پاکستان له تېرو شاوخوا اووه څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې له بېلابېلو سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو لاسوهنه کړې ده. یادې لاسوهنې يې ډېر وخت په پټه او کله ناکله په ښکاره ډول ترسره کړې دي او د جګړو، بېثباتۍ او کورنیو شخړو په دوام کې یې مهم رول لوبولی دی.
وړمه شپه یو ځل بیا د پاکستان ملیشه يي ځواکونو د افغانستان پر ختیځو سیمو هوايي بریدونه او لوی جنایت د روژې په مبارکه میاشت کې ترسره کړ او زموږ ګڼ شمېر هېوادوال يې شهیدان او ټپیان کړل.
د راپورونو له مخې؛ دغه بریدونه د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو پر ځینو ملکي سیمو، یوې دیني مدرسې او ګڼو استوګنیزو کورونو ترسره شوي دي. په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بېګناه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پوځي ملیشو دا ډول کړنې د نړیوالو اصولو، د ښه ګاونډیتوب او اسلامي ارزښتونو پر خلاف عمل دی. پاکستاني ملیشو باید داسې عمل نه وای ترسره کړی، ځکه دا نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دی؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې هم لا پسې ترینګلې کوي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانستان پر خاوره ورته بریدونه ترسره کېږي، له دې وړاندې هم پاکستان زموږ پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تجاوز کړی و، خو هر ځل د افغان امنیتي ځواکونو له جدي غبرګون او خبرداري سره مخ شوی دی.
افغان امنیتي ځواکونه ټینګار کوي، چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه ساتنه به په کلکه توګه ترسره کړي. د افغانستان د اسلامي امارت ویاند هم ویلي، چې د یاد برید په اړه به په مناسب وخت کې ځواب ورکړل شي.
په سیاسي او اخلاقي لحاظ دا پوښتنه راپورته کېږي، چې که پاکستان ځان مسلمان بولي، نو بیا د روژې په مبارکه میاشت کې د بېګناه انسانانو پر وړاندې د زور کارول او د ملکي سیمو په نښه کول څنګه کېدای شي؟! ډېر افغانان باور لري، چې پاکستان د افغانستان د تېرو لسیزو په کورنیو جګړو کې اساسي رول لوبولی، چې دا یو څرګند او نه منکرېدونکی واقعیت دی.
نړۍ ته په روښانه توګه څرګنده شوه، چې پاکستان اوس په ښکاره ډول له افغانستان سره خپله دښمني څرګنده کړه او دا یې هم وښوده، چې د افغانستان پرمختګ او ملي ثبات ورته د زغملو وړ نه دی.
اوس هم وخت شته، چې پاکستان له افغانانو بښنه وغواړي او له ورته کړنو څخه ډډه وکړي، ترڅو د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې خرابې نه شي او د ګاونډیتوب حقونو ته درناوی په پام کې ونیول شي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.