ژمی د کال هغه څپرکی دی، چې له ورښتونو سره مل سړې څپې، موسمي ناروغۍ او اقتصادي فشارونه راوړي. په افغانستان کې، چې د خلکو ډېری عایدات موسمي او محدود دي، د ژمي په راتګ سره زیاتره کورنۍ له سختو ننګونو سره مخ کېږي او د دوی پر اقتصادي حالت دروند بوج راولي.
په دې موسم کې د سړې هوا زیاتوالی، د سون، خوراکي او غیرخوراکي توکو لوړې بیې او همداراز د درملو ګرانښت هغه ستونزې دي، چې ګڼې کورنۍ ورسره هره ورځ لاس او ګرېوان وي. په ځانګړي ډول بېوزله کورنۍ د ژمي له راتګ سره څو برابره زیاتې اقتصادي او روغتیايي ستونزې تجربه کوي. ماشومان د یخنۍ له امله په موسمي او ویروسي ناروغیو اخته کېږي. خو ډېری کورنۍ دومره زیات اقتصادي توان نه لري، چې د خپلو ماشومانو درملنه وکړي. دغه وضعیت د اندېښنې وړ خبره ده او هر کال زرګونه کورنۍ پرې ځورېږي.
که څه هم د هېواد ټولیز اقتصادي وضعیت د قناعت وړ نه دی، بیا هم داسې کورنۍ شته، چې د خپل ورځني ژوند د پرمخ بیولو وس او توان لري. دغه کورنۍ او هېوادوال د ټولنې هغه مهم قشرونه دي، چې د ژمي په سختو شرایطو کې د بېوزلو د لاسنیوي لپاره رغنده او مهم رول لوبوي.
له بلې خوا، خلک د ژمي په بارانونو او واورو خوښ دي او هیله لري، چې هېواد له وچکالۍ وژغورل شي او له اوبو ډک کال وي. د ژمې ورښتونه کله ناکله د لارو بندېدو، د کورونو د زیانمنېدو او ځینو نورو پېښو لامل هم ګرځي. د حکومت اړونده ادارې چمتووالی، وختي رسېدنه او د واورو پاکولو هڅې هر کال د ستاینې وړ دي، خو سږکال هم له اړوندو ادارو زیاته تمه کېږي، چې دغه خدمتونه لا پیاوړي او چټک کړي.
زیاتره وخت، خیریه بنسټونه او مرستندویې ادارې د ژمي په موسم کې د خوراکي، سون توکو او تودو جامو د وېش پروګرامونو لړۍ پیلوي. خو سږکال له یادو ټولنو او ادارو ډېره هیله کېږي، چې د هېواد بېوزله کورنۍ له پامه ونه غورځوي. د بشرپالنې له مخې پراخه او دوامداره مرستې ترسره کړي او هغو سیمو ته زیاته پاملرنه وکړي، چې هر وخت د مرستو له نظره پاتې وي.
له همدې امله، د ژمي د پېچلو شرایطو په نظر کې نیولو سره مهمه ده، چې شتمن هېوادوال، ملي سوداګر، پانګوال او بډایه کورنۍ د بېوزلو کسانو سره مرستې او لاسنیوی وکړي. د هغوی کوچنۍ مرسته کولای شي، چې د یوې کورنۍ کور تود کړي، د یوې مور خندا زیاته کړي او د یوه ناروغ ماشوم درملنه ترسره کړي، چې دا د ټولنې د ګډ احاسس او مسوولیت ښکلا ده.
که هر څوک د خپل توان په اندازه د بېوزلو سره مرسته وکړي، دوی به نه یوازې د آخرت لپاره لوی اجرونه او ثوابونه ترلاسه کړي؛ بلکې د انساني همدردۍ او ورورګلوۍ یو ښکلی انځور هم ټولنې او نړۍ ته وړاندې کړې وي.
راځئ، چې په دې سوړ او ورښتیز موسم کې د بېوزلو کورنیو خونې تودې، زړونه یې خوښ او ژوند یې آسانه کړو، چې هم به مو دنیا ښه شي او هم به مو د آخرت لپاره ستره سرمایه تیاره کړې وي.
Our Pashto-Dari Website
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.