په کابل کې د هېواد په کچه د دولتي رسنیو د مسئولینو، د نشراتي ارګانونو د آمرینو او د ولایتي جرایدو د مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې د درې ورځني سمینار جوړېدل چې په ترڅ کې یې د ورځپاڼو ریاست له لوري د ملي ورځپاڼو د محتوا، کیفیت او خپرنیز بهیر د ښهوالي په اړه مهم موارد مطرح شوي، دا یو ارزښتناک نوښت دی، خو د دې نوښت د اغېزمنتیا لپاره اړینه ده چې وړاندې شوي وړاندیزونه په عملي بڼه بدل او د پلي کېدو لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.
ملي ورځپاڼې د یوه هېواد د دولت، خلکو، فرهنګ، ژبې او ټولنیزو ارزښتونو د انعکاس مهمې وسیلې دي. له همدې امله، لیکوالان او د ورځپاڼو مسئولین باید د ورځنیو مسایلو، ملي یووالي، فرهنګي بډاینې، کرنې، کرکېلې، کورنیو تولیداتو، ښوونې او روزنې، ټکنالوژۍ او نورو مهمو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ما هم تېر کال په دې اړه یوه موضوع مطرح کړې وه او په دې مقاله کې غواړم سږ کال هم د ملي ورځپاڼو د ارزښت، د هغو د نشراتي وضعیت، د محتوا د پیاوړتیا او د لا پراختیا په اړه مهم ټکي او وړاندیزونه په منظم ډول وړاندې کړم.
په افغانستان کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت او د ورځپاڼو ریاست له لوري څلور مهمې ملي ورځپاڼې (شریعت، هېواد، انیس او کابل ټایمز) د هېواد د مطبوعاتي ډګر له هغو خپرونو څخه دي چې خپل نشراتي بهیر یې پیاوړی ساتلی دی. دغه ورځپاڼې د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت، د عامه پوهاوي د لوړولو، د ملي ارزښتونو د انعکاس او د سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو موضوعاتو د وړاندې کولو په برخه کې مهم ځای لري.
یادې ورځپاڼې عموماً د جمعې او عمومي رخصتیو له ورځو پرته د اوونۍ په لومړیو پنځو ورځو کې په څلورو مخونو او د پنجشنبې په ورځ په اتو مخونو کې خپرېږي او دولتي دریځونه، خبرونه، راپورونه، سیاسي او ټولنیز تحلیلونه، فرهنګي او ادبي مطالب، افغان اعلانات او معلوماتي مقالې وړاندې کوي. که څه هم د چاپ د مخونو او محتوا کچه یې محدوده ده؛ خو تاریخي شالید یې نږدې سلو کلونو ته رسېږي. له همدې امله، دغه ورځپاڼې د افغانستان د سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو بدلونونو د ثبت او مستندسازۍ ارزښتناکې سرچینې ګڼل کېدای شي.
د دغو ورځپاڼو محتوا باید یوازې د خبرونو په خپرولو پورې محدوده نه شي؛ بلکې د هېواد د تاریخي حافظې، فرهنګي میراث، ژبني هویت او مطبوعاتي تجربو په ساتنه کې هم باید ونډه ولري. راتلونکي نسلونه کولای شي د دغو خپرونو له آرشیفونو څخه د هېواد د تېر تاریخ، ټولنیزو بدلونونو او فرهنګي تحولاتو په اړه ګټور معلومات ترلاسه کړي.
ملي ورځپاڼې باید د خبرونو او راپورونو په خپرولو بسنه ونه کړي، بلکې د علمي، تحلیلي، ادبي، څېړنیزو او معلوماتي مقالو له لارې د لیکنې او لوستنې فرهنګ هم باید پیاوړی کړي. د ورځپاڼو محتوا، تنوع او کیفیت کولای شي د لوستونکو لېوالتیا زیاته او ټولنیزې او فرهنګي اغېزې پراخې کړي.
د دې موخې لپاره اړینه ده چې د هېواد د ورځنیو اړتیاوو او د خلکو د ژوند له واقعیتونو سره تړلي موضوعات په پام کې ونیول شي. د بېلګې په توګه، د کرنې او کرکېلې، کورنیو تولیداتو، اقتصادي ودې، ښوونې او روزنې، روغتیا، چاپېریال ساتنې، ټکنالوژۍ، ادبیاتو، تاریخ، فرهنګ او ټولنیزو ستونزو په اړه ګټور مطالب باید په منظم ډول خپاره شي.
همدارنګه، د ملي یووالي، متقابل درناوي، ټولنیز تفاهم او ګډو ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره داسې لیکنې اړینې دي چې د خلکو ترمنځ د همکارۍ، مسئولیتپالنې او ګډ ژوند فرهنګ ته وده ورکړي. په دې برخه کې باید د مطالبو دقت، مسلکي معیارونه، د سرچینو اعتبار او د بېلابېلو موضوعاتو متوازن انعکاس په پام کې ونیول شي.
د ملي ورځپاڼو د تاریخي، فرهنګي او معلوماتي ارزښت د ساتنې او پیاوړتیا لپاره لاندې وړاندیزونه د پاملرنې وړ دي:
۱- د چاپ او وېش د بهیر پراخول: د ورځپاڼو د چاپ شمېر، د مخونو کچه او د وېش بهیر دې د امکاناتو او اړتیاوو له مخې پراخ شي، څو د پلازمېنې ترڅنګ په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې هم د خلکو لاسرسی ورته اسانه شي.
۲- د لوستونکو او لیکوالانو ګډون (اشتراک) زیاتول: د ورځپاڼو مسئولین دې د لوستونکو او لیکوالانو د ګډون لپاره مناسبې لارې چارې برابرې کړي. د لوستونکو نظریات، وړاندیزونه او لیکنې دې وارزول شي او د خپرېدو لپاره دې ورته د کیفیت او مسلکي معیارونو پر بنسټ زمینه برابره شي.
۳- د بېلابېلو موضوعاتو لپاره د ځانګړو کالمونو رامنځته کول: په ورځپاڼو کې دې د فرهنګ، اقتصاد، کرنې، ښوونې او روزنې، ټکنالوژۍ، ادب، تاریخ، روغتیا او چاپېریال ساتنې لپاره ځانګړي کالمونه او موضوعي برخې جوړې شي، څو لوستونکي په منظم ډول د خپلو اړتیاوو وړ مطالب ومومي.
۴- د مسلکي لیکوالانو او څېړونکو جذبول: د هېواد تکړه لیکوالان، څېړونکي، ژورنالیستان او فرهنګي شخصیتونه دې د همکارۍ لپاره راجلب شي او د دوامدارو لیکنو، څېړنیزو مقالو او تحلیلي مطالبو د خپرولو زمینه دې ورته برابره شي.
۵- د برېښنايي نسخو خپرول: د ورځپاڼو برېښنايي نسخې دې هره ورځ د اړوندو رسمي وېبپاڼو له لارې خپرې شي، څو په هېواد کې دننه او بهر مېشت افغانان وکولای شي په اسانۍ ورته لاسرسی ومومي. همدارنګه، د پخوانیو ګڼو د برېښنايي آرشیف جوړول به د څېړونکو، محصلانو او راتلونکو نسلونو لپاره ګټور وي.
۶- د ځوانو لیکوالانو هڅول: ځوانانو ته دې د لیکنې او څېړنې فرصتونه برابر شي، د هغوی د لیکنو د ارزونې او سمون لپاره دې مسلکي لارښوونه وشي او د غوره مطالبو د خپرولو له لارې دې د هغوی استعدادونه وروزل او پیاوړي شي.
۷- د محتوا د کیفیت او مسلکي معیارونو لوړول: د ورځپاڼو په ټولو برخو کې دې د املاء، ژبې، سمون، د معلوماتو د کره والي، د سرچینو د اعتبار او د ژورنالیستیکي اصولو رعایت ته جدي پاملرنه وشي. د مسلکي کادرونو د پیاوړتیا او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره دې هم منظم پروګرامونه جوړ شي.
۸- لیکوالانو ته حق الزحمه ورکول: د لیکوالانو د هڅونې او د باکیفیته لیکنو د دوام لپاره دې د حقالزحمې اوسنی سیستم له سره وارزول شي. د لیکنو د حجم، کیفیت، تخصصي کچې او د خپرېدو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره دې مناسب او روښانه معیارونه وټاکل شي، څو لیکوالان د خپلو هڅو په بدل کې عادلانه مالي امتیاز ترلاسه کړي او د لیکوالۍ مسلکي فعالیت ته یې دوامداره انګېزه زیاته شي.
له همدې امله، د دغو ورځپاڼو د پیاوړتیا لپاره باید د چاپ او وېش د پراختیا، د محتوا د تنوع او کیفیت، د مسلکي کادرونو د جذب، د ځوانو لیکوالانو د هڅونې او د برېښنايي خپرونو د پراختیا په برخو کې عملي اقدامات ترسره شي.
په یاد سمینار کې د مطرح شویو وړاندیزونو اغېزمنتیا هم هغه مهال څرګندېدای شي چې د پلي کېدو لپاره یې روښانه تګلاره، مشخص مسئولیتونه او د ارزونې میکانیزمونه رامنځته شي.
په پای کې باید وویل شي چې د ملي ورځپاڼو پرمختګ یوازې د چاپ د مخونو او شمېر په زیاتوالي پورې تړلی نه دی؛ بلکې د محتوا کیفیت، د لوستونکو اړتیاوو ته ځواب ویل، د لیکوالانو ګډون او د خپرونو اسانه لاسرسی هم پکې بنسټیز رول لري. که دغو برخو ته په همغږې او دوامداره توګه پاملرنه وشي، ملي ورځپاڼې به وکولای شي خپل تاریخي او فرهنګي ارزښت لا پیاوړی او په ټولنه کې خپله معلوماتي، تعلیمي او فرهنګي ونډه پراخه کړي.
د چنګاښ ۲۶ مه؛ پر شاهي نظام د سردار محمد داوود خان سپینه کودتا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
