برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!
حتی تر ټولو پیاوړي او پرمختللي پوځونه هم کله ناکله د روغ ژوند د عادتونو (ورزش او فيټنس) له امله له ستونزو سره مخ کېدای شي. د فزیکي فعالیتونو ثبتوونکې اپلېکېشنونه، لکه Strava، کله ناکله ناڅاپه داسې معلومات په عمومي ډول افشا کوي کوي چې باید پټ وساتل شي لکه د پوځي اډو دقيق او دننه موقعيتونه ، د ځواکونو تګ راتګ مسيرونه، د سرتېرو فعاليتونه او نور ډېر…
د څېړنو له مخې، که سرتېري دا ډول اپلېکېشنونه بېاحتیاطه کاروي، نو خبره یوازې د منډې وهلو یا فټنس پورې نه محدودېږي، بلکې دا هم ښيي چې د امنیتي پوهاوي کچه یې هم باید تر دې ډېره لوړه وي.
د بریتانیا د The i Paper ورځپاڼې وروستي څېړنې څرګنده کړه چې له ۵۰۰ څخه ډېرو برتانوي سرتېرو په شوق سره خپل موقعیت او شخصي معلومات د Strava اپليکېشن له لارې چې د فيټنس او ورزش اپليکېشن دی په عمومي ډول شریک کړي دي. په خطر کې د ځينو ډېرو مهم ستراتيژيکو پوځي ځایونو معلومات راغلي دي، لکه د فاسلېن سمندري اډه چې د بریتانیا د اټومي حملو د مخنیوي ځواک پکې ځای پر ځای دی، په نورثووډ کې د پوځ د قوماندې مرکز، او د شمالي یارکشایر فایلېنګډېلز اډه چې په هېواد کې د بالستیک توغندیو د پر وخت خبرداري یوازینۍ سیستم لري. سربېره پر دې يې د بهرنیو اډو موقعیتونه هم څرګند کړي دي، لکه په قبرس کې د اکروتیري او د هند سمندر کې ډیاګو ګارسیا، چې د ایران سره په روانو شخړو کې فعاله ونډه لري معلومات شامل دي.
جالب دا ده چې دا ستونزه یوازې پر يو اپلیکېشن پورې محدوده نه ده. مخکې هم د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د فټنس او نورو ورزشي اپونو د Heatmap یا د فعالیتونو د نقشې له لارې پټ پوځي ځایونه کشف شوي وو. کله چې زرګونه سرتېري او کاروونکي خپلې منډې وهل، بایسکل چلونه یا تګ راتګ پکې ثبتوي، نو دا معلومات په عمومي نقشه کې څرګندېږي، او که دغه منډې او ورزشي فعالیتونه په پټو اډو کې ترسره شي، نو هماغه ځایونه هم په نقشه کې روښانه کېږي. په دې ډول، حتی هغه اډې چې په رسمي ډول یې موقعیت نه دی اعلان شوی، عادي خلکو ته هم په جزياتو ښکاره کېدلای شي.
ژورنالیستانو وموندله چې ځینو پوځیانو، ښايي د موضوع د جدي والي له درک پرته، په Strava کې د هغو پوځي بېړیو انځورونه خپاره کړي چې د سکاټلېنډ بندر ته داخلېږي، او همدارنګه د عملیاتو پر مهال د پوځي الوتکې له کړکۍ څخه اخیستل شوي عکسونه. ځینو حتی خپل ورځني مسیرونه، د تمرین وختونه او عادتونه هم ثبت کړي، چې دا ټول د استخباراتي تحلیل لپاره ارزښتناک خام مواد کېدای شي. داسې ښکاري چې د سرتېرو د خپلو لاسته راوړنو د ښودلو لیوالتیا د ځان ساتنې پر حس غالبه شوې ده.
کارپوهان وایي چې دا ډول معلومات یوازې د ځایونو د معلومولو لپاره نه کارول کېږي، بلکې د سرتېرو د ورځني ژوند د تحلیل لپاره هم مهم دي. د بېلګې په توګه، که یو سرتېری هره ورځ په ټاکلي وخت منډه وهي، نو دا د هغه د مهال وېش په اړه معلومات ورکوي. دا ډول معلومات ښايي د هدفمند بریدونو، څارنې یا حتی د شخصي فشار اچولو لپاره وکارول شي.
چارواکو جدي اندېښنه څرګنده کړې چې دا معلومات ښايي د دښمنانو له خوا د پوځي عملیاتو په اړه د مهمو معلوماتو د ترلاسه کولو او د اډو د کارکوونکو د کورنیو د شخصي معلوماتو د زیانمنولو لپاره وکارول شي. د بریتانیا د دفاع وزارت استازو ویلي: دا ډېره یوه جدي ستونزه ده.
دا پېښه یوازینۍ نه ده. مخکې له دې فرانسوي ورځپاڼې Le Monde راپور ورکړی و، یو فرانسوي افسر چې آرتور نومېده، په تصادفي ډول د Strava له لارې د چارليس دوګول الوتکې وړونکې بېړۍ موقعیت افشا کړي وو. د هغه د تمرین او ورزش د معلوماتو له خپرېدو څخه معلومه شوه چې د مدیترانې په سمندر کې د بېړۍ دقیق موقعیت، د ترکیې له ساحل څخه شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لرې، معلوم شي. دا معلومات وروسته د سپوږمکۍ انځورونو سره پرتله او تایید شول، چې دا ښيي څومره کوچنۍ تېروتنه هم ستر امنیتي خطر رامنځته کولای شي.
په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې وضعیت لا پسې توند شوی، او هلته فرانسوي پوځي اډې د ایران له خوا تر بریدونو لاندې راغلي (چې په یوه برید کې یو فرانسوی سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي)، دا ډول بې احتیاطي لا هم ډېره بې پروايي او د سرتېرو نه پوهاوی ښکاري.
په پای کې، دواړه پېښې دا څرګندوي چې ټکنالوژي که څه هم د اسانتیا لپاره جوړه شوې، خو بې احتیاطه کارول یې ان په شخصي ژوند کې د عامو وګړو لپاره هم جدي پایلې لرلای شي. د هېوادونو امنيتي ادارې اوس هڅه کوي چې خپلو سرتېرو ته د ډیجیټلي امنیت په اړه لا زیاتې روزنې ورکړي، لکه د موقعیت بندول، شخصي معلومات نه شریکول، او د عامه پلیټفارمونو په کارولو کې احتیاط کول. ځکه په نننۍ نړۍ کې جګړه یوازې په میدان کې نه، بلکې په ډیجیټلي فضا کې هم روانه ده.
تر اوسه داسې باوري او مستند شواهد نشته چې وښيي ايران دې په مستقیم ډول د Strava یا ورته فټنس اپلیکېشنونو له لارې ځانګړې پوځي اډې په نښه کړې وي. خو دا خبره هم مهمه ده چې دا ډول وسایل په نظري او عملي ډول د استخباراتي کار لپاره ډېر ارزښت لري. راځو موضوع ته چې ايا په منطقي ډول دا کار ممکن دی؟
د ځواب په توګه بايد ووايوو هو، بالکل ممکن دی. فټنس اپونه لکه Strava د وګړو موقعیت (جي پي ايس)، د حرکت مسیرونه، د فعالیت وختونه ، کله ناکله عکسونه او شخصي معلومات معلومات ښکاره کوي او دا معلومات که یو استخباراتي ارګان لکه د ايران د اسلامي انقلاب ځواکونو ته په لاس ورشي او تحلیل یې کړي، کولی شي:
پټې اډې وپېژني ، د سرتېرو ورځنی عادت معلوم کړي او د عملیاتو په اړه غیر مستقیم نښې ترلاسه کړي
ځوپوښتنه داده چې ولې د ایران نوم په دې بحث کې راځي؟ ځکه چې ایران له کلونو راهیسې د نامتقارن جګړې يا asymmetric warfare ستراتیژي کاروله. مانا دا چې: مستقیمه جګړه یې نه کوله، بلکې استخبارات، سایبري بریدونه، او نیابتي ډلې یې کارولې او ددې لپاره د معلوماتو ترلاسه کول ورته ډېر مهم وو.
نو که داسې ازاد معلومات موجود وي، طبعي ده چې ایران او نور هېوادونه به یې اوس هم څاري. دا لا نه ده ثابته شوې چې ایران دا کار کړی خو شرایط داسې دي چې که یې ونه کاروي، نو دا به د دوی لپاره د یوې مهمې موقعې له لاسه ورکول وي.
په منځني ختيځ کې د يوې نوې جګړې سناريو
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.