د افغان ولس زخمي آواز

 محمد همایون همت

53

د افغان ولس زخمي آواز

د ډیورنډ د فرضي کرښې پر اوږدو د پاکستاني تجاوز، د امریکا «یو بام او دوه هوا» دریځ، او د نړیوال عدالت حقوقي محاکمه

یوه  حقوقي او مستنده لیکنه د افغان ولس د زخمي وجدان، ملکي قربانیو، ملي حاکمیت او نړیوال  عدا لت په رڼا کی 

 محمد همایون همت

۳ جولای ۲۰۲۶

لنډیز

دا مقاله استدلال کوي چې د افغانستان پر پکتیا، پکتیکا او کونړ د پاکستان وروستي هوايي او نظامي بریدونه باید د «سرحدي کړکېچ» تر نرم، بې‌خونده او بې‌مسؤلیته عنوان لاندې پټ نه شي. د افغان ملي، تاریخي او حقوقي روایت له مخې موضوع د ډیورنډ د فرضي کرښې پر اوږدو د پاکستاني تجاوز، د افغانستان د حاکمیت د نقض، د ملکي افغانانو د وینې، د امریکا د دوه‌ګوني او متناقض دریځ، او د نړیوال عدالت د ازموینې قضیه ده.

دا لیکنه د یوناما د ملکي تلفاتو پر محتاطو شمیرو، د رویټرز او اسوشیېټېډ پرېس پر خبرونو، د امریکا د پخوانیو رسمي او امنیتي روایتونو، د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱مې مادې، او د نړیوال بشري قانون پر بنسټ د پاکستان د امنیتي ادعاوو حقوقي محاکمه کوي.

مرکزي خبره دا ده: د  ځاندفاع د بمبارۍ سپین چک نه دی؛

امنیت د بل ملت د ماشوم پر قبر نه جوړېږي؛

او افغانستان د هېڅ دولت د «ستراتیژیک عمق» د سوځېدونکي میدان نوم نه دی.

منځپا نګه

1. د زخم نوم سمول: ولې «سرحدي کړکېچ» نه، بلکې «د ډیورنډ د فرضي کرښې پر اوږدو پاکستاني تجاوز»؟

2. پکتیا، پکتیکا او کونړ: د ملکي وینې سند، د انسان مخ، او د جګړې یخه ژبه.

3. د امریکا «یو بام او دوه هوا»: له اوباما تر ۲۰۲۶ پورې د پاکستان په اړه متناقض روایت.

4. مشرف، ستراتیژیک عمق او د پاکستان امنیتي ذهنیت: د تاریخ هغه اعتراف چې افغان زخم تازه کوي.

5. آی ایس آی، نیابتي جګړې او د ننني سیاسي پوښ خطر.

6. د ځاندفاع حقوقي محاکمه: ثبوت، ضرورت، تناسب، احتیاط او جبران.

7. افغان مور، افغان ماشوم او نړیوال وجدان: له درد څخه تر دعوې پورې.

8. د افغان ملي او نړیوالو غوښتنو حقوقي مسوده.

9. پایله: د افغان ولس اعلامیه.

۱. د زخم نوم سمول: د «سرحدي کړکېچ» اصطلاح ولې  نا سمه او کمزورې ده؟

کله چې د افغانستان پر خاوره بم غورځي، کله چې د یوې مور غېږه تشېږي، کله چې د ماشوم د ښوونځي کتاب د کور له کنډوالو سره ګډېږي، نو د دې پېښې نوم «سرحدي کړکېچ» نه شي کېدای. «سرحدي کړکېچ» هغه اصطلاح ده چې د بریدګر دولت ظا لما نه « رسمي روایت  » نرموي، د قرباني ولس درد تخنیکي کوي، او د سیاسي جنایت پر مخ د بې‌طرفۍ رنګ وهي.

د افغانستان لپاره د دې پېښې دقیق نوم دا دی:

د ډیورنډ د فرضي کرښې پر اوږدو د پاکستاني تجاوز، بې‌ثبوته امنیتي ادعاوو، ملکي تلفاتو او د افغان حاکمیت د نقض قضیه.

دا نوم اوږد دی، خو حقیقت هم اوږد دی؛

دا نوم دروند دی، خو د افغان مور د اوښکو په وزن برابر دی.

د ډیورنډ فرضي کرښه د افغان ملي حافظې په ژبه یوازې جغرافیه نه ده؛

دا د کورونو، قبایلو، ولسونو، بازارونو، هديرو، ودونو، جنازو او تاریخي حافظې پرېکون دی. نو کله چې پاکستان د همدې فرضي کرښې له هغې غاړې د افغانستان پر کلیو هوايي برید کوي، هغه یوازې د «سرحد» له ژبې نه، بلکې د تاریخ، انسانیت او حاکمیت له ژبې سره محاکمه کېږي.

له همدې ځایه د قلم مسؤلیت پیلېږي:

باید نوم داسې وټاکل شي چې هم د قانون پر میز دروند وي، هم د ولس پر زړه رښتینی. بې‌طرفه ژبه هغه وخت عدالت نه وي چې قرباني او بریدګر په یوه کچه کېنوي؛

عادلانه ژبه هغه ده چې د ماشوم وینه په «اختلاف» نه، بلکې په «مسؤلیت» بدل کړي.

 

۲. پکتیا، پکتیکا او کونړ: د وینې درې نومونه، نه د خبر درې کرښې

پکتیا، پکتیکا او کونړ یوازې د ولایتونو نومونه نه دي؛ دا د غرونو، کليو، کورنیو، ښوونځیو، جوماتونو، هديرو او بې‌وسه خلکو ژوندۍ نقشې دي.

کله چې د دې نومونه د هوايي بریدونو له خبر سره راځي، باید لوستونکی یوازې نقشه ونه ویني؛ باید د یوې مور چیغه، د یوه پلار بې‌وسي، د یوه ماشوم ویره او د یوه کور مات شوی چت هم وویني.

د رویټرز د راپور له مخې، یوناما ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جون په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي؛

راپور د پکتیا، پکتیکا او کونړ نومونه په همدې پېښو کې یادوي. اسوشیېټېډ پرېس د افغان چارواکو له قوله لوړ شمېرې هم راوړې: لږ تر لږه ۳۶ وژل شوي او تر ۱۶۰ زیات ټپیان. دا توپير خپله د خپلواکې، ساحوي او بې‌طرفه پلټنې اړتیا لا پیاوړې کوي. [۱][۲]

د ارقامو تر شا د انسان مخ باید پټ نه شي. د جګړې رسمي ژبه وايي: ۲۸ وژل شوي، ۴۹ ټپیان. خو د ولس ژبه وايي: ۲۸ کورونه په ماتم بدل شول، ۴۹ وجودونه په دردونو پوښل شول، او سلګونه ماشومان د وېرو، بې‌خوبۍ او بې‌باورۍ په داسې سیوري کې پرېښودل شول چې هېڅ احصائیه یې نه شي اندازه کولای.

که پاکستان ادعا کوي چې هدف یې وسله‌وال وو، نو د ثبوت بار د پاکستان پر اوږو دی.

که افغانستان  ې ردوي او ملکي تلفات ښيي، نو د پلټنې حق د قربانیانو پر لور ولاړ دی.

په نړیوال قانون کې ادعا تر هغه پورې د بم جواز نه شي کېدای چې خپلواک، روڼ او د نړیوالو معیارونو وړ ثبوت ورسره نه وي.

پکتیا، پکتیکا او کونړ د «هدفونو» نومونه نه دي؛ دا د افغان کورونو، ماشومانو، مېرمنو، کروندو او ښوونځیو نومونه دي. هره بمباري چې د دې خاورې پر ملکي ژوند راپرېوځي، باید د «ترهګرۍ ضد عملیاتو» په مبهمه ژبه نه، بلکې د ثبوت، تناسب، ملکي خوندیتوب، خپلواکې پلټنې او جبران په حقوقي ژبه وڅېړل شي.

 

۳. د امریکا «یو بام او دوه هوا»: له اوباما تر ۲۰۲۶ پورې

د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د «ځاندفاع» حق یاد کړ.

رویټرز همدغه دریځ داسې راپور کړ چې واشنګټن د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د دفاع حق ملاتړ کړی. خو په همدې خبر کې د یوناما د ملکي تلفاتو شمېرې هم د بحث برخه وې. [۳]

دلته د امریکا دریځ د افغان ولس پر زخم د سیاسي مالګې په څېر ښکاري:

د پاکستان  “ امنیتي درد “ په رسمي جمله کې ځای مومي، خو د افغان ملکي وینې درد په هماغه قوت نه اورېدل کېږي.

که امریکا د پاکستان د ځاندفاع حق یادوي، نو ولې په هماغه جمله کې د افغانستان حاکمیت، د ملکي قربانیانو عدالت، خپلواکه پلټنه او جبران نه یادوي؟

دا هماغه حالت دی چې د ولس په متل کې ورته وايي: «یو بام او دوه هوا».

یو بام دا دی چې قانون، حاکمیت او د ترهګرۍ ضد مبارزه د ټولو لپاره یوه ادعا ده؛

خو دوه هوا هغه ده چې کله د پاکستان امنیت یادېږي، ژبه نرمه او مشروع کېږي، او کله د افغان ماشوم وینه یادېږي، جمله احتیاطي، سړه او نیمګړې پاتې کېږي.

د امریکا پخوانی رسمي روایت له ننني دریځ سره ژور تضاد لري.

ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۰۹ کال د مارچ پر ۲۷مه د افغانستان او پاکستان په اړه د نوې ستراتیژۍ په وینا کې د پاکستان د خوندي پټنځایونو، د القاعده د حضور، او د «سپین چک» نه ورکولو مسئله راپورته کړه. هغه ژبه نن د افغان ولس لپاره د حقوقي شاهد په څېر ولاړه ده:

هغه څوک چې یو وخت یې د پاکستان پر نیمګړو ژمنو او پټنځایونو نیوکه کوله، نن باید د پاکستان د ځاندفاع تر څنګ د افغان ملکي ژوند حق هم په هماغه قوت یاد کړي. [۴]

افغانستان له امریکا د دښمنۍ ژبه نه غواړي؛

افغانستان د معیار د وحدت غوښتنه کوي.

که د قانون نوم اخیستل کېږي، قانون باید د زورور او کمزوري تر منځ توپیر ونه کړي.

که د ترهګرۍ ضد مبارزه اصل دی، نو د ملکي وګړو د وژنې منع هم اصل دی.

که د پاکستان امنیت محترم دی، د افغانستان حاکمیت هم محترم دی.

۴. مشرف، ستراتیژیک عمق او د پاکستان ”  امنیتي “ ذهنیت

د پاکستان د امنیتي ذهنیت بحث باید له شعار نه د سند ژبې ته راوستل شي.

پخواني ولسمشر او پوځ مشر پروېز مشرف په خپلو خاطراتو او وروسته مرکو کې د افغانستان په جګړو کې د پاکستان د تګلارې داسې اړخونه څرګند کړي چې د «ستراتیژیک عمق» بحث ته تاریخي وزن ورکوي.

د ده د ۲۰۰۶م کال خاطرات، In the Line of Fire، د افغانستان د جګړې او د طالبانو د دورې په اړه د پاکستان د پرېکړو یوه مهمه داخلي کړکۍ ګڼل کېږي. [۱۰]

په ۲۰۱۵ کال کې هم پر مشرف داسې څرګندونې خپرې شوې چې پکې د طالبانو، اسامه بن لادن او ایمن الظواهري د پخواني «اتل» ګڼلو او د هغوی د روزنې خبره راغلې وه؛

دا ډول اعترافونه که هر څومره وروسته په سیاسي تعبیرونو پوښل شوي وي، د افغان ولس د درد لپاره یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي:

آیا افغانستان د بل دولت د امنیتي تجربو، نیابتي محاسبو او سیمه‌ییز رقابت د اورګاډي پټلۍ وه؟ [۱۱]

دلته زموږ ژبه باید دقیق او عادلانه وي:

موږ د پاکستان د عام ولس د هغه درد سپکاوی نه کوو چی عامل ې پخپله پا کستا نې ا ستخبا را تی کړۍ دی ؛

موږ د  پا کستا ن د هغه  بی ثبوته ظا لمانه “ امنیتي فکر “  محاکمه کوو چې افغانستان یې د خپل «عمق» په نوم د بل ولس د سوځېدونکي میدان په څېر لیدلی دی.

افغانستان د هېچا د ستراتیژیک عمق تنور نه دی، چې او لا دونه او مور یې په لمبو کې وسوځول شي او بیا یې په رسمي اعلامیه کې د «امنیت» په نوم توجیه شي.

که کوم پخوانی مشر، نظامي حلقه یا فکري استاد د افغانستان د کمزورۍ، تجزیې، بې‌ثباتۍ یا نیابتي جګړې په سیاست کې ویاړ ویني، د نړیوال قانون له نظره دا یوازې تاریخي بحث نه دی؛

دا د نیت، تکرار، جوړښتي مسؤلیت او جبران بحث دی. همدا ټکی باید په افغان حقوقي ادبیاتو کې له احساساتي چیغې نه د مستندې دعوې په ژبه بدل شي.

د افغان ولس غوښتنه انتقام نه ده. غوښتنه دا ده چې د تاریخ له اعترافونو، پخوانیو امنیتي اسنادو او نننیو ملکي تلفاتو څخه یوه حقوقي حافظه جوړه شي.

همدا حافظه سبا د نړیوالې محکمې، د ملګرو ملتونو د پلټنې، یا د سیمې د سیاسي فشار پر میز د افغانستان د حق ژبه پیاوړې کولی شي.

۵. آی ایس آی، نیابتي جګړې او د ننني سیاسي پوښ خطر

د پاکستان د آی ایس آی په اړه بحث باید د سپکاوي پر ځای د اسنادو په ژبه وشي.

په ۲۰۱۱ کال کې رویټرز راپور ورکړ چې امریکايي چارواکو د پاکستان استخباراتي ادارې د ا فغا نستان مجا هد ین د «نیابتي جګړې» لپاره په کارولو تورن کړې و دا تور د عادي سیاسي اختلاف خبره نه وه؛ دا د افغانستان د جګړې په زړه کې د پاکستان د استخباراتي نقش په اړه د امریکا د خپل امنیتي روایت یوه مهمه دوسیه وه. [۵]

په ۲۰۱۷ کال کې رویټرز بیا راپور ورکړ چې د ټرمپ ادارې د پاکستان پر وړاندې د سخت دریځ احتمال څېړه، او په راپور کې د امریکا د هغو ادعاوو یادونه وه چې د پاکستان آی ایس آی د ورانکارو  له اړیکو سره تړل کېده؛

پاکستان دا تورونه ردول، خو د امریکا د بحث مرکز افغانستان، خوندي پټنځایونه او د پاکستان استخباراتي اړیکې وې. [۶]

په ۲۰۱۸ کال کې رویټرز راپور ورکړ چې امریکا پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې «نور کار» دې وکړي، او د پاکستان د دوه‌ګونې لوبې بحث یې بیا راپورته کړ.

دا اسناد د افغانانو لپاره ډېر مهم دي: هغه تورونه چې امریکا پخپله یو وخت د پاکستان پر امنیتي جوړښتونو لګول، نن باید د افغانستان د مظلومیت د حقوقي حافظې برخه شي. [۷]

د آی ایس آی د نقش بحث باید په احساساتي سپکاوي نه، بلکې په مستندې ژبې داسې وړاندې شي:

د امریکا پخوانیو چارواکو او نړیوالو راپورونو د پاکستان د استخباراتي شبکو، د سیسې  او افغان جګړې ترمنځ د اړیکو په اړه جدي ادعاوې ثبت کړې دي؛

پاکستان دا ردوي؛ خو همدا تضاد د خپلواکې نړیوالې پلټنې اړتیا لا پیاوړې کوي.

افغان لیکوا لان باید دا جمله په تکرار او دقت ووايي:

موږ د پاکستان پر عام ولس تور نه لګوو؛ موږ د پاکستان د امنیتي او استخباراتي جوړښتونو هغه سیاست محاکمه کوو چې د افغانستان پر خاوره یې د لسیزو لپاره د اور، بې‌باورۍ، نیابتي جګړې او د حاکمیت د نقض فضا جوړه کړې ده.

۶. د ځاندفاع حقوقي محاکمه: پنځه قلفونه چې د بم جواز نه پرې خلاصېږي

د ملګرو ملتونو منشور ۵۱مه ماده د ځاندفاع حق پېژني، خو دا حق مطلق، بې‌حسابه، بې‌ثبوته او د بمبارۍ سپین جواز نه دی. ځاندفاع باید د وسله‌وال برید، ضرورت، تناسب، ملکي خوندیتوب او نړیوال راپور ورکولو له معیارونو تېر شي. [۸]

1. ثبوت: پاکستان باید ښکاره، خپلواک او نړیوال منل شوی ثبوت وړاندې کړي چې د افغانستان له خاورې د دولتي ملاتړ لرونکی وسله‌وال برید شوی. بې‌ثبوته تور د بم جواز نه دی.

2. ضرورت: هوايي برید باید وروستۍ او بې‌بدیله لاره وي. که دیپلوماتیکې لارې، ګډې پلټنې، استخباراتي شریکول، د ملګرو ملتونو میکانیزمونه او سیمه‌ییز منځګړیتوب ممکن وي، نو بمباري د قانون له پلوه سختې پوښتنې زېږوي.

3. تناسب: که د ادعا شوې پوځي ګټې په مقابل کې ښځې، ماشومان، کورونه او ملکي ژوند له منځه ځي، نو د ځاندفاع ادعا خپل اخلاقي او حقوقي وزن بایلي.

4. احتیاط: د نړیوال بشري قانون له مخې جګړه‌مار متجاوز لوري باید د ملکي او پوځي هدف ترمنځ توپیر وکړي، د ملکي زیان د کمولو لپاره ټول ممکن احتیاطي تدابیر ونیسي، او بې‌توپیره یا بې‌تناسبه بریدونه ونه کړي. [۹]

5. جبران او پلټنه: که ملکي کسان وژل شوي وي، مسؤل لوری باید خپلواکه پلټنه ومني، قربانیان وپېژني، جبران برابر کړي، او د تکرار د مخنیوي ضمانت ورکړي. پرته له دې، «ځاندفاع» د قانون اصطلاح نه، بلکې د زور پرده ګرځي.

لنډه پا یله 

ځاندفاع هغه وخت مشروع بحث کېدای شي چې ثبوت ولري، ضرورت یې څرګند وي، تناسب یې رعایت شوی وي، ملکي خوندیتوب یې ساتلی وي، او د قربانیانو د پلټنې او جبران دروازه یې تړلې نه وي.

 

۷. افغان مور، افغان ماشوم او نړیوال وجدان: له درد څخه تر دعوې پورې

افغان ولس باید خپل درد داسې بیان کړي چې د نړۍ زړه هم ولړزوي او د قانون میز هم پرې دروند شي. یوازې چیغه کافي نه ده؛ یوازې سند هم کافي نه دی. چیغه باید سند شي، سند باید دعوه شي، دعوه باید نړیواله محاکمه شي، او محاکمه باید د قربانیانو عدالت ته لار پرانیزي.

زموږ ژبه باید داسې وي: موږ د ترهګرۍ هر ډول عمل غندو؛ د هر بې‌ګناه انسان وینه حرامه بولو؛ د پاکستان د عام ولس درد هم د انسان درد ګڼو. خو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د افغان ماشوم د وژلو، د افغان مور د ژړولو، د افغان کور د ورانولو او د افغانستان د حاکمیت د ماتولو اجازه نه ده.

افغان ماشوم د کومې استخباراتي دوسیې نوم نه دی. هغه د مور په غېږ کې ژوند غوښت، نه د بم تر سیوري لاندې مرګ. افغان مور د نړیوالو مصلحتونو د جدول یوه شمېره نه ده. هغه د عدالت غوښتونکې انسانه ده، چې د خپل اولاد قبر ته ولاړه ده او له نړۍ پوښتي: زما د ماشوم جرم څه و؟

د افغان ولس د زخمي عطر معنا دا ده چې د وینې تر بوی لاندې هم وقار ژوندی پاتې دی. افغانان انتقام نه، عدالت غواړي؛ ګډوډي نه، سند غواړي؛ شعار نه، نړیواله پلټنه غواړي؛ د بل ولس د درد سپکاوی نه، د خپل ولس د درد درناوی غواړي.

افغانستان باید د هېڅ دولت د داخلي ناکامۍ قرباني نه شي. که یو اټومي او دروند پوځ، د زرګونو کیلومترو اغزن تار، پوستو، استخباراتو، رادارونو او پوځي بودجې تر لرلو وروسته هم خپل امنیتي ناکامي د افغان کلي پر کور تویوي، نو دا یوازې نظامي تېروتنه نه ده؛ دا د ځواک ناانډولي، د حاکمیت نقض او د نړیوال وجدان امتحان دی.

۸. د نړیوالو سرچینو تناقض: د خبر، سیاست او وجدان درې بېلې ژبې

د سرچینو ترمنځ درې ژبې ښکاري.

رویټرز د یوناما محتاطې شمېرې او د دواړو خواوو ادعاوې راوړي.

اسوشیېټېډ پرېس د افغان چارواکو له قوله لوړې شمېرې، د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې، او د ډیپلوماتیک تاوتریخوالي انځور وړاندې کوي.

د امریکا دریځ د پاکستان د ځاندفاع ژبه کاروي. [۱][۲][۳]

دا درې واړه سرچینې د یوې ژورې نتیجې لور ته اشاره کوي:

حقیقت یوازې د پاکستان د  بی سنده «ترهګر پټنځای» په ادعا کې نه خلاصه کېږي.

حقیقت د افغان ملکي کور په کنډواله کې هم پروت دی، د روغتون په بستر کې هم پروت دی، د یوناما په محتاطه جمله کې هم پروت دی، او د امریکا د پخوانیو اسنادو په تناقض کې هم پروت دی.

له همدې امله، افغان ولس او مسلکی متخصیصن  باید د سرچینو له تناقض څخه علمي قوت او نړ یوال حقو قی ا سناد  جوړ کړي:

پاکستان ادعا کوي؛ افغانستان ردوي؛

یوناما ملکي تلفات یادوي؛

امریکا د پاکستان ځاندفاع یادوي؛

خو د امریکا پخواني رسمي او خبري اسناد پاکستان د خوندي پټنځایونو، سپین چک، دوه‌ګونې لوبې او آی ایس آی اړیکو له زاویې هم یادوي.

دا ټول یو ځای د خپلواکې نړیوالې پلټنې غوښتنه پیاوړې کوي.

۹. د افغان ملي غوښتنو حقوقي مسوده

1. د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې دې د پکتیا، پکتیکا او کونړ د بریدونو خپلواکه، بې‌طرفه او ساحوي پلټنه وشي.

2. د پاکستان د ادعاوو ټول ثبوتونه دې د نړیوالو میکانیزمونو، نه د رسنیزو شعارونو، له لارې وړاندې شي.

3. د ملکي قربانیانو نومونه، عمرونه، جنسیت، کورنۍ حالت، د زیان اندازه، د کورونو تخریب، د درملنې اړتیاوې او د رواني صدمې کچه دې په رسمي ډول ثبت شي.

4. پاکستان دې د ملکي قربانیانو د جبران، د درملنې لګښتونو، د کورونو د بیا رغونې، د یتیمانو د ملاتړ او د تکرار د مخنیوي ضمانت ورکړي.

5. امریکا دې خپل دریځ متوازن کړي:

د پاکستان د ځاندفاع تر څنګ دې د افغانستان حاکمیت، د ملکي وګړو خوندیتوب، خپلواکه پلټنه او جبران په ښکاره ډول یاد کړي.

6. د ډیورنډ د فرضي کرښې پر اوږدو دې د بشري خوندیتوب ځانګړی میکانیزم جوړ شي، څو ولسي کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، جوماتونه او بازارونه د بریدونو له خطره خوندي شي.

7. افغان علمي، حقوقي او رسنیز بنسټونه دې د «سرحدي کړکېچ» پر ځای د «د ډیورنډ د فرضي کرښې پر اوږدو د پاکستاني تجاوز او ملکي تلفاتو قضیه» دقیق اصطلاح وکاروي.

8. افغان حقوقپوهان، ډاکټران، ژورنالیستان او د مدني ټولنې بنسټونه دې د قربانیانو د اسنادو ګډ ملي آرشیف جوړ کړي؛

ځکه بې‌سنده درد د نړۍ په محکمو کې ژر هېرېږي، خو مستند درد د عدالت د دروازې کلۍ ګرځي.

9. اسلامي، سیمه‌ییز او نړیوال سازمانونه دې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د ملکي ژوند د خوندیتوب ترمنځ یو واحد معیار اعلان کړي؛

د یوه دولت امنیت د بل ملت د کور د ورانولو اجازه نه شي کېدای.

۱۰. پایله: د افغان ولس اعلامیه

دا د “ سرحدي کړکېچ  “ قضیه نه ده. دا د ډیورنډ د فرضي کرښې پر اوږدو د پاکستاني تجاوز، د افغان ملکي وینې، د امریکا د دوه‌ګوني دریځ، او د نړیوال عدالت د ازموینې قضیه ده.

که نړۍ د پاکستان امنیت ویني، باید د افغانستان حاکمیت هم وویني.

که د پاکستان درد اوري، باید د افغان مور چیغه هم واوري.

که د ترهګرۍ پر ضد قانون یادوي، باید د ملکي افغانانو د وژنې پر وړاندې هماغه قانون په قوت عملي کړي.

افغانستان نن نړۍ ته له کمزورۍ نه، بلکې له زخمي عزت څخه وايي:

زموږ پر وینه سیاست مه کوئ.

زموږ د ماشوم قبر د بل چا د ځاندفاع د بیان حاشیه مه ګرځوئ.

زموږ د مور ژړا د دیپلوماتیکو جملو تر شا مه پټوئ.

موږ عدالت غواړو، ثبوت غواړو، خپلواکه پلټنه غواړو، د قربانیانو جبران غواړو، او د خپل مظلوم ولس د ژوند، عزت او حاکمیت دفاع غواړو.

افغان ولس د ترهګرۍ هر ډول عمل غندي؛ خو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د افغان ماشوم د وژلو، د افغان مور د ژړولو، او د افغانستان د حاکمیت د ماتولو اجازه نه ده.

پاکستان دې ثبوت وړاندې کړي، خپلواکه پلټنه دې ومني، د ملکي قربانیانو جبران دې وکړي، او امریکا دې د پاکستان د ځاندفاع تر شعار لاندې د افغان وینې سیاسي بې‌ارزښته کول بند کړي.

 

سرچینې او ا سناد

[1]. Reuters, “At least 28 killed in Pakistan air operations on Afghanistan, UN says,” 29 June 2026.

[2]. Associated Press, “Pakistani airstrikes kill 36 civilians in Afghanistan and wound 160, officials say,” 29 June 2026.

[3]. Reuters, “US says it supports Pakistan’s right to defend itself against terrorist attacks,” 2 July 2026.

[4]. White House Archives, President Barack Obama, “Remarks by the President on a New Strategy for Afghanistan and Pakistan,” 27 March 2009.

[5]. Reuters, “U.S. says Pakistani spies using group for proxy war,” 21 September 2011.

[6]. Reuters, “Exclusive: Trump administration eyes hardening line toward Pakistan,” 20 June 2017.

[7]. Reuters, “U.S. puts Pakistan on notice: Do more to stop terrorism,” 2 January 2018.

[8]. United Nations, Repertory of Practice of United Nations Organs, Article 51 of the UN Charter.

[9]. International Committee of the Red Cross, “The rules of war in a nutshell / IHL basic principles.”

[10]. Pervez Musharraf, In the Line of Fire: A Memoir, Free Press, 2006.

[11]. The Hindu, “Pakistan supported, trained terror groups: Musharraf,” 28 October 2015; also reported by other regional outlets at the time.

[12]. Human Rights Watch, “Afghanistan: The Massacre in Mazar-i Sharif,” November 1998.

[13]. Ahmed Rashid, Taliban: Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia, Yale University Press, 2000/2010 editions.

[14]. The Guardian, “Pakistani airstrikes kill dozens in eastern Afghanistan,” 29 June 2026.

 

محمد هما یون همت 

MD,PhD

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.