د ښځینه او نارینه د زړه څو حیرانونکي توپیرونه

لیکنه : ډاکټر ش میره کی 

36

ښځینه او نارینه د فزیکي او اناتومي له پلوه له یو بل سره یو شمېر توپیرونه لري، لکه غږ، پوست، ځواک، قد او نور. دلته مې د طب له نظره د دواړو جنسونو د زړه د پرتله کولو په اړه یو معلوماتي متن درته برابر کړی دی، هیله ده خوښ مو شي.
ډېری وخت کله چې د ښځو او نارینه‌وو د توپیرونو خبره کېږي، نو هر څومره چې موضوع اوږده شي، بیا هم دې پایلې ته رسېږي چې ښځه احساساتي ده، عاطفه یې زیاته ده او زړه یې نرم دی. خو پوښتنه دا ده چې طب په دې اړه څه وايي؟ په دې لیکنه کې به د زړه له پلوه دغه توپیر وڅېړو.
د نارینه زړه له فزیکي پلوه د ښځې د زړه په پرتله غټ وي. د زړه وزن د بدن د وزن له مخې سنجول کېږي؛ په نارینه‌وو کې د هر کیلو په مقابل کې شاوخوا ۵.۷ ګرامه وي، خو په ښځو کې بیا دا اندازه ۴.۸ ګرامه ده. په همدې اساس، د ښځو د زړه عمومي وزن له ۲۰۰ تر ۲۸۰ ګرامه پورې وي، او د نارینه‌وو له ۲۵۰ تر ۳۹۰ ګرامه پورې رسېږي.
د ښځې زړه د بدن د اړتیا وړ اکسیجن د برابرولو لپاره د نارینه د زړه په پرتله زیات درزېږي. په یوه دقیقه کې د ښځو د زړه منځنی ضربان شاوخوا ۷۰ ځله وي، حال دا چې د نارینه‌وو لپاره دا شمېره نږدې ۶۰ ده.
نارینه د ښځو په پرتله زیات د زړه په ناروغیو اخته کېږي. احصایې ښيي چې د زړه ناروغي په ۴۷ سلنه نارینه‌وو او ۴۲ سلنه ښځو کې تشخیص کېږي، خو توپیر دا دی چې په ښځو کې دغه ناروغي اکثره سخته بڼه لري.
په ښځو کې د زړه ناروغیو له امله د مړینې کچه شاوخوا ۸ سلنه لوړه ده. د دې یو مهم لامل د ښځو کم پوهاوی دی، ځکه هغوی ډېری وخت د زړه د ناروغۍ نښې په سمه توګه نه پېژني او یا یې ناسم تعبیر کوي.
هغه ښځې چې د شکر (دیابت) ناروغي لري او ورسره د زړه په ناروغۍ هم اخته وي، د ورته حالت لرونکو نارینه‌وو په پرتله د مړینې کچه یې تر ۵۰ سلنه لوړه ده. څېړنې ښيي چې دیابت په ښځو باندې د نارینه‌وو په پرتله ژور اغېز کوي.
ښځې د نارینه‌وو په پرتله ناوخته د رګونو په ناروغیو اخته کېږي. د بېلګې په توګه، ډېری نارینه د پنځوس کلنۍ په شاوخوا کې د رګونو ستونزې پیدا کوي، خو ښځې عموماً دا ستونزې په شپېته کلنۍ کې تجربه کوي.
د زړه د حملې نښې هم په ښځو او نارینه‌وو کې توپیر لري. په نارینه‌وو کې اکثره د سینې د چپ اړخ شدید درد لیدل کېږي، خو په ښځو کې دا نښې توپیر لري؛ لکه د نس د پورتنۍ برخې درد، زړه بدوالی او ورته نور علایم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.