د تاریخ په اوږدو کی

ن . جلیل زاد

25

یو غر را ونړیده

هغه دنګ غر

چی لکه د خوشحال له غرور نه،

پاس آسمان ته یی لاس غزولی وو

نه د ستوریو لپاره،

بلکې د تقدیر د تڼاکو د چپ وهلو لپاره.

غر، چی هره ډبره‌یې د تاریخ تکیه وه،

غر، چی د هرې سپرې پټکی د لوڼو عزت و، غر، چی د هرې ونې سیوری

د قام د شمله کیسه وه.

خو غر ونړیده!

نه زلزله وه،

نه توپان،

نه هم د آسمان خشم یو خاموشه سقوط،

لکه د بیدل په خیال کی د معنی ناڅاپي غرقېدل.

یوه چیغه راووته

له داغداره درزونو،

لکه د فردوسي په خولې کی

د سهراب د مرګ چیغه.

یو تور لړم،

له سینې‌یی راوتښتېد،

او د غر د ړنګېدو په دوړو کی

یوه سروټه، یوه چیغه،

او یوه خوله د دعا پټه شوه…

او بیا یو آس ولوېد،

هغه سپین آس،

چی قدم‌یی لمر راویښاوه،

چی بادونه‌یی زمزمه کول،

چی جګ میدان ته به

د تورې نغمه وړه

سپین آس ولوېد!

نه زخمي،

نه مړ،

خو شملې‌یی له خاورو ډکې وې،

سترګې‌یی

د ناپېژندل شوی تقدیر له کنډوالو ډکې.

سپین آس ولوېد،

او د پښو لاندې‌یی

د تاریخ وروستي سرود غلی شو

لکه یو لهجه،

چی د شملې او شرم ترمنځ ناورین ته تسلیم شي.

او بیا

یو زلمی، له تورو خړو راپاڅېد،

لاس‌یی د آس د یال نیولی و،

او چیغه‌یی وکړه:

زه د دې ړنګ غر بچی یم!

زه هغه چیغه یم،

چی د پلار له شملې نه لا لوړ غږیږی

او ځمکه یې،

چې تر پښو لاندې‌یې لړزله،

سکوت ته غاړه کښېښووه

لکه چی تاریخ د یوه نوي قیام نوم یادوي.

غر ونړیده،

آس ولوېد،

خو زوی راپاڅېد!

او دا د قوم کیسه ده،

چی تل د ړنګېدو له خټو بلې جګې ته لویږي،

لکه د بیدل خیال،

چی له هره خموشۍ

یو کاینات راژوندی کوي…

هو

غر ونړېد ، و خو لا هم پورته دی

یو غر ونړېد،

خو نه لکه ړنګېدونکې ودانۍ،

نه لکه خاورین دیوال

چی د باران پر مخ تښتی

بلکې لکه غرور

چی له تندي‌یی څاڅي،

او د تاریخ په ګریوان کی په سلګو بدلېږي.

غر ونړېد

هغه دنګ غر،

چی د آسمان له وریښمو سره

یی سر اشنا و،

چی له ستوریو سره‌یی

پټه مینه درلوده،

چی هره ډبره‌یی،

د یوې حماسې ټپه وه،

او هره ونې‌یی

په بیدار خوب کی

د ازادۍ نغمه سندروله.

خو اوس خاموشه شو

لکه د بیدل یو نیمګړی خیال،

لکه د ماشوخیل

یوه شپه‌ییزه چیغه

چی تر ستوري رسېږي

خو تر سبا نه‌رسېږي.

غر، لکه یو نامالوم زړه،

په ځان کی ونړېد.

یو سپین آس ولوېد،

هغه سپین آس

چی د لمبو له زنګ سره زېږېدلی و،

چی له هر ګامه‌یی

د باد نغمه راټوکېده،

او هر ځل چی یی پښه کیښوده،

خاوره به د طلا په شان ځلیده.

خو ولوېد…

په خاورو کی،

په دوړو کی،

په نیمګړو کیسو کی،

په ستړې کوڅو کی،

هلته چی نور

یوازې چمبه پاتې ده،

او هیر شوې چیغې.

سپین آس،

نه مړ،

نه ژوندی،

یوازې چپه شوی

لکه یو خوب

چی د تندر په شور

راویښ شي

او بیا بېرته

سترګو ته نه‌راځي.

خو… له دوړو را ووت یو

سیوری،

یو ځوان،

چی په سترګو کی‌یی د خوشحال غرور و،

او په ټټر کی‌یی

د زر کلنو چیغو اور بل و.

لاس‌یی

د آس یال ته اوږد شو،

او چیغه‌یی وکړه:

زه د دې ړنګ غر بچی یم،

زه د هغو نغمو تسلسل یم

چی د اسمان له چینه‌یی څښلي،

زه هغه زنګ یم

چی له ماتې نه ویریږي نه،

زه د فردوسي د داستان

هغې بلي څپې ته ولاړ

انتظار یم!

او شپه،

لکه یوه نجلۍ

چی د زلمی له نومه سره

بلدتیا لري،

په چوپتیا کی موسک شوه.

ځمکه،

لکه مور،

چی د زوی غږ وپیژني،

سکوت ته تسلیم شوه.

او آسمان،

لکه یو زوړ کتاب،

بیا پرانستل شو…

یو غر نړېد،

یو آس ولوېد،

خو یو غږ،

یو قیام،

یو نوم له خاورو پورته شو!

دا د قوم حماسه ده

هر ځل چی ړنګ شي،

بل ځل پورته شی

لکه شمله،

چی که هر څومره ولوېږي،

بیا هم

د غرونو پر سر ولاړه وي…

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.