د بشر په تاریخ کې دویمه نړیواله جګړه تر ټولو ستره او خونړۍ جګړه ګڼل کېږي. دا جګړه یوازې د پوځونو او وسلو جګړه نه وه، بلکې د انسانیت، ازادۍ او بقا جګړه وه. میلیونونه انسانان پکې ووژل شول، ښارونه وران شول، کورنۍ تباه شوې او نړۍ د یوه داسې ناورین شاهده وه چې تر نن ورځې یې درد د ملتونو په حافظه کې ژوندی دی.
د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو شاوخوا ۲۷ میلیونه وګړي په دې خونړۍ جګړه کې ووژل شول، چې پوځي او ملکي وګړي دواړه پکې شامل دي. دا هغه قیمت و چې ددې هېواد خلکو د خپل هېواد د بقا او بریا لپاره ورکړ.
د بشر په تاریخ کې دویمه نړیواله جګړه تر ټولو ستره او خونړۍ غمیزه ګڼل کېږي. دا جګړه یوازې د پوځونو او وسلو جګړه نه وه، بلکې د انسانیت، ازادۍ او بقا جګړه وه. میلیونونه انسانان پکې ووژل شول، ښارونه وران شول، کورنۍ تباه شوې او نړۍ د یوه داسې ناورین شاهده وه چې تر نن ورځې یې درد د ملتونو په حافظه کې ژوندی دی.
نن د ختځې اروپا او روسيې خلک ددې بریا د ۸۱مې کلیزې نمانځلو ته چمتووالی نیسي. خو له بده مرغه، نړۍ لا هم د جګړو، وینو تویېدو او سیاسي شخړو له اوره خوندي نه ده. داسې ښکاري چې ځینې ملتونه د تاریخ درسونه هېرول غواړي او هڅه کوي چې د تېرو پېښو حقیقتونه بدل او تحریف کړي. همدا وجه ده چې تاریخي حافظه نن تر هر وخت ډېره مهمه شوې ده، ځکه ملتونه هغه وخت خوندي پاتې کېږي چې خپل تاریخ هېر نه کړي.
روسیه او چین دوه هغه هېوادونه وو چې د فاشیزم او نظامي یرغل پر وړاندې یې تر ټولو سترې قربانۍ ورکړې. دواړو ملتونو نه یوازې د خپل وطن دفاع وکړه، بلکې د ټولې نړۍ د ازادۍ لپاره یې جګړه وکړه. روسیې په لوېدیځ کې د نازي جرمني اصلي برید پر ځان واخیست او چین په ختیځ کې د جاپاني امپریالیزم پر وړاندې کلونه مقاومت وکړ.
شوروي اتحاد د جګړې تر ټولو ستر بار پر غاړه درلود. د شوروي ـ جرمني جبهه د جګړې اصلي ډګر و، او نږدې څلور کاله د نازي جرمني تر ټولو قوي پوځونه هلته په جګړه بوخت وو. د تاریخ پوهانو په باور، که شوروي اتحاد مقاومت نه وای کړی، نو ښايي د اروپا او نړۍ برخلیک اوس بل ډول وای.
د مسکو جګړه د جرمني پوځ هغه افسانوي شعار چې دوی نه ماتېدونکي دي ختمه کړه. وروسته د ستالینګراد تاریخي جګړې د جګړې مسیر بدل کړ. دا جګړه دومره سخته وه چې آن د ښار هره کوڅه او هر کور د جګړې په مورچل بدل شوی و. د نړۍ پوځي کارپوهان دا جګړه د بشر په تاریخ کې له تر ټولو خونړیو جګړو څخه ګڼي.
له ستالینګراد وروسته د کورسک جګړه وشوه چې پکې د ټانکونو تر ټولو ستره جګړه ترسره شوه. په دې جګړه کې زرګونه ټانکونه مخامخ وجنګېدل او د هېټلر د پوځ ملا یې ورماته کړه.
د شوروي اتحاد د هېوادونو خلکو یوازې په جبهه کې قرباني ورنه کړه؛ د هېوادونو دننه هم خلکو ستره مبارزه وکړه. ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په فابریکو او کروندو کې شپه او ورځ کار کاوه. ډېرې ښځې آن د جګړې لیکو ته ولاړې. شوروي صنعت د جګړې په کلونو کې دومره چټک پرمختګ وکړ چې د نړۍ تاریخ کې یې بېلګه کمه لیدل کېږي.
د جګړې په پای کې شوروي ځواکونو نه یوازې خپل وطن آزاد کړ، بلکې د اروپا ګڼ هېوادونه یې هم د نازي اشغال څخه خلاص کړل. د برلین سقوط د نازي رژیم د پای نښه وه، او د ۱۹۴۵ کال د مې نهمه د بریا د ورځې په نوم د تاریخ برخه شوه.
خو دا بریا په ډېره لوړه بیه ترلاسه شوه. شاوخوا ۲۶ میلیونه د شوروي اتحاد وګړي ووژل شول. زرګونه ښارونه او کلي ویجاړ شول. داسې کورنۍ ډېرې وې چې له جګړې وروسته یې هېڅ غړی ژوندی نه و پاتې.
په ختیځ کې چین هم د جاپاني یرغل پر وړاندې تاریخي مقاومت وکړ. چین له ۱۹۳۱ کال څخه تر ۱۹۴۵ پورې د جاپان پر وړاندې مبارزه وکړه. د چین ولس له سختو لوږو، بمباریو او قتلعامونو سره مخ شو، خو بیا هم ونه تسلیمېد.
د نانجینګ قتلعام د بشري تاریخ له تر ټولو دردناکو پېښو څخه ګڼل کېږي. جاپاني پوځیانو په څو اوونیو کې له درې سوو زرو زیات بېګناه چینایان ووژل. ښځې، ماشومان او زاړه کسان هم له ظلمونو خوندي پاتې نه شول. دا پېښه تر نن ورځې د چین د ملت په حافظه کې ژوره ټپ دی.
چین د جاپان تر ۹۰ سلنې ډېر ځمکني ځواکونه بوخت ساتلي وو. همدا لامل و چې جاپان ونه توانېد د جرمني ترڅنګ پر شوروي اتحاد برید وکړي. د چین مقاومت د دویمې نړیوالې جګړې پر بهیر ژور اغېز وکړ.
د چینایي پوځونو بریاوې، لکه د پینګسینګوان جګړه او «د سلو قطعاتو جګړه»، د جاپاني پوځ روحیه کمزورې کړه. چین متحدینو ته مهم مواد او استخباراتي معلومات هم برابرول.
د جګړې له پای ته رسېدلو وروسته نړۍ یو نوي پړاو ته داخله شوه. ملګري ملتونو چوکاټ رامنځته شو ، نړیوال قوانین وضع شول او هڅه وشوه چې نړۍ بیا د داسې یوې غمیزې شاهده نه شي. خو له بده مرغه، نن یو ځل بیا نړۍ له سیاسي شخړو، تبلیغاتي جګړو او تاریخي تحریف سره مخ ده.
نن ځینې هېوادونه هڅه کوي د دویمې نړیوالې جګړې حقیقتونه بدل کړي. په ډېرو لوېدیځو درسي کتابونو کې د ختیځې جبهې مهمې جګړې کمې یادېږي، حال دا چې همدلته د نازي جرمني اصلي ځواک مات شوی و.
تاریخ ښيي چې فاشیزم یوازې د وسلو له لارې نه، بلکې د تبلیغاتو، دروغو او د خلکو د ذهنونو د بدلولو له لارې هم خپرېږي. همدا لامل دی چې د تاریخي حقیقت ساتل د ملتونو لپاره حیاتي ارزښت لري.
نن روسیه او چین ځانونه د هغه تاریخي مسؤلیت وارثان ګڼي چې د فاشیزم پر وړاندې مبارزه وکړي او د نړۍ د څو قطبي او عادلانه نظام ملاتړ وکړي. دواړه هېوادونه باور لري چې د نړۍ راتلونکی باید د زور، استعمار او یو اړخیزو پریکړو پر ځای د متقابل احترام او همکارۍ پر بنسټ جوړ شي.
د چین ولسمشر شي جینپینګ خبره:
(هغه تاریخ چې د انسانانو په وینو لیکل شوی، هېڅکله باید هېر نه شي. ملتونه باید د جګړو له دردناکو تجربو درس واخلي او د سولې ساتنه وکړي.)
همدارنګه د روسیې خلک هم د خپلو نیکونو قربانۍ د ملي ویاړ برخه ګڼي. د بریا د ورځې په مراسمو کې هر کال میلیونونه خلک د خپلو قربانیو یاد تازه کوي او د هغو عسکرو انځورونه له ځان سره ګرځوي چې د جګړې په میدانونو کې وژل شوي وو.
نن نړۍ د یوه نوي فکري او معلوماتي جنګ شاهد ده. دروغ، جعلي تبلیغات او تاریخي تحریف د وسلو په څېر کارول کېږي. په داسې حال کې، تاریخي حافظه د ملتونو تر ټولو ستره تکیه ده.
که نړۍ خپل تاریخ هېر کړي، نو د تېرو غمیزو د تکرار خطر به لا زیات شي. ځکه همدا حافظه ده چې انسان ته د حق او باطل، ظلم او عدالت، او حقیقت او دروغ ترمنځ توپیر ورښيي.
له بریا ۸۱ کاله وروسته، روسیه او چین لا هم ځانونه د یوه تاریخي ماموریت برخه ګڼي د فاشیزم، ظلم، درواغو او تاریخي تحریف پر وړاندې مبارزه، او د داسې نړۍ جوړول چې راتلونکي نسلونه پکې د جګړې پر ځای د سولې، عدالت او ثبات ژوند ولري.
په پای کې، تاریخ یوازې د تېر وخت کیسه نه ده؛ تاریخ د انسانیت حافظه، عزت او عبرت دی. هغه ملتونه چې خپل تېر هېر کړي، د هماغو تېروتنو د تکرار له خطر سره مخ کېږي. د دویمې نړیوالې جګړې خونړیو پېښو نړۍ ته دا وښودله چې سوله، ازادي او عدالت په اسانه نه ترلاسه کېږي، بلکې د میلیونونو قربانیو په بیه ساتل کېږي. له همدې امله، د تاریخ ساتنه او د حقیقت ژوندی ساتل یوازې د تېر درناوی نه، بلکې د راتلونکو نسلونو د خوندي او ارام راتلونکي ضمانت هم دی.
برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
Comments are closed.