«توت‌شکم‌پاره»

آصف بهاند

52

«توت‌شکم‌پاره»

یونستالژیک یاد

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه ونه ولاړه ده چې د روزگار سړو تودو یې خیټه ورڅیرلې ده. هرکله مې چې په دې ونه سترگې لگیـږي، ما ته د کابل په چاردهي کې د توتو هغه ونه رایادیـږي چې د نیله‌باغ او ده‌قلندر سیمې په منځ کې د یوې هدیرې ترغاړه ولاړه وه.

د دې لنډې مقالې په ترڅ کې به د یادو دوو سره ورته ونو په باب لنډمعلومات وړاندې شي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د توتانو د جالبې ونې (توت‌شکم‌پاره) په باب د معلوماتو منبع تر اوسه پورې یوازې زما په سترگو لیدلي حال او حافظې پورې اړه لري، له پلټنو سره ـ سره ما په بل ځای او بله منیع کې معلومات پیدا نه‌شوکړای.

اوس چې د نوي نسل د پوښتنو منډه تر اې ای (AI) پورې ده، نو ما هم د چت‌جي‌پي‌ټي ور وروټکاوه او د «توت‌شکم‌پاره» په باب مې ځینې پوښتنې ورسره شریکې کړې، خو داسې د قناعت وړ او نوی معلومات مې ترلاسه نه‌شو‌کړای. د توت‌شکم‌پاره په باب زما او چت‌چي‌پي‌تي تر منځ یوڅه خبرې وشوې، دا یې متن دی:

آصف:

سلامونه!

د کابل په چادردهي سیمه کې چې د اوسني تشکیل له مخې په اوومه ناحیه کې راځي، د توت یوه عجیبه ونه وه. ایا ته د دې ونې په باب معلومات لرې؟

چت‌چي‌پي‌تي:

سلامونه او نیکې هیلې!

د کابل د چادردهي سیمې د هغې «عجیبې توت ونې» په اړه ما په باوري تاریخي سرچینو کې کوم مشخص او مستند معلومات ونه موندل. خو د کابل د زړو اوسېدونکو ترمنځ د ځینو ځانګړو ونو، چینو او زیارتونو په اړه شفاهي روایتونه ډېر مشهور دي. ممکن هغه توت ونه هم له همدې ډول محلي کیسو او خاطرو څخه وي.

که ته د دې ونې په اړه لږ نور جزئیات راکړې، ښايي وکولای شم ښه پلټنه وکړم. د بېلګې په توګه:

  • دا ونه د چادردهي په کوم ځای کې وه؟
  • خلک یې په څه وجه «عجیبه» بلله؟
  • ایا له کوم زیارت، مدرسې یا تاریخي شخصیت سره تړاو درلود؟
  • ایا د هغې د میوې، عمر، بڼې یا کومې کرامت‌نما کیسې یادونه کېږي؟
  • تا دا کیسه د چا له خولې اورېدلې یا په کوم کتاب کې دې لوستې؟

د کابل د پخوانیو سیمو لکه چادردهي، ده‌افغانان، بالاحصار او شهدای صالحین په اړه ډېر معلومات شفاهي بڼه لري او په رسمي تاریخونو کې نه دي ثبت شوي. که ته د دې توت ونې په اړه کومه نوره نښه یا روایت شریک کړې، زه کولای شم ژوره پلټنه وکړم او وګورم چې ایا په افغاني تاریخي اثارو، خاطراتو یا د کابل د پخوانیو اوسېدونکو په لیکنو کې یې یادونه شوې ده.

که ستا مطلب هماغه «د چادردهي د توت ونه» وي چې ځینو مشرانو یې د خلکو د نذرونو او دعاوو ځای باله، نو مهرباني وکړه دا خبره راته تأیید کړه، ځکه د هغې په اړه بېلابېل روایتونه شته.

آصف:

د توت دا ونه د کابل د چاردهي په سیمه کې د نیله‌باغ او ده‌قلندر په منځ کې د یوې هدیرې پر غاړه ولاړه وه او ما خپله په څو څو ځلې توت په کې خوړلي دي. د توت دا ونه ډېره لویه او نس یې څیرې و، په همدې وجه یې توت شکم پاره ورته ویلې.

چت‌چي‌پي‌تي:

ډېر په زړه پورې معلومات دې شریک کړل! اوس چې تا یې دقیق ځای او ولسي نوم یاد کړ، نو داسې ښکاري چې دا ونه د چاردهي د سیمې له هغو مشهورو طبیعي نښو څخه وه چې د خلکو په حافظه کې ژوندۍ پاتې دي، خو په رسمي تاریخونو کې نه دي ثبت شوې.

د ستا د روایت له مخې:

  • دا ونه د نیله‌باغ او ده‌قلندر تر منځ پرته وه؛
  • د یوې هدیرې پر غاړه ولاړه وه؛
  • د توت ونه ډېره لویه او زړېدلې وه؛
  • د ونې نس یا تنه له منځه څېرې شوې وه؛
  • خلک یې د همدې ځانګړتیا له امله «توت شکم‌پاره» بلله؛
  • او تا خپله هم څو ځله د هغې توت خوړلي دي.

په افغانستان، په ځانګړې توګه د کابل په پخوانیو سیمو کې، د ډېرو زړو ونو لپاره ولسي نومونه موجود وو. ځینې ونې د بڼې له مخې نومول کېدې، لکه «کږه چنار»، «سپېره توت» یا «دوه سری توت». «شکم‌پاره» هم همداسې یو ولسي نوم ښکاري، یعنې هغه ونه چې تنه یې له منځه تشه او څېرې شوې وي.

د توت ونې معمولاً ډېر اوږد عمر لري، او کله چې عمر یې سلګونو کلونو ته ورسېږي، د تنې منځنۍ برخه ورو ورو تشېـږي، خو ونه بیا هم ژوندۍ پاتې کېږي او مېوه ورکوي. نو امکان لري چې توت شکم‌پاره د چاردهي له ډېرو پخوانیو ونو څخه وه، ښايي د څو نسلونو خلکو یې توت خوړلي وي.

له بده مرغه، ما په مکتوبو سرچینو کې د «توت شکم‌پاره» ځانګړی یادښت ونه موند، خو ستا دا شخصي شاهدۍ په خپله تاریخي ارزښت لري. د کابل د ټولنیز تاریخ یوه لویه برخه همداسې د خلکو په شفاهي روایتونو کې خوندي پاتې شوې ده.

که ته د دې ونې د پرې کېدو، وچېدو یا له منځه تلو وخت هم په یاد لرې، یا د هغې کوم زوړ انځور لرې، نو کېدای شي د کابل د سیمه‌ییز تاریخ لپاره یو مهم سند وي. زه فکر کوم چې که د چاردهي نور زاړه اوسېدونکي هم وپوښتل شي، نو ښايي د «توت شکم‌پاره» په اړه نورې کیسې او خاطرې هم راټولې شي.

زما په اند، دا یوازې یوه ونه نه وه؛ بلکې د چاردهي د خلکو د ګډو خاطرو یوه برخه وه. ستا د دې یادونې له امله، اوس د کابل د شفاهي تاریخ یوه بله ټوټه هم ثبت شوه. (د مکالمې پای)

له استاد شاه‌محمود محمود پوښتنه:

د همدې ورځې په ماښام مې د کابل پوهنتون د تاریخ څانگې پخواني استاد شاه‌محمود محمود ته زنگ وواهه او د ټوت شکم پاره په باب مې وپوښته، د هغه ځواب هم منفي و او د یاد توت ونې په باب یې څه معلومات نه درلود.

اوس هم زما خپل خاطرات او د سترگو لیدلی حال:

د «توت‌شکم‌پاره» په شاتنۍ برخه کې یوسوری هم شوی و او عقیده داسې وه چې ځینوښځو به نوزیـږي ناروغ ماشومان له یاد سوري نه د رغیدو په نیت تېرول.

زما یو ورور چې تر موږ کشر وو حبیب نومیده چې د یوې عادي ناروغۍ په وجه خدای له موږ نه واخیست، هغه وخت زما په ماشوم زړه کې دا خبره تېره شوه چې که د توت شکم پاره د شاتني سوري څخه په تېرېدو ناروغ ماشومان رغېـږي، نو زموږ حبیب جان یې ولې له دې سوري تېر نه کړ؟

وروستی ځل چې د تصادف له مخې مې «توت‌شکم‌پاره» ولید، د جگړې په اور کې د یوې کورنۍ د یوه ځوان د کباب شوي بدن په ځنازه کې د گډون له پاره هلته تللی وم. نیټه مې هېره ده، خو د هجري لمریزې نېټې د شپېتمې لسیزې کوم کال به و. دومره مې په یاد دي چې د یادې غمجنې کورنۍ استوگنځی «توت‌شکم‌پاره» پاره ته مخامخ پروت و. موږ چې د جنازې راایستلو ته ولاړ وو، نو زه د «توت‌شکم‌پاره» پاره په څنگ کې ولاړ وم او د توت پر ډډه مې تکیه کړې وه، پر هغه ماحول باندې ویر داسې حاکم و چې توت هم د قرباني شوي ځوان په ویر کې له موږ سره ځان شریک کړی و او سمه ژړا یې کوله.

له ښاغلي داود فرهنگ نه د مرستې غوښتنه:

د ۲۰۲۶ ام کال د جون په دیارلسمې ښاغلي داود فرهنگ راسره له کابل نه غږیده او د فرهنگي مسایلو په باب څه مشورې یې غوښتلې؛ ما هم له ده د «توت شکم‌پاره» په باب مرسته وغوښته:

آصف:

بیا سلامونه!

۱۵/۰۶/۲۰۲۶

زما پوښتنې پورې اړوند معلومات: توت شکم‌پاره: د توت دا ونه د کابل د چاردهي په سیمه کې د نیله‌باغ او ده‌قلندر په منځ کې د یوې هدیرې پر غاړه ولاړه وه او ما خپله په څو څو ځلې توت په کې خوړلي دي. دا پنځوسمې لسیزې کیسه ده (۱۳۵۰هـ ش) د توت دا ونه ډېره لویه او نس یې څیرې و، په همدې وجه یې توت شکم پاره ورته ویلې. که تاسو لطف وکړئ او هغې سیمې ته ورشئ چې دا ونه اوس هم شته که له منځه وړل شوې ده؟ د سیمې خلک باید وپوښتل شي چې د دې ونې د پخواني او اوسني حالت په باب څه وايي او که ونه نه وي، څه ډول له منځه وړل شوې ده؟ که ونه اوس هم شته وي، نو له بېلابېلو برخو یې عکسونه واخلئ او ما ته یې راولېږئ.

له مرستې نه مو همدا اوس مننه!

 فرهنگ:

سلامونه

قدرمن بهاند صاحب په دې هيله چي ښه اوسی.

چي کله مي فرصت پيداکړ ان شاء الله ورځم، که دغه ادرس يې لږ راته واضح کړی چي نيله باغ او ده قلندر په کومه ساحه کي دي؟ له دهمزنګ څخه چي دارالامان ته ځې په همدغه سيمه کې دي؟ که دلته وي نو کوم مشهور ځای چي ورته نږدې وي که هغه راته وښياست.

  1. 17. 2026 20.20

آصف:

نیله باغ او ده قلندر د دارالامان پر لاره نه دي پراته، بلکې دا دواړه سیمې د هغه واټ پر لاره پرتې دي چې له گذرگانه نه پیل کېـږي او تر ده‌دانا پورې غځېږي او د دهمراخان د سرک په نامه هم یادیـږي.

د پیدا کولو لنډه لاره یې دا ده چې لومړی دارالامان ته لاړ شئ، هلته له یو چا نه د دهمرادخان د سرک پوښتنه وکړئ له هغه ځان نه د ده قلندر سیمه یو کلیومتر فاصله لري ده. په ده قلندر کې چې له هرچا نه د توت شکم پاره د ځای پوښتنه وکړئ، معلومات درکوي له هغه ځان نه چې لږ کښته ولاړ شئ د نیله باغ منطقه پیل کېږي.

خو تر نن پورې بیا د دې فرهنگي دوست یواحوال شانتې هم را معلوم نه‌شو.

بیا مې د خپلې کورنۍ یوه ځوان نه هیله وکړه چې یادې سمې ته ورشي او د سیمې له اوسېدونکو نه د یادې ونې په باب معلومات راټول کړي.

څو ورځې وروسته د خپلې کورنۍ یاد غړي راته وویل چې مورد نظرسیمې تللی و، هلته داسې څه نه و د یادې ونې په څیر وي. په هماغې سیمې کې یې له یوه عمرخوړلي دوکاندار نه د «توت شکم‌پاره» په باب پوښتنه کړې وه، هغه له خواشنۍ په ډکه لهجه وره ویلي وو:

هو په هغه ځای کې دا ونه ولاړه وه، خو تقریباً پنځه‌لس کاله مخکې خلکو دا ونه ووهله او د سون‌توکو په څیر یې ټوټې کړه او ویوړه؛ خو د ډنمارک د هیدرسلیف په ښار کې توت شکم پاره ته ورته ونه لا تازه ولاړه ده او د ډنمارک د برحاله قوانینو له مخې څوک د دې اجازه نه لري چې یوه لښته یې هم غوڅه کړي.

په ډنمارک کې توت شکم‌پاره ته ورته ونه:

ما خپله په ډنمارک کې له مجبوریت نه څو کاله له بڼوالانو سره هم کار کړی دی. په دې کار کې زموږ مشر یوډنمارکی و چې په بڼوالي کې یې تخصص درلود، اوس کورناستی دی. یوه ورځ چې د تصادف له مخې په مخه راغی ما په ډنمارک کې توت شکم‌پاره ته ورته ونې ځانگړنې په باب ورته وویل او د ونې پته مې ورکړه، دی ورغلی و، ونه یې لیدلې وه، څو ورځې وروسته یې ما ته د یادې ونې په باب معلومات راولېـږل. زه به یې ژباړه دلته کېـږدم:

د دې ونې اصلي‌نوم Castanea sativa  دی چې اروپايي شاه‌بلوط (Sweet Chestnut) هم ورته ویل کېـږي او د مېوې په توګه یې مغز خوړل کېږي.

لنډ معلومات:

  • علمي نوم: «Castanea sativa»
  • عام نوم: اروپايي شاه‌بلوط، خوږ شاه‌بلوط
  • کورنۍ: Fagaceae
  • اصلي سیمې: سویلي اروپا، د مدیترانې شاوخوا او د لویدیځې آسیا ځینې برخې
  • د ونې ډول: پاڼریز، اوږد عمر لرونکې او نسبتاً لویه ونه
  • لوړوالی: عموماً شاوخوا له شلو تر دیرشو مترو پورې لوړیـږي، خو په مناسبو شرایطو کې تر دې هم لوړېدای شي.
  • مېوه: د اغزیو په څېر پوښ کې وده کوي او دننه یې عموماً 1–3 د خوړلو وړ شاه‌بلوط دانې وي.
  • ګل: د اوړي په لومړیو کې اوږده، خوشبویه ګل‌غوټۍ جوړوي.

مېوه یې څه ډول ده؟

د دې ونې مغز د نورو ډېرو مغز لرونکو ونو، لکه بادام او چارمغز، په څېر ډېر غوړ نه لري؛ نشایسته او کاربوهایډرېټ پکې نسبتاً زیات وي. خام، پخې یا وریته شوې دانې خوړل کېـږي او له اوړو څخه یې ډوډۍ، کیک او نور خوراکونه هم جوړېږي.

لنډیو اصلي منابع خلک دي ۵۱مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320