یو منل شوي حقیقت دا دی چې د انسانانو یوه وړه ډله مثبت او منفي باورونه د دوی منځ کې جوړوي او دا ډله ترېنه د ځان د هوساینې او خوښیو لپاره پکې ځان ته ځای جوړوي.
د انسان له پېداېښت څخه را دېخوا دوی په ډېرو سختیو سره خپلې ورځنې چارې مخ ته وړلې تر څو ژوندي پاتې شي.
په پیل کې انسانانو په تنهایې او یواځې ډول سره ژوند کاوه .
د انسانانو شعور او عقل ډېر وخت ونیو تر څو پر دې پوه شي چې په ګډه او یو ځای ژوند کول د دوی د بقاء سبب ګرځي.
لومړنیو انسانانو د ځان د ساتنې لپاره د ونو پر سر کورونه جوړول او ډېر وروسته یې بیا عقل د دې اجازه ورکړله تر څو د غونډیو او غرونو منځ کې ځان ته د سمڅو په څېر ځایونه جوړ کړي.
خوبیا هم کله به چې وحشي ځناورو پرې برید کاوه نو دوی به په ډېرو سختیو ځانونه او خپل ماشومان ترېنه ژغورل.
د انسانانو شعوري پخېدا خورا ډېر وخت ونیو تر څو پر دې پوه شي چې د دوی یو ځای او په ډله ېزه بڼه پاتې کېدل یې یواځینې لاره د بقاء ده.
کله چې انسانانو د یو ځای پاتې کېدو هوډ خپل کړ نو همدا لاره د دوی د پرمختګ سبب هم وګرځېدله.
لومړني انسانان ډېر وروسته پوه شول چې که دوی نوی څیز جوړوي نو ځان پرې ساتلی شي او همدا کړنه دوی کې دود شوه او هر کس به کوښښ کاوه تر څو یو نوی څیز جوړ کړي چې د نورو هم پرې کار وشي.
هر کس به چې یو څه جوړول بازار کې یې په بدل کې یو څه تر لاسه کول.
کله چې انسانان پر دې پوه شول چې یو ځای او په ګډه ژوند کول د دوی پر ګټه دي نو له همدې سره سم د کورنیو جوړېدا هم رامنځ ته شوه.
ګډ ژوند انسانان د پرمختګ په لور وهڅول او همدا لامل شو چې دوی پر دې پوه شي تر څو قومیت او خپلوي هم رامنځ ته کړي.
له دې سره سم بیا دوی اړ ول چې مشر ولري تر څو پر مټ یې له سوداګرې،اړیکو او تر دې چې د دوی منځ کې به ناخوالې وزېږېدلې د حل لاره یې ورته ومومي.
نن انسان د تکنالوژې ،مصنوعي هوش او مزل کول تر ستورو پورې ته رسولی او دا د پرمختګ لړې لا دوام لري.
پورتني لنډ ټکي چې ما (تابع)د انساني تاریخ له څنډو څخه تاسو سره یو ځای کړي دا هغه څه دي چې انسانانو په ډېرو سختیو او اوږد مزل سره ورته رسېدلي.
د نن انسانان په یوه تعریف شوي سیاسي جغرافیو کې د قانوني چوکاټ په درلودلو سره د ژوند کولو چارې مخ ته وړي.
خو ننی انسان له بده مرغه په ډېر سیستماتیک ډول سره هڅول کېږي چې د بیا ځلې لپاره انسانان په یواځې ډول او لرې له نورو ژوند ته مخه کړي.
اوس غواړم خپله هغه وېره چې انسانان نفرتونو ته هڅول کېږي په څو جملو کې تاسو سره یو ځای کړم.
په پیل کې ما د اوبو او الماسو نومونه لیکلي .
تاسو پوهېږې چې اوبه د ژوند اصل دی او هره برخه د ژوند ورسره تړلې ده.
انسانان پرته له اوبو ژوند نشي کولی.
کرنه،مالداري،صنعت،د څنګلونو ساتل،هوایي-ځمکنی او د اوبو سوداګري دا ټول هغه څه دي چې د اوبو پر مټ مخ ته ځي او که چېرته اوبه ورکېږي نو ورسره سم هر څه ورک او پای مومي.
بلخوا که چېرته انسانان وغواړي چې د الماسو غمي تر لاسه کړي دا له عقل او امکانه لرې خبره ده هغه ځکه چې د الماسو غمی یو کمیابه کاڼی دی بل دا چې دومره الماس شتون نلري چې د نړۍ اته میلیارده وګړي دې هر یو ولري.
ننې ښکلۍ نړۍ څو د ګوتو په شمار کسان یې غواړي تر څو هغه سفر چې په ډېرو سختیو او د انسانانو د وینو تویولو په بیه تر مونږ را رسېدلی بدرنګه او له نشت سره مخ کړي.
نن مونږ وینو چې د کپیتالیزم بازار د نړۍ هره جغرافیه او جوړ شوي په پښو ولاړ تمدونونه او باورونه ګواښي.
کپیتالېزم کې د هر صنعت چلونکي یواځې او یواځې د خپلې شتمنې د زیاتوالي او ساتنې په تکل کې دي.
دوی د خپلو شتمنیو د ساتنې لپاره اړ دي تر څو یو څه له لاسه ورکړي.
کله چې دوی د ځان د بقاء لپاره یو څه له لاسه ورکړي بیا نو اړ دي د هغه ګروپ او باېار برخه شي چې پکې د انسانانو ژوند ګواښي.
انسان پر دې پوه شوی چې یواځې د علم په تر لاسه کولو سره کولی شي د خپلو سیالانو کتار کې ځان ته ځای پیدا کړي.
نن دا وړه تایپه د انسانانو د خپلو شتمنیو پر مټ ټول د نړۍ انساني جوړښت له خطر سره مخ کړی.
دوی توانۍړلي انسانانو کې کرکه او وېره خپره کړي.
دوی توانېدلي انسانانو کې د ځان د بقاء لپاره داسې میتود ته مخه کړي تر څو هر انسان یواځې او یواځې د ځان لپاره په فکر کې شي.
نن دوی توانېدلي تر څوان نسل چې د هرې ټولنې د خپلو مقاصدو لپاره وکاروي.
ننی ځوان نسل په سیستماتیک ډول سره کوښښ دا کوي تر څو د ورځۍ په مارکېټ کې ځان ته ځای جوړ کړي.
له بده مرغه په اوسني مارکېټ او بازار کې ځان ځای جوړول له ډېرو څیزونو سره د خدای په امانۍ په مانا ده.
ننۍ نړۍ کې یواځې کپیتالیزم دی چې خبره یې ګل کوي.
په نني ژوندانه کې فلمي صنعت،نیاتر،موسیقي،رسنې،ټولنیزې شبکې او سیاسي مارکېټ هر یو د کپیتالیزم د مکتب تر اغېزې لاندې دي.
نن که چېرته په دقیق او څیړنیز ډول وګورو مونږ هر یو له عالم تر عادي وګړي ،له لوستي او نالوستي،کشر او مشر،ځوان او ماشوم ،نر او ښځه،ممبر او کور ټول په شعوري او غیر شعوري ډول سره لګیا یو له خپلو څخه د لرې کېدو واټن اختیاروو او هر یو کوښښ کوو تر څو یواځیتوب غوره کړو.
په پای کې غواړم وواېم چې انسانان یو له بل سره ښه ښکاري.
کورنی نظام،خپلوي،قومیت او د یوه باور پیروان د انساني جوړښت یو له سترو ارزښتونو څخه دی چې درلودلو یې انسان ښایسته ساتلی وو.
که چېرته په همدې ډول چې اوس لیدل کېږي او ورځ تر بلې انساني کاروان یواځیتوب خواته ځي بیا نو د لومړنیو انسانانو په څیر به نشت کې یو.
یواځې توپیر به دا وي چې لومړني انسانان د ګوتو په شمار ول او اوسني به په میلیاردو وي خو میلیاردي شتون به د هېڅ په مانا وي.
هېره د نه وي اوس ویلی شو چې له الماسو اوبه باارزښته دي.
بلخو که انسان څومره پوه،لوسنی او شتمن وي خو چې یواځې وي هېڅ ده.
(تابع)