د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۴۰مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۸۱مه برخه
په ټولنیزه میډیا کې څوویدیوگانې او گڼشمېر لنډۍ:
زما بیخي زړگی راډک دی
څوک چې د یارکیسې کوي، ژړا راځینه
چې څه دې وکړه، ښه دې وکړه
د نورو بدو به دې وس نهرسېدنه
ارمان ځواني پسې پهکار دی
دا بعضېخلک د دولت ارمانکوینه
په سر کې ورو ږمنځ راکاږه
په کې زما د زړگي کور دی وران به شینه
دا به زما نه پوره نهشي
چې هرماښام دې په جرگو رضا کومه
که دې خندلي راته نهوای
نری ـ نری زړه به مې ولېخوږېدنه
راځه ـ راځه پرما امبارشه
زه د غمونو سوداگر، راغلییمه
ترجنازې مې مخکې مهځه
وروسته راځه چې دې ترسترگو لاندې یمه
چې په ورکړې میٔن نهشې
ته به ولاړ یې بل بې سرهډولۍ کې وړینه
یورباب غږونکی یوازې ناست دی له یوه منگي سره رباب غږوي او داسې سوې لنډۍ زمزمه کوي چې اورېدونکي سم ورسره سوځي. ما دا پاسنۍ لنډۍ ورنه راخوندي کړې. ویدیو درې دقیقې اوږده ده او دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1670356280595402
زما د مرگ زیری پرې وکړئ
چې په درشل پورې ولاړه وچهشینه
د قبر خواکې ورته ناستیم
د خاورو زور دی لالی غږ نهراکوینه
انقلابي جانان به وکم
چې د وطن پرخاوره ځانقربانوینه
لالا یې توروخاور وخوړ
خور یې جامې اوتوکوي چې رابهشینه
دا لنډۍ مې هم له یوې داسې ویدیو نه راخپلې کړې چې یوځوان په ژوندۍبڼه په یومجلس کې له ژوندۍ موسیقۍ سره سوځنده لنډۍ وايي. ویدیو یوهدقیقه او نولسثانیې ده او دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/854723417719511
بدماشي مهکوه، خانخیلیو
که دې نوکر یمه، میٔن درباندې یمه
خدای دې په تنگهلار کې راکه
که ته شرمېـږې، لاس به زه درواچومه
راځه چې دواړه وطن پرېـږدو
وروستۍ خبرې به سپینږیري خلاصوینه
که دې وطن راسره پرېښود
لکه ښارو په جوارو به دې ساتمه
د رومالونو دور تېر شو
خلک په نښو کې موبایل ورکوینه
دا لنډۍ له داسې یوې ویدیو نه رااخیستل شوې دي چې یوځوان د جوارو په کرونده کې رباب په غیـږ کې یوازې ناست دی، په خپله رباب غږوي یو تن ورسره ضرب (ډولک) وهي او ربابي سوځنده لنډۍ زمزمه کوي. ویدیو دوېدقیقې او دیارلسثانیې ده او دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1938895436688005
مسافرۍ مې ویښته سپنکړل
د وجود غوښې مې ستاغم توږلېدینه
سخت د دردونو راته پام دی
یورانهځي، بل دروازه راټکوینه
لامبـوزن نهیې، کرار کینه
په دریابه گډېدل زړه غواړي میٔنه
چېرته چې ښهوي، هلته شپه وي
پـه اوسـنـي یــار مـې چـټـي تـړل شـرطــونــه
یوهنیمهشپه شي په خوند تېره
یوهنیمهشپه د سړي وینه وچوینه
دا پاسنۍ لنډۍ مې له داسې یوې ویدیو نه راواخیستلې چې یوځوان یوازې ناست دی او له یوه موزیک سره په کلیوالي لهجه لنډۍ زمزمه کوي. ځینې لنډۍ مې سره له دې چې څوځلې واورېدې، خو پرې پوه نه شوم. ویدیو ټوله یوهدقیقه او پنځهپنځوسثانیې ده، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1590821245698098
که دیدن کړې، تلوار راوکړه
زه به ترڅوپورې واړه ږدم قدمونه
په وړکوټوالي کې مزې وي
اوس پیغلې نجونه رانه پټمخونه ځینه
دیدن له راشه خوږه یاره
چې درنه تاو کمه په مینه سرهلاسونه
بېلتونه صبرکه رانهشې
زه خو د یار دیدنله نن راغلییمه
دا پاسنۍ لنډۍ مې له داسې ویدیو نه ترلاسه کړې چې لنډۍ، غږ او د سندرغاړي نوم او څېره ټول راته نوي وو. ویدیو ټوله څلورڅلوېښتثانیې ده او له پیل نه ترپایه پورې د یوه شخص عکس ښودل کېږي او په ټایتل کې یې داسې لیکلي دي:
تېرهېر اوازونه،
درویشاستاد مرحوم
زه د دې ویدیو له جوړونکي او د دې سندرغاړي د غږ له شریکولو او مخاطبینو ته د ورپېژنولو له پاره مننه کوم او هیله ورنه کوم چې د «تېرهېراوازونه» لړۍ جاري وساتي او خلکو ته تېرهېر سندرغاړي وروپېژني. دا هم د ویدیو لینک:
https://www.facebook.com/reel/1267649841909264
چې په ښایست مې خپه کېـږي
نور به د مځکې خوب کوم چې زړه شمه
جانانه ټینگه غېـږه راکړه
بېگا مې مړ په خوب لیدې، ویر مې کاونه
خاونده دا پرده مې وکې
د یاررومال مې په لمن کې پاتېشونه
دا درې لنډۍ مې له داسې یوې ویدیو نه راخپلې کړې چې د پښتنو د منلي سندرغاړي گلزار عالم نوم پرې لیکلی و. په ویدیو کې یو قاري ناست دی، په ترنم سره لنډۍ زمزمه کوي او خپل لاسونه ورسره پړکوي، د ویدیو په لاندنۍ برخه کې لیکل شوي دي چې: «قاري خوږترنم کوي او پر ژوند میٔن دی.»
دا هم د ویدیو لینک:
https://www.facebook.com/reel/770531292766345
د ښکلو مینه، خړسېلاو دی
که څوک پرې ځان لاهو کوي، میٔن دې شینه
د جانان سترگې خنجرونه
تل گوزارونه مې د زړه پرسرکوینه
د جانان مینې مې دا حال کو
کچکول په لاس، په هریو در غواړم خیرونه
بېلتونه مهراځه کلار شه
د جانان شونډې مې ایله چیچلېدینه
د یار راتگ په ما اختر دی
سمه روژه کې پر ما راشي اخترونه
اوس له غماز سره عادت شوم
زما جانان د غمازانو خوی کوینه
غم یې زما په زړه لگیا دی
په خوشالو یې رقیبان مزېکوینه
د بېلتانه په عدالت کې
زه عمرقید د خپلجانان له لاسه یمه
یوخوا دهجرتورېشپې دی
بل څوگیلې دي، ورسره د یار غمونه
بېلتون مې جج، غماز وکیل دی
ما د ماشوم یار ملاقات ته نهپرېـږدینه
دا لنډۍ مې له داسې یوې ویدیو نه را خپلې کړې چې سندرغاړی د ساز په ملتیا سوې لنډۍ زمزمه کوي. په ویدیو کې ښکاري چې اودیوکست لگول شوی دی او په ویدیو کې یوازې د اودیو کست عکس ښکارېـږي. ویدیو څلوردقیقې او لس ثانیې ده، دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/915991547746561
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.