‎ له ما ځنې الفاظ ورک دي

هاجره حرکت

40

‎ له ما ځنې الفاظ ورک دي

‎ زه په نړۍ کې ښځو ته د مارچ اتمه ورځ ، په کومه ژبه مبارکي ووایم، په ورته حال کې، هغه د جګړې لمبو کې ایسارې میندو ته څه ووایم، چې نن سبا، ورته چاپیریال اور ګرځیدلی دی. دوې  د خپلو ماشومانو سره،د زبرځواکو، ظالمو حکومتونو له خوا د جګړې په بل شوې اور کې سوځیږې. هغه که زما ګران هیواد د پاکستان کرایه وي، پوځ له خوا د خپل بادار په امر، یو ځلی بیا زموږ پر سپیڅلې خاوره، د جنګ اور بلوي. دوي چې دا اته څلویښت کلونه یې افغانې میندې د خپلو اولادونو په غم او درد کې وکړولې.ورسره زموږ ګاونډي هیواد ایران ان، فلسطیني میندې، چې کلونه کلونه د داسې ناورین ښکار دي او نوره سیمه، هپڅ الفاظ راسره نه شته، چې د دې ورځې ورته څه ډول یادونه وکړم.، یواځې خپل یو پخوانې نظم د خپل هیواد ښځو ته ډالۍ کوم..
‎بوره مور د يووالي اتل واله له ولس غواړي
‎پاس په غره کې سرې لمبې دي
‎د کونډ سر کې د سکروټو خوږلن پروت دی
‎بوره مور پرې اوس د غم سندرې وایی
‎د آوار  ځوږ يې ګړنګ کې انګازه کړي
‎انګازه يې دا پيغام ځان سره راوړي
‎چې ريښې ريښې ګريوان مې نه ټوليږي
‎شرمخان مې د بدن په غوښو روږدي
‎بچي خپل منځ کې آرا تبرا شوي
‎د ویاړونو او پرتم ویاړ مو بایللی
‎د يووالي اتل واله تري تم ده
‎غږ يې ټولې بورې ميندې
‎له ښارونو او له کلیو
‎هم له سمې او له غرونو
‎يوځاي يې بيا بدرګه کړي
‎په هر لوري انګازه کړي
‎وايې ټول يوو ځاره چاودي
‎د ژوندون هر شيبه مو
‎د غمونو سور ټټين شو
‎او د نوح(ع) طوفاني شپه ده
‎پاي نه لري خپره ده
‎په هر لورې کربلا شوه
‎د هر زړه خونه تالا شوه
‎د رڼا لورې ورک شوی
‎د ځلا ځل يې ډوبيږې
‎ژوندون بيا هم اوس چليږې
‎زړه کې هيلې لا ژوندۍ دي
‎شهيدانو له جنډو نه
‎رژيدلو ارمانو نه
‎يو آواز راپورته کيږې
‎د سهار سپيده چاود کې
‎د رڼاڅرک لټوي بيا
‎پردې پاتې بنده ګانو
‎دا آواز کړې اي مور مړو!
‎د اورونو په لمبو کې
‎د ظالم په دسيسو کې
‎آي ناتار کي غم ځپلو
‎شئ راټول ناوخته کيږې
‎د لیوانو له داړلو
‎شرمخانو له منګولو
‎وینې څښونکو ځناورو
‎دغه خاوره پاکوئ به
‎شئ يو لاس شر ورکوئ به
‎د وطن غرونه سیندونه
‎په يو غږ کي دا آواز کړي:
‎وايې پورته شه اي ګرانه!
‎اي لار ورکې سرګردانه!
‎د دې خاورې پر تا حق دی
‎ټول پراته خواره واره يئ
‎لکه يئ د اور بڅري
‎په هوا کي تش خوریږئ
‎يو له بله بیا ورکيږئ
‎د يووالي دا ستر ځواک مو
‎بيا نړۍ ته راښکاره کړئ
‎د غليم شيطان پلمې که
‎سرچينې کړئ ټولې وچې
‎په يو ځل به په ستنه شي
‎تاسې يئ د يو لاس ګوتې
‎چې راټول اوسپنیز وار شئ
‎بیا پر خوله غليم جابر ته
‎اوسپنيز سوک حواله کړئ
‎که پر خپله خاوره ټول شئ
‎محبت ولوله زړه کې ګړئ بیداره
‎سترګې پرانیځئ په مينه
‎د يووالې په يو غږ به
‎کړئ راو يښ ويده ولسونه
‎پر يو بل مو لورينه
‎له هر لورې پیرزوینه
‎تیاره زړو کي پلوشه شي
‎او سپيڅلي ولوله بیا
‎پر هر لورې راخپره شي
‎د انسان د ستر مقام ارزښت به هله
‎د الله(ج) سره محبوب شی
‎دا د قهر ستر ناورين به
‎تري تم مو له ژوندون شي
‎نو راپاڅيږئ اي ولسه!
‎د يووالې اتل واله بيا ژوندۍ کړئ
‎جرمني د بن ښار
‎۲۰۲۱ فبروري ـ هاجره حرکت

د اسمان زړه کې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.