې له نژدی ولید، د پښتو ټولنی د ادبیاتو د مدیرت علمی غړی ؤ. علمی رتبه یې هم درلوده.
ورو ورو زما شناخت ور سره زیاتیده او ورسره سم به مې علاقه هم ورسره پیدا کیده. مهربان او خوش طبع سړې ؤ. له دی سره ترڅنګ یې ملیحه شوخی هم درلوده کله ناکله به یې له شوخې ډک بیتونه هم ویل او خونده ورې ټوکې به یې هم کولې.
د هر مجلس آداب یې هم ښه مراعاتول د ځاځی میدان، خوست او پکتیا ځینی ولسی شاعران او سندرعاړی به یې پالل.
د جناب رفیع صاحب سره یې هم ډیر نژدی روابط درلودل د دغو روابطو پر بنیاد زما روابط هم له مرحوم غروال سره کورنی شوي وو.
د تیری هجری شمسی پیړۍ د پنځمې لسیزې په اوایلو کې مرحوم غروال په ګذرګاه کې د خپل اکا زوی – چې خور یې هم پر واده وه – سره اوسیده د اکا زوی يې هم خورا شریف سړی ؤ. کله چې به رفیع صاحب او زه، غروال صاحب میلمانه کړو، نو د ا د پولیسو مامور مو هم لیده، ډیره عالی رویه یې له موږ سره درلوده.
کله نا کله به چې غروال صاحب د ځاځی میدان هنرمندان خپل کور ته رابلل موږ (رفیع صاحب او زه) به یې هم وبللو.
د ۱۳۵۷ هـ ش کال تر واقعاتو پورې به ډیر ځله د غروال صاحب په کور کې میلمانه شوو، وروسته دا ډول کورنۍ ناستې د شپی میلمستیاوې نه کیدې.
بیا به موغروال صاحب یوازې دفتر کې لیده او د زړه خواله به کیدل.
زما په پوهه زموږ فرهنګ ته د غروال صاحب خدمات بیساری وو. د فوکلوری سندرو ټولول او د نا پیژندلو ولسی شاعرانو معرفی چې تر ده پخوا چا نه وو معرفی کړې، غروال دا نوې سندرې د لنډه کۍ په نامه را وپیژندلې.
دا نوې سندرې چې هره سندره یوازې یوه څورلس هجایی مسری ده، لکه دا سندره:
“غونډه منډه زه یم یار می بله لټوینه”
دا سندرې مرحوم غروال د لنډه کۍ په نامه معرفی کړې دي، خو کله چې ښاغلی علی محمد منګل ددې سندرو نورې نمونې د منګلو له سیمو را ټولې کړې، نو ده د سندرو هغه ولسی نومونه ورته یاد کړل، لکه:
بچکي او پړوکی = پړاکي.
بیا څرګنده شوه چې لنډه کۍ یو مصنوعی نوم دی، اصلی ولسی نومونه یې: بچکي او پړاکې دي.
مرحوم غروال پیښور ته تر تګ دمخه د معاصرو شاعرانو منتخبات هم را ټول کړي وو. دا مجموعه اکادمی د زیري کالنۍ له لارې خپره کړه.
مرحوم غروال چې کله د پښتو ټولنی د ادبیاتو د دیپارتمنت غړی ؤ، د دیپارتمنت په ډیروعلمی پروژو کې یې برخه درلوده.
د دولت لواڼی او رحمان بابا د دیوانونو په تحقیق او تدوین کې دده ونډه ډیره وه.
کله چې غروال د تیری هجری شمسی پیړۍ د پنځوسمو کلونو په وروستیو کې پیښور ته کډه شو هلته یې هم فرهنګی کارونه کول. جهادی سندرې او ترانی به یې ویلی په ځینو جهادی خپرونو کې به یې مقالی او ګزارشونه هم چاپیدل.
د جهادی نغمو او سندرو ځانګړی مجموعه یې په پیښور کې چاپ شوه. کله چې په ۱۹۹۲ م کال زه له خپلی کورنۍ سره پیښور ته ولاړم، د استاد رفیع په مرسته می غروال پیدا کړ هماغه د پښتو ټولنی د وختونو مهربان او آشنا غروال ؤ، هیڅ تغییر پکی نه ؤ راغلی، اما په ډیرو دوستانو کې بې ځایه کیدو تغییر راوستی ؤ.
بله ورځ یې ما او زما کورنۍ ته میلمستیا وکړه بیا مو نو کورنۍ روابط، لکه د کابل د وختونو بیرته تازه شول.
کله چې په ۲۰۰۲ م کې زه له جرمنی د پیښور له لارې کابل ته تللم، په پیښور کې می د رفیع صاحب په ملګرتیا وروسته له دوه درې کالو بیا غروال صاحب ولید.
په ۲۰۰۳ م کال په منی کې وروسته له کلونو غروال صاحب کابل ته راغی د اکادمی له ملګرو یې له راتګه خبر شوم، د اوسیدو ځای پته مې یې تر لاسه کړه یو مازیګر ګذرګاه ته ولاړم په هغه پخوانی ځای کې نه ؤ په هماغه سړک ډیر وړاندې په کلی کې ؤ. سره ومو لیدل، له خبرو یې ښکاریده چې غواړي کابل ته راشی. په اکادمی کې یې په علمی کادر کې د بیا تقرر پوښتنه کړې وه، په اکادمی کې یې هم ورته ویلی وو، ما چې ولید په دې باب مې ورته وویل چې ستا بیا تقرر هیڅ مشکل نه لري، ځکه کله چې د افغانستان موقتی ادارې، د هیواد له ټولو له وطنه تللیو خلکو، د وطن او موسساتو د بیا آبادې لپاره یو فرا خوان وکړ هغه وخت ما د مؤقتی ادارې رئیس جناب کرزی صاحب ته وویل: چې د هیواد په اداره کې د تقرر او انفکاک له اصولو سره سم چې چا وظیفه پریښې وې او منفک شوی وي، نو بیا چې راشی او خپلې ادارې ته د بیا تقرر لپاره مراجعه وکړي. له ډیرو تعذیراتو سره مخامخیږي.
کرزی صاحب له ما پوښتنه وکړه ددې مشکل د حل لاره څه ده؟
ما وویل، چې د عالی تحصیلاتو وزارت او اکادمی علوم ددغو خلکو د بیا تقرر په باب یو پیشنهاد را ولیږی تاسې به حکم ورکړئ او دې مشکل ته به قانونی لار پیدا شي.
جلالتمآب کرزی صاحب راته وویل: قانونی لار ورته پیدا کړئ چې را ستنیدونکیو پوهانو او استادانو ته په بیا تقرر کې سهولتونه پیښ شی.
ما د عالی تحصیلاتو وزارت او د علومو اکادمی ریاست ته خبر ورکړ چی د راستنیدونکیو استادانو او پوهانو ته د بیا تقرر برخه کې د هیواد ادارې د تقرر او انفکاک د اصولو سره سم څه خنډونه شته، د دغسې خنډونو د له منځه وړلو لپاره به یو پیشنهاد د مؤقتی ادارې ریاست ته راولیږئ.
د اکادمی لوی رئیس استاد راشد پیشنهاد راواستاوه او د وزارت تحصیلات پیشنهاد وځنډید.
ما د اکادمی پیشنهاد د مؤقتې ادارې رئیس ته وړاندې کړ، هغوی هدایت وکړ چې د استادانو او پوهانو په بیا تقرر کې له سهولته ډک حکم ولیکئ. ما له هدایت سره سم د علومو اکادمی پیشنهاد ته ولیکل:
” د افغانستان د علومو اکادمی علمی غړي او د هیواد د پوهتونونو استادان چې په تیرو شلو کلونو کې په هر دلیل خپله وظیفه پریښې او مهاجر شوي دي، هیواد ته د بیرته ستنیدو په صورت کې که بیا خپلو موسساتو ته د بیا تقرر په منظور مراجعه کوي، په خپله پخوانی علمی او دولتی رتبه مقرریدای شی”
د حکم تر لیکلو وروسته مې پیشنهاد مؤقتی ادارې محترم رئیس ته وړاندې کړ. دوی چې حکم ولوست له ما یې بیا وپوښتل چې نور کوم مشکل خو به پاته نه وي، ما ورته وویل د بیا تقرر مشکلات یې انشألله ختم شول، بیا یې د حکم دوې کاپی لاس لیک کړې. ما دا احکام په ادارۀ امور کې تر ثبت وروسته، یوه کاپی د علومو اکادمی ته او بله د عالی تحصیلاتو وزارت ته واستول.
غروال صاحب زما خبرې په دقت واوریدې او را ته یې کړل: اوس مې یقین خاص شوی چې په بیا تقرر کې کومه ستونزه نشته، اوس بیرته کابل ته راځم.
که څه هم په خوست کې د والی په حیث د تڼیوال صاحب له مقرریدو وروسته زه یې له پیښوره را وغوښتم او یو کال مې د خوست ولایت په اداره کې د رئیس په حیث کار وکړ خو د افغانستان د علومو اکادمی زما اصلی کور دی.
غروال له پیښوره تر راستنیدو وروسته، د مرحوم تڼیوال د خوست د ولایت په دوران کې کابو یو کال د خوست ولایت په مرکزي اداره کې رئیس مقرر شوی و او بیا بیرته اکادمی ته راغی.
څه موده وروسته مې واوریدل چې غروال صاحب بیرته د افغانستان د علومو اکادمی ته راغلی دی او په خپله پخوانی دولتی او علمی رتبه هماغه د ژبو او ادبیاتو د پښتو ټولنی په انستیتوت کې مقرر شوی دی. ددې خبر له ارویدو سره سم سملاسی د مبارکی لپاره د پښتو ټولنې پخواني تعمیر ته ورغلم، ومې لید. پوښتنه مو سره وکړه، بیا یې نو په میاشت کې لږ تر لږه دوه ځله لیدو ته ورتلم.
غروال د تقرر په دې دوران کې د سرمحقق علمی رتبی ته د ترفیع په منظور د روښانی غورځنګ په باب یو تحقیق وکړ، ترفیع یې پر واخیسته او تیزس یې هم اکادمی چاپ کړ.
سرمحقق غروال د تیرې هجری شمسی پیړۍ په نویمو کلونو کې تقاعد وکړ. بیا مو نو هیڅ لیده کاته ونه شول. تر دې چې د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال په لومړنیو میاشتو کې یې له غمجنی مړینی خبر شوم.
په دې ډول دده ملګری له خپل یو ډیر نیک او صالح ملګري، زموږ فرهنګ له خپل یو صادق خدمتګار او ویناوال محروم شول. خدای تعالی دې یې وبخښي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320