داسمان زړه کې وریځې ټل شي ځې تری لاره ورکه
ښکـتـه او پورته يو دلدل شـي ځي تـرې لاره ورکـه
ګـوګل يې وسـوځي جـوړ تـنـدر طـوفان وپـنځېـږي
اوښکې باران شيبه راتل شی ځي ترې لاره ورکـه
ځمکې نه پورته د وحشـت نارې دي هر خوا شور دی
د انسان ژوند په اور جل بل شي ځي ترې لاره ورکه
دلتـه خـاورین بنده د حرص پر نیلي سپور ځغلیـږي
پر خپل بې حال ذهن لل ګل شي ځي ترې لاره ورکه
عـلـم خــرد د پـاک رب لـویــه لـوریـنـه ده خـــو
د نـاشـولـتـو لاس کې دل شی ځـي تـرې لاره ورکـه
تـکـنـالوژۍ له چاپيـريـال کــړه ســوکالـي راټــولــه
هر پرمختګ یې ستر جدل شي ځي ترې لاره ورکه
د غــره پـه تـړ کې غـرڅــنۍ لـه انسانـانـو تـښتـې
بـې مـروتـه یې اجل شي ځـي تـرې لاره ورکـه
چې د دردمند زړونو اواز د چـا تر غوږ نـه رسـي
بې حسه ژوند يې بې انډول شي ځي ترې لاره ورکه
سـوکه سـوکه ځـي لـه انـسـانـه مـروت مـحـبـت
بـې خاصـیته او شـډل شـي ځـي ترې لاره ورکه
ټول کائينات رب (ج) ته سنا کړي په نغمه د مينې
انسان مادياتو سره مل شی ځي ترې لاره ورکه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.