لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۷۸مه برخه

 آصف بهاند

4

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

 ۳۸مه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۷۸مه برخه

 

بې له تا داسې یم لالیه

لکه ماهی چې بې‌اوبو ژوند تېروینه

 

یوبې‌غیرته به میـړه کم

له غیرتمنو نه څوځلې پاتې‌شومه

 

د زړه په هردرد دې پوهېـږم

نور راته مه‌وایه د سوي‌زړه حالونه

 

د لنډیو په دې برخه کې دا لاندې لنډۍ ستاسو دران حضور ته وړاندې کېـږي:

 

چې تورماښام شي، غم دې راشي

لکه مرغۍ چې ماښام شنوونو ته ځینه

 

چېرته د یارځواني نازکه

چېرته د گور په توروخاورو کې خوبونه

 

چې سړی هرڅومره پښتون‌شي

زړه چې میٔن شي، پښتو ټوله ورنه ځینه

 

چې درنه بل‌ وطن ته لاړشم

ارمان زما د پاکې مینې به درځینه

 

جانان ریښتیا مرور نه دی

مرور گرځي د ځان قدر زیاتوینه

 

خندا مې نه‌ده زده عالمه

خو د ژړا‌چل راله سل‌رنگه راځینه

 

څه‌عجیبه وختونه تېر شول

په نیمه‌شپه به د جانان دیدن ته تلمه

 

څنگه نرۍ‌خندا دې کړه

څنگه په ډک‌زړه مې دروژړل میٔنه

 

پرځان مې تورڅادر راخپور کړ

د بـېـلـتـانـه تـبـې دې بـیـا نـیـولـی‌یـمـه

 

په لیونو سپیو کې گیریم

جانان په غټو ـ غټو گوري، ماترې خورینه

 

په نیمه شپه مې ترینه خښ‌کړئ

بې‌ننگه یار چې خوبولی پاتې‌شینه

 

په تمه، تمه مې ژوند بایلود

سپیره‌قسمته پراوږو دې گرځومه

 

په خوله خاموشې کلیوالې

لږ راټپه شه، چې مې تنده‌ماته‌شینه

 

په چاړه غوښې رانه پرې کړئ

مـا د جـانـان لــه دره مـه‌شـړئ مـیـٔنـه

 

په پیوندي‌شال مې درپټ‌کړه

سږنی‌کال مې د خوارۍ دی، تېربه‌شینه

 

په شیش‌محل کې مې زړه تنگ دی

ما ته د یار جونگړه وښایه چې ځمه

 

پرما دې اور خیردی بلیـږي

زما جانان ته دې لوگی هم نه‌ورځینه

 

بې له تا داسې یم لالیه

لکه ماهی چې بې‌اوبو ژوند تېروینه

 

وطن د پېغلو مبارک‌شه

ځوانان د بل‌وطن ماراغان دي لاړ به شینه

 

وړوکی نه یې چې دې پوه‌کړم

له موره یویې، چېرته مه‌وړه‌مجلسونه

 

وړکیه غریب یې، که میٔن یې

تورې‌جامې دې همیشه په غاړه وینه

 

واوره وریـږي، وطن سپین دی

سـپـیـنه‌لالـیـه تــا بــه چـېـرتــه لـټـومـه

 

ورکه، بیخي درپسې ورک‌یم

ځان سره ناست یمه او خپل‌ځان‌لټومه

 

وروستي دیدن ته به رانه‌شې

ما ته مالوم دي د دې خلکو رواجونه

 

ولې مې سترگو کې تاویـږې

ولې مې زړه درپسې دومره دردکوینه

 

ورکه لالیه غږ دې ورک‌شو

غم د لېوه شو، بند په بند مې ماته‌وینه

 

د بېلتانه اول ماښام دی

د درد‌گولۍ ورته په لپو، لپو خورمه

 

د جنازې‌کټ به مې دروند وي

ډېـرارمـانـونـو سـره تـورلـحـد تـه ځمه

 

د زړه په هردرد دې پوهېـږم

نور راته مه‌وایه د سوي‌زړه حالونه

 

د وفا نښې درکې نه‌شته

ما درته کښته پورته ډېر کتلي‌دینه

 

د مینې ځای خو په کې نه و

د جانان زړه مې گوټ په گوټ ولټاونه

 

د گاونډیانو لاټین غواړم

په توپاني سیلۍ کې یار پسې وزمه

 

د زړه په زور مې خندا وکړه

یار مې غلط‌کړ، ترینه پټ مې کړل غمونه

 

د يارانې مې ورته وويل

جينۍ تر کوره پورې ځې دوعا‌کوينه

 

د نیمې شپې راتله دې ورک‌شه

زه تـرسهـاره پـورې ویـښه نـاستـه‌یـمـه

 

دا څنگه سپینې‌جامې گرځې

پر زړه دې نه‌شته د یارۍ سوي داغونه

 

د غرونو خلک پاک سپېڅلي

نه دروغ‌جن دي، نه لوزونه ماتوینه

 

د لالي‌کور راته دوزخ شو

په ما یې بله بنه وکړه، غرقه‌شومه

 

د شین‌کمیسې جلۍ وروره

اوښی مې نه یې چې په شا دې گرځومه

 

د سترگو جنگ دی ورته ټینگ شه

کاږه‌واږه بـاڼـه پـه زړه ویـشـتـل کـویـنـه

 

د ښکلومینه خړسیلاو دی

که څوک پرې‌ځان لاهو کوي، میٔن دې شینه

 

دا ستا ارمان دې خدای پوره کړي

خیر که نیمگړي سول زما ټول ارمانونه

 

که مې په وس کې وای جانانه

لکه سپوږمۍ به دې پرکلي گرځېدمه

 

کلي کې سخته‌خاموشي ده

لالی مې مړ دی، خلک ما نه‌خبروینه

 

که مې نصیب د بدو نه‌وای

پرسپـیـن میدان به لالي ولې پرېـښودمه

 

که سوله وشوه، یار به راشي

که سوله نه‌وه، هدیرې به لټومه

 

کلي کې ټول خلک شکمن دي

ډېر په احتیاط سره راځه، مړ به دې کړینه

 

مخ ته مې مه‌گوره، کافرشوې

زه مسافر جانان په خدای سپارلې یمه

 

مازدیگر تېرشو، ته رانغلې

تپه‌تیاره شوه، بې‌دیدنه کور ته ځمه

 

مسافري بې‌شکه مرگ دی

زه چې راتلم، ځان مې په مړ شمېرلی‌ونه

 

مورې بلۍ پر بلۍ گرځي

د میمونې ټیکری به چا موندلی وینه

 

ما ته په سترگو کې ځای راکه

زه درله ځای د زړه په کور کې درکومه

 

مازدیگری دی غاړه‌راکړه

سبا به بل‌وطن ته ځم، کلی پرېـږدمه

 

مړه به مې کړي دربه مې نه‌کړي

نـن خـپـلې مــور راتـه صـفـا ویـلي‌دیـنـه

 

روژه په خوله ورته ولاړیم

که بې‌وفا‌جانان مې واخلي سلامونه

 

زړه دې زما په رقم تنگ شه

چې نه صبرېـږي، نه نارې درته کوینه

 

زما په یار پسې رنگ زېـړدی

طبیبان هسې خپل دارو خاورې کوینه

 

زما او ستا دومره یاري وه

لکه د لوی‌سفر واړه، واړه مونځونه

 

زما دې ژبه خدای کړي‌وچه

چې بې له تا به زه د بل صفت‌کومه

 

زما اشنا ته داسې وایه

بلا دې واخلم، په دیدن پسې دې مرمه

 

زنگ راته‌وکړه، حال مې واخله

رنگ مې زېـړېـږي، د مرگي‌ورځې مې دینه

 

زاړه‌خوندونه راپه‌یاد که

کلي ته راشه د لوونو ورځې‌دینه

 

زړه ته مې گوره ته یې خوښ‌کړې

نصیب ته گوره، تا نه لرې مې ساتینه

 

ستا له دیدن نه مې توبه ده

د صبرېدو نفلونه هره‌شپه کومه

 

ستا به څویمه یارانه وي

زما اوله یارانه ده، زړه مې چوینه

 

شونډې مې درې‌ځایه وتلي

د زړه‌زخمونه مې اوس مخ بدرنگوینه

 

ښه ده چې تا لرمه خدایه

زړه ته نږدې خلکو یوازې پرېښودمه

 

ښه ده چې ستا له لوري پرې‌شوه

د بنگړ بار وې، په یارۍ دې شرمېدمه

 

یا خو جانان په زړه کافر دی

یا د ملا تعویز کې نه شته‌دي زورونه

 

یوه دې وه، بله دې وکړه

مه دې زړه ښه‌شه، مه دې وشه اولادونه

 

یوبې‌غیرته به میـړه کم

له غیرتمنو نه څوځلې پاتې‌شومه

 

له رنگینو ډکه‌ماښامه

دا رنگینۍ به دې ټول‌عمر یادومه

 

له خپل نصیبه گیله‌من یم

کله مې خان‌کړي، کله غواړمه خیـرونه

 

فرضي‌روژه ده کرار کښېنه

چې اختر راشي، بیا دې هریوه منمه

 

ته رانه بل‌وطن ته لاړې

ستا تربوران راباندې ډېرکوي ظلمونه

 

هرکله راشې د یارغمه

که سل مې نور وي، تا به پاس پر تندي وړمه

 

بس جنازه مې شوه‌تیاره

ونیسه‌لاره، که وروستي کړې دیدنونه

 

عزرایٔل هسې ځان بدنام کړ

زه د جانان سترگو پخوا وژلی ومه

 

غاښ مې وتلي، سرمې سپین دی

خلک دا وايي چې د ډېـر عمر به وینه

 

اخر به ما په چا حلال کړې

په شاړو کندو کې د شپې مزل کومه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۳۷۷مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.