کاروان پښتو معاصر ادب ته الهی عطیه

زلمی هېوادمل

152

یو فرهنګی دوست پیام را استولی ؤ او لیکلي یې وو: د جولای ۳۰ مه د کاروان صاحب ورځ ده موږ غواړو د ویښتیا میډیا له خوا دغه ورځ ونمانځو.
ما فرهنګی دوست ته ولیکل چې زه خپله ددې ورځی په مناسبت یو لیک کوم، ځکه زه د کاروان صاحب سره ځینی فرهنګی خاطری لرم ، نو بایده دي چې د کاروان د ورځی په مناسبت څه ولیکم.
د تیری هجری شمسی پیړۍ د پنځوسمو کلونو د وروستیو کلونو په دوران کې د پیرمحمد کاروان ځینی غزلې د ژوندون مجلی او ځینو نورو خپرونو په خپلو ځینو ګڼو کې نشرولې.
دا غزلې سره له دې چې دده د شاعرۍ د لومړیو کلونو دې مګر د هنری انکشاف او شاعرانه لطافت نخښی پکې لیدل کیږي.
پر ۱۳۷۱ هـ ش کال زه پیښور ته کډه شوم. د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنی مشر استاد عبدالرسول امین د وفا اخبار د چلولو چارې را وسپارلې.
کله چې دفتر ته ورغلم په اخبار کې دوو ښاغلیو کار کاوه یو پکې میرزا محمد کونړی ؤ چې د پوهنتون د تحصیل په دوره کې سره هم دوره وو او بل یو ډیر آرام او سنګین ځوان می اول ځل د وفا په دفتر کې ولیده، بیا انځور صاحب په ډیره مهربانۍ د کاروان د ښه سړیتوب او هم دده د پوهی او مطالعی او همدا راز د نوی غوړیدونکی شاعرۍ په باب خبرې راته وکړې او د کاروان ګلورینه شاعري یې په خپل دوران کې نمونه یې وبلله. په هماغو ورځو کې انځور صاحب له کاروان سره دده د لومړنۍ شعري مجموعې چاپ ته آماده کولو لپاره په ګډه کار کاوه.
له همدې ورځی له کاروان سره په یوه شعبه کې په ګډ کار مشغول شوم.
له ما سره د کاروان ددې همکارې پدې جریان کې ورځ تر بلی د کاروان د شخصیت جوهر را څرګندیده.
– کار، صداقت، اخلاص او وظیفه شناسي د کاروان د کاري شخصیت ځلیدونکی ابعاد وو، هر سپارلی کار یې په پراخه ټنډه په خورا ذوق پر خپل وخت سرته رساوه. که څه هم کاروان له طبیعته د شعر سرایی یوه سرشاره مایه درلوده مګر هماغه وخت یې د ځینو مقالو لیکل هم پیل کړل او بیا یې د خوږو لنډو کیسو پر لیکلو هم پیل وکړ.
په دری – پارسی او پښتو ادبیاتو کې یې د مطالعې په زیاتیدو سره مقالې ورځ تر بلی قوی او پُر معلوماته کیدې او په پښتو معاصرو ادبیاتو کې د خپلی وسیعی مطالعی له امله غوره شهرت وګاټه. د لر او بر ځوانو شاعرانو ورسره ناسته ولاړه درلوده هر ځوان شاعر او لیکوال به ځان خوشبخت ګاڼه چې کاروان به یې پر مجموعه یادښت کښلی و.
له کاروان سره د کار په لومړۍ کال کې یو بل ښه ځوان ظاهر بابری د وفا اخبار په تخنیکی همکارانو کې دایمی شامل شو.
ظاهر بابری هم له ملګرو سره ډیر بی آلایشه او عالی برخورد کاوه له کاروان سره یې ډیرې ښې ټوکې درلودې.
کله چې به زه له پیښوره کوټی او بیا له هماغه لاری افغانستان ته ور ننوتلم استاد امین ما ته ویلي وو چې کله کوټی ته ځی د خپل دفتر یو ملګری د عکاسې او نورو کارونو لپاره هم درسره بیایه، ظاهر جان بابری ددغو سفرونو لپاره مناسب وګڼل شو او دی په هر سفر کې له ما سره کوټی او د افغانستان نورو ولایتونو ته ډیر سفرونه وکړل او دی سفرونو ظاهر جان یو پاک او خورا باوری دوست ثابت کړ.
د شلمې پیړۍ د نویمو کلونو یو دوبی زه او بابری کوټی ته لاړو، یو مهربان دوست حمدالله صحاف میلمانه کړو.
په دې ناسته کې صحاف د خپلې کتابخانې د افغانی مطبوعاتو کلکسیونونه را وښوول په دی مجموعه کې د پنځوسمو کلونو کلکسیونونه هم وو. پدغو مطبوعاتو کې مو ځینی داسې ګڼی ولیدی چې د کاروان شعرونه هم پکې وو کله چې موږ له کوټی پیښور ته را وګرزیدو په لومړۍ ورځ چې دفتر ته ورغلو ظاهر جان بابری کاروان صاحب ته وویل ستاسی شعرونه مو په دغو دغو مجلو کې ولیدل.
کاروان وویل په هغو کلونو کې زه د کندهار د نساجی فابریکی فنی مامور وم شعرونه مې هم مطبوعاتو ته ورکول او مجلو چاپول، دې مباحثی را څرګنده کړه چې د کاروان لومړی ماموریت چیری پیل شوی ؤ او لومړنی شعرونه یې کله او چیرته چاپ دي.
کله چې کاروان د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنه کې کار کاوه، رابطی یې د پیښور له فرهنګیانو او پیښور میشتو افغان لیکوالو او فرهنګیانو سره ډیرې خوږې او حسنه وې.
د استاد محمد صدیق پسرلی په مشرۍ د افغانستان د کلتوری ټولنی ټولو غړیو، لکه استاد رفیع، انځور صاحب، صمیم صاحب، امان الله ساهو، میرویس او نورو ورسره په ډیره عالی فرهنګی مینه راشه درشه کول.
ددې ټولنی د فعالیت پر وروستی کال ۱۹۹۲ م چې زه هم په پیښور کې وم ما له کلتوری ټولنی سره د کاروان د زړه مینه لیده، تګ راتګ یې ډیر ؤ او د استاد پسرلی له شاعرانه لارښونو یې هم استفاده کوله.
په همدغه ۱۹۹۲ م کال ما درک کړه چې زموږ خوږ کاروان د افغانستان د ستر شاعر او مفکر حضرت مولانا جلال الدین بلخی آثار په شوق مطالعه کوي. او د پارسی – دری ادب د نورو سترو شاعرانو د آثارو مطالعه یې هم درلوده.
زما په پوهه د ایران او افغانستان د پارسی – دری ادب د مشرانو شاعرانو د آثارو مطالعی د کاروان شاعری ته نوی ابعاد وربخښل.
د پیښور پښتو اکادمی او د پیښور پوهنتون پښتو دیپارتمنت به هر کال د جولای میاشت کې خپلې علمی غونډې په باړه ګلۍ کې جوړولې، افغانی فرهنګیان به یې هم وربلل ددې غونډو په لړې کې د تیرې میلادی پیړۍ د نویمو کلونو د یو کال په جولای کې چې د پیښور پښتو اکادمی د پښتو فوکلور او د فرهنګیالی عبدالقادر خان غونډې ترتیب کړې وې، له افغان فرهنګیانو سره یې ګران پیرمحمد کاروان هم بللی ؤ.
د فرهنګیالی عبدالقادر خان د غونډې په علمی مقالو کې د عبدالقادر خان خټک په باره کې د استاد روهی یوه مقاله هم شامله وه، دا مقاله نه وه چاپ شوې په هغه غونډه کې یې د لوست لپاره کاروان انتخاب شو.
کاروان په علمی سیمینارونو کې د مقالو د لوست له روشونو سره سم په خورا حوصله مندۍ او تکمین دا مقاله ولوسته او په دې ساحه کې یې هم خپل استعداد وښود.
کله چې په همدې نویمو کلونو کې په پیښور کې د BBC رادیو (نوی کور نوی ژوند) پروګرام د ورستنیدونکیو افغان کورنیو د بیا آبادیدو د لارښوونو په منظور شروع شو.
ددې برنامې سمبالوونکی او پیلوونکی جان بټ انګریز ؤ جان بټ پر پښتو روانی خبرې کولې. دا برنامه پر پښتو او دری – پارسی ژبو پیل شوه.
جان بټ دغه وخت ددې برنامې د چلولو لپاره د دواړو ژبو لیکوالان ممثلین او ژورنالیستان جذبول.
زموږ کاروان، د نوی کور او نوی ژوند (خانۀ نو و زنده گی نو) تر پیل پورې د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنې په وفا اخبار کې کار کاوه، خو غوښتل یې چې د (نوی کور او نوي ژوند) برنامی ته لاړ شی. د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنې د دوستانو په مشوره یادې برنامې ته ولاړ او په خوشحالۍ ومنل شو. د نوی کور او نوی ژوند برنامې په همدې نامه د یوې مجلې پارسی – دری او پښتو دوه ایډیشنه او د بی بی سی راډیو له لارې پښتو او دري ډرامګی نشرول. کاروان ددې نوی ادارې له لومړنیو کارمندانو څخه ؤ. تر کومه چې د برنامې کاروبار له پیښور سمبالیده کاروان ورسره ؤ. او کله چې بیا کابل ته انتقال شو، کاروان صاحب هم ورسره ولاړ او د برنامی تر آخره پورې له برنامې سره پاتی شو. د نوموړې ادارې دري ژبي او پښتو ژبي کارمندان د کاروان د عالی اخلاقو، دروند او خوږ برخورد مرهون وو او ټولو ورسره ښه رابطه پاللـه.
د تیری هجری شمسی پیړۍ د اتیایمو کلونو د لسیزې په وروستیو پنځو کلونو کې د هیواد د خارجه وزارت په اهتمام د رودکی سمرقندي منطقه یی سیمینار په هرات کې جوړ شو. د هغه وخت خارجه وزیر استاد سپنتا ما ته وویل چې دې سیمینار کې باید پښتو مقالې هم وي. د استاد سپنتا له غوښتنې سره سم ماته کاروان په زړه کې را وګرزید. دا ځکه چې زه پوهیدم چې کاروان په پارسی کلاسیک ادب کې مطالعه لري او په خورا ذوق و شوق دغه زرینې شهپاری لولي.
له کاروان صاحب سره مې خپله خبرې وکړې کاروان صاحب په مهربانۍ سره زما غوښتنه ومنله او سیمینار ته یې مقاله ولیکله او ورسره یې د رودکی مشهوره قصیده:
«بوی جوی مولیان آید همی
یاد یار مهربان آید همی»
هم پر پښتو شعر ترجمه کړه. هرات ته یو ځای ولاړو، د سیمینار په یوه علمی غونډه کې چې د کاروان د مقالې د لوست وار راغی او کاروان سټیج ته وخوت، نو یې مقاله د رودکې د قصیدې د منظومې پښتو ترجمی په لوستو پیل کړه.
کاروان چې ددې قصیدې د پښتو منظومی ترجمې لومړۍ بیت ووایه د ناستو کسانو توفانی چکچکی شروع شوې او د سیمینار د سالون فضا کې له چکچکو سره یوځای د وا، واه، آفرین او ډیر عالی، شا باس په چغو کې یوه ولوله انګیزه خوښي خوره شوه.
د رودکی ددې مشهورې قصیدې له ترجمی سره کاروان د شعر په شعر ترجمه کې خپل عالی استعداد اثبات ته ورساوه.
زه چې د کاروان د پنځولو دغه استعداد ته ګورم، دی ماته یوه الهی عطیه ښکاري.
زموږ د معاصر ادب لمن دې تل د کاروان پر پنځولو مرغلرو رنګینه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.