د ژوند تعریف د څېړونکو، کارپوهانو او وتو کسانو له اړخه یوه مانا او د عامو خلکو له نظره بیا د هغوی ټاکنه ده چې پکې ځانونه پیدا کوي.
دا چې انسانان ژوند کوي او پکې ښکته او پورته ګالي ډیری وخت د دوی انتخاب نه وي.ژوند کې دین،مذهب،ژبه،قومیت او دودونه سره تړلي دي. د ګوتو په شمار به کسان وموندل شي چې یادو ټکو ته شا کړي او په خپله خوښه له ژوند کولو څخه خوند واخلي. ډیری وخت انسانان کوښښ کوي تر څو د ځان د خوښبو او سلامتیا لپاره یو انتخاب ولري خو د ځینو ټولنیزو دودونو له وجې یې نشي کولی ټاکلۍ خوښي خپله کړي.ډیرو کسانو د ژوند د فلسفۍ لپاره زیار ایستلی وي او په یاده برخه کې یې څېړنې هم تر سره کړي وي خو بیا هم له ټکر سره پکې مخ وي او یو څیز ورته خڼډ شي . که چېرته په یوه مذهبي ټولنه کې له یوه دیني عالم او څېړونکي سره هم مخ شو دوی د ژوند کولو فلسفه د دین له اړخه درته بیانوي خو چې کله مخاطبین د دوی ژوند ګوري نو د دوی له ویناوو او تعریفونو سره په ټکر کې وي .ډېر کم وخت پېښ شوي تر څو یو کس وتوانېږي د دیني عالم غلطې او ناسمې کړنې تر پوښتنې لاندې راولي او که دا کار ته چا ملا هم تړلي وي په پایله کې یې ډېر څه له لاسه ورکړي.نن سبا چې د تکنالوجې پر مټ خلک د خپلو پوښتنو د ځواب په لټه کې دي خو بیا هم له بده مرغه نشي کولی خپل سم ځواب تر لاسه کړي،هغه په دۍ مانا چې له بېلابېلو تعاریفو سره مخ کېږي او پر ځای د دې چې ځواب تر لاسه کړي له نورو پوښتنو سره یې مخه شي.دین او مذهب د یوۍ ټولنۍ او یا هم د یوه هېواد د خلکو له سترو ارزښتونو څخه شمېرل کېږي نو بیا ولې د دوی د سلامت لپاره هغوی چې ممبر په لاس کې لري او چلوونکي د دین دي نشي کولی یو تعریف چې ټول پکې ځان وویني را پیدا کړي.یا په بل عبارت په ډیري هېوادونو کې خلکو له دین څخه فاصله نیولې خو بیا هم واکمن د هېواد یې نشي کولی د یادۍ جغرافۍ جوړښت ته په کتو سره خپلو خلکو ته یو ماناداره تعریف چې ټول وګړي یې پکې ځانونه خوشحاله احساس کړي نشي چمتو کولی.
ټول انسانان په دې لټه کې دي تر څو له خوښیو او سوکالیو څخه ډک ژوند ولري او د خپلې خوښۍ انتخاب سره ځان پکې پیدا کړي.
د ښه ژوند تېرېدا لپاره کلونه خواري وشي خو بیا هم خوښي یۍ ګروګانه وي.
ولې انسانانو کې دا توانمندي نشته تر څو خپل ژوند د وضعه شوي قانون په چوکاټ له خوښبو سره تېر کړي.
د یوه هېواد چارواکي،دیني عالمان،سوداکر او نوموتي څېرې هېڅکله دا نشي زغملی چې خلک د دوی په منل شوي تعریف له خپل ژوند څخه خوند واخلي.
دوی په سیستماتیک او تدریجي ډول سره لوبېږي او یواځې د خپلۍ کورنیو غړو ته خوښي په میراث پرېږدي.
مونږ انسانانو کې یې وېره خپره کړې او له مونږ څخه یې د دین،مذهب،دود،قوم او ژبۍ په نوم سره خوښي او د ژوند کولو اصلي مانا اخیستې ده.
مونږ عام انسانان ټول (بلک مېل)شوي یو او خپل ژوند د دوی په خوښه تېروو او هغه ډار یې چې مونږ کې را ټوکولی زمونږ خوښي اخلي.
تر ټولو د پام وړ خبره دا ده چې تر دوی ټولو بیا عام وګړي پرهېزګاره،وفاداره،قانونمند او ارزښتونو ته پاپند وي خو بیا هم هرڅه ترېنه اخیستل شوي.
د یادولو وړ ده هر هغه ارزښت چې نن تاسو یې په سترګو وینې دا عام وګړو ساتلی او سینه په سینه نورو ته په میراث رسیدلی دی.
موبي ګروپ
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.