په دې وروستیو کې لوېدیځه اروپا د داسې سترو سیاسي بدلونونو او ټولنیزو ګډوډیو پر درشل ولاړه ده، چې ښايي ددې لویې وچې سیاسي نقشه په بشپړه توګه بدله کړي. په جرمني کې د اوسني حکومت پر وړاندې د مخالفو ګوندونو د اعتراضونو او نارضایتۍ فضا مخ پر پراخېدو ده، فرانسه کې ژور سیاسي او ټولنیزو اختلافات روان دي ، پر سړکونو د خلکو لاريونونه او د ناراضي توبونو شاهده ده. خو تر ټولو خطرناک تحولات ښايي په بریتانیا کې رامنځته شي؛ هغه هېواد چې په ډېرو برخو کې د زړې اروپا له بنسټونو څخه ګڼل کېږي.
اوس مهال د انګلستان په ټولو لانجمنو سیمو يانې ( شمالي ایرلنډ، وېلز او سکاټلنډ) کې داسې سیاسي ځواک واک ته نږدې یا په واک کې دي چې له لندن څخه د خپلواکۍ بشپړ پلوي دي. دا حالت په دې سيمو کې احتمالي ټولپوښتنو ته حتمي زمینه برابروي.
د دې بهیر لومړنۍ نښه هغه وخت راڅرګنده شوه چې د ځانټاکنې او خپلواکي د حق په اړه د دری واړو سيمو لومړی وزیرانو: جان سویني د SNP ګوند، رُن اپ ایورټ د Plaid Cymru ګوند او میشل او نیل د Sinn Féin ګوند ګډ غوښتنلیک د سپټمبر په نیمایي کې يو غوښتنلیک لاسلیک شو.
دغه سند ښيي چې لاسلیک کوونکي سيمو مشران په راتلونکي کې نه غواړي د لندن د مرکزي حکومت د قوانینو او تګلارو له مخې ژوند ته دوام ورکړي. دوی د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره د نږدې کېدو پر لور د حرکت اعلان کوي؛ سکاټلنډ او وېلز غواړي دا کار د بریتانیا له متحد سلطنت څخه د جلا کېدو له لارې ترسره کړي، په داسې حال کې چې شمالي ایرلنډ یې د ایرلنډ له جمهوریت سره د یوځای کېدو له لارې غواړي.
ددې سيمو د لومړیو وزیرانو دا کار به څه پایله ولري، تر اوسه یې په اړه دقیق اټکل ستونزمن دی؛ خو د ګډو اقداماتو له امله د ځانټاکنې او خپلواکۍ غوښتنې د پیاوړې کېدو امکانات زیات شوي دي. که پخوا هرې سیمې په جلا توګه د خپلواکۍ خبره کوله، اوس یې هڅې سره همغږې کېږي. د پام وړ ټکی دا دی چې په دې لاره کې پر خپل ولس هم د تکیې کچه لوړېږي. د بېلګې په توګه، په سکاټلنډ کې سږ کال د لومړي ځل لپاره د خپلواکي د پلویانو شمېره ۵۱ سلنې ته رسېدلې ده.
د دې بدلون یو مهم لامل د لندن د حکومتونو خپلې تګلارې بلل کېږي. په وروستیو کلونو کې د چارواکو سیاستونو داسې وضعیت رامنځته کړی چې ددې متحد سلطنت ډېری اوسېدونکي په خپلو تاریخي سیمو کې د پردیتوب احساس کوي. هغه پخوانی بریتانیا چې د خپل ثبات او دودونو له امله مشهوره وه، نور د ډېرو بریتانویانو له نظره د پخوا په څېر نه ښکاري؛ له همدې امله د سکاټلنډیانو غوښتنه چې خپله خاوره او ملي هویت وساتي، د دوی له نظره دا د درک وړ ده.
خلک د کډوالو د زیاتېدونکي راتګ له امله هم اندېښمن دي؛ داسې کډوال چې د دوی په باور د اصلي اوسېدونکو پر ځای کېدو اغېز کوي او خپل د ژوند طرز ورسره راوړي. د بریګزیټ له ترسره کېدو وروسته د بریتانیا اوسېدونکو ته یې دولت ژمنه کړې وه چې د کډوالۍ پر بهیر به لا ډېر کنټرول ولري. خو له څو کلونو تېرېدو وروسته ددې سیمو اوسېدونکو د پام وړ بدلون ونه لید. له ۶۰ سلنې څخه ډېر بریتانویان باور لري چې وضعیت به لا پسې خراب شوی دی.
دغه حالت بېثباتي هم لا زیاتوي. په تېرو لسو کلونو کې په بریتانیا کې اووه لومړي وزیران بدل شوي يا استعفا کړې ده او یوه یې هم پوره موده نه ده سرته رسولې. دا ډول پرلهپسې بدلونونه د سیاسي او ټولنیزې پالیسۍ د دوام زمینه کمزورې کوي.
هر نوی لومړی وزیر د خپل مخکیني حکومت ډېرې تګلارې بدلوي او د لا دردناکو بدلونونو نوی پړاو پیلوي. د بېلګې په توګه، محافظهکارانو له اروپايي ټولنې سره اړیکې د سخت بریګزیټ له لارې بدلې کړې، وروسته کارګر ګوند هڅه وکړه چې د دې بهیر ځینې برخې بېرته بدلې کړي. د دې پایله اقتصادي بېثباتي، د کورني ثبات کمزوري کېدل او په نړیواله کچه د هېواد د اعتبار زیان بلل کېږي.
په داسې شرایطو کې د بریتانیا پارلمان تر ډېره د هېواد او اقتصاد د اداره کولو پر ځای په دې بوخت ښکاري چې واک ته رسېدلی ګوند څنګه خپل واک وساتي. د لومړي وزیرانو په اړه هم ورته نیوکې مطرح کېږي؛ داسې ویل کېږي چې هغوی تر ډېره خپلو ټاکنیزو کمپاینونو ته پام کوي، نه د خلکو ستونزو او واقعي اصلاحاتو ته. د دې یوه بېلګه اوسنی لومړی وزیر کېر سټارمر چې هڅه یې کوله د قوانینو په بیاکتنې او بدلون سره د بېلابېلو ګوندونو يو څه رضایت ترلاسه کړي. خو د دې تګلارې په اړه هم پراخ اختلافات موجود دي.
د دې وضعیت پایلې د برتانیا پر عادي وګړو راپرېوځي: د ژوند لګښتونه لوړېږي، د روغتیا ملي خدمتونو سیستم (NHS) له کرونا وبا وروسته لا هم په بشپړه توګه بېرته عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی او لا هم له ستونزو سره مخ دی. که په کومه برخه کې د پام وړ زیاتوالی لیدل کېږي، هغه د شتمنو او بېوزلو ترمنځ د عایداتو تر منځ واټن دی.
د برتانیا سیمه ییز حکومتونه د خپلو هغو رایه ورکوونکو باور له لاسه ورکوي چې له پرلهپسې ژمنو او د ژمنه کوونکو د نه ختمېدونکي بدلون څخه ستړي شوي دي. له همدې ځایه بېباوري او د راتلونکي په اړه اندېښنه لا پسې ډېرېږي. له همدې امله دي چې د سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ په ځینو برخو کې دا نظر پیاوړی شي چې باید له اوسني سیاسي جوړښت څخه ځان وباسي او خپله راتلونکې په خپلواکه توګه وټاکي.
د دوی په اند، د خپل هویت، دودونو، تاریخ، اقتصاد او ټولنیز نظام د ساتلو لپاره نور ډېر انتخابونه نه دي پاتې. هغه پخوانۍ بریتانیا چې د خپل نفوذ او عظمت له امله مشهوره وه، خپل پخوانی ځواک یې له لاسه ورکړی او ښايي د هغو سیمو لپاره چې لا هم غواړي خپلواک مسیر تعقیب کړي، په یوه دروند بار بدله شي.
د دې لپاره د سکاټلېنډ، ویلز او ایرلنېډ حکومتونه د یو ستونزمن، خو له تاریخي پلوه مهم تصمیم په درشل کې دي. د خپلواکۍ او خودمختاري پر لور لومړني ګامونه اخیستل شوي دي؛ اوس مهمه خبره دا ده چې دا بهیر ونه درول شي او دوام ورکړل شي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()