د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۳۶مه برخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۷۶مه برخه
یوځل بیا صدیق ننگ:
زما د لنډیو د راټولو د کار په لړ کې، زما ملگري او فرهنگي دوستان هم مرسته کوي، د دایمي همکارانو په ډله کې چې زما د لنډیو په کار کې یې تل مرسته کړې ده، یو هم گران دوست او ښه شاعر صدیق ننگ دی. دا دی نن (۲۷/۰۴/۲۰۲۶) یې بیا یوه ویدیو راولېـږه چې د ده له دایمي مرستو همدلته مننه کوم.
په ویدیو د څو تنو دوستانو په گډون یوشاعرانه ارامه بنډار جوړ شوی دی، د رباب او ارمونیم گډه نغمه په ژوندۍ بڼه غږول کېـږي او د مجلس شپـږ تنه گډونکونکي په وار سره دوې دوې لنډۍ زمزمه کوي.

ویدیو اتهدقیقې او نهپنځوسثانیې اوږده ده، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/watch/?v=233461342804115
په یاده ویدیو کې ټولې لنډۍ ما راخوندي کړلې چې دلته به یې له تاسو درنو لوستوکو سره شریکې کړم:
ته په تازه ماښام اوده شې
په تا میٔن لالی دې شپې سباکوینه
ته چې راځې ما به خبر کړې
چې پرپالنگ درته لونگ وغوړومه
پرچلم دوې سکروټې خوند کړي
لکه چې بنې په سیالۍ خوله ورکوینه
پاس په اسمان کې ستوری زه وای
یار مې ویده وای، ما یې وکړای دیدنونه
په کور کې ستا کیسې شروع دي
ځان مې کوڼ کړی دی کوټه جارو کومه
په ما دې وکړل، په تا وشه
چې په په تا وشي تماشې به دې کومه
زړه ماتول هغې ته څه دي
دومره اسان لکه بنگړي چې ماتوینه
زما ابۍ دادا ته وایه
خوشاله نهیم، له ناکامه ژوند کومه
زما دې څه وکړل چې لاړې
نری ـ نری زړگی به ستا راپسې چوینه
زه د بېلتون د جگړې نهیم
زه پې کمزوری د پېړو راغلییمه
زما له عمر سره سمه
میراتشېغمه په خندا دې تېرومه
زما نه مخکې شه جانانه
څوک چې پردۍ تورسرې بیاي مخکې ځینه
ستا د ښایست خبره کېـږي
زه سپېلني درپسې ځکه گرځومه
ستا یارانې مزه رانهکړه
د بل له پاره دې هوښیار د عمر کړمه
د یارانې مزه دې نه شته
لکه د بورېغوا په زور دې ودرومه
دا غریبي مې خوښه نهده
په ورورولۍ کې سړی پاتې راولینه
د دونیا سترگې درپسې دي
مور ته دې وایه چې نظر دې ماتوینه
دې راروان اخترله راشه
دوې ورځې ژوند دی، بیا به نه وي دیدنونه
که مو دیورند په منځ کې نهوای
لکه ملنگ به دې کوڅو کې گرځېدمه
کله چې دې اختر له راشم
یاره ړومبی به نیموړیبابا له ځونه
خبرې ډېرې، سر یې یودی
څوک چې د چا ارمان لري، نصیب دې شینه
ذهن مې ټول جانان خراب کړ
قرآن ته ناستیم، الفب نه پېژنمه
ارمان، ارمان د دادا کوره
له ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه
ما ورته وې بیا به یو نهشو
پرېـږده چې نن دې غیـږ کې سمه وژاړمه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.