د تېرو څو ورځو پرلهپسې درنو بارانونو له امله د هېواد په زیاترو ولایتونو کې زیات سېلابونه راوتلي، چې ګڼ شمېر هېوادوالو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د راپورونو له مخې، یادو سېلابونو په یو شمېر ولایتونو کې پراخې سیمې او کرنیزې ځمکې تر اوبو لاندې کړې دی، ګڼ شمېر کورونه یې ویجاړ کړي او خلک یې له خپلو سیمو بېځایه کړي دي. تر دې دمه د یو شمېر هېوادوالو د مړینې او ټپي کېدو خبرونه هم ورکړل شوي او سلګونه کورنۍ يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دا پېښه دردوونکي ګڼل کېږي، چې باید له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرستې وشي، چې دغه مرستې د هېوادوالو تر منځ د همدردۍ او همرازۍ سبب ګرځي. د دې پېښې له امله اوس مهال ګڼ شمېر کورنۍ بېکوره شوې دي او د خوراک او څښاک د پاکو اوبو او سرپناه له کمښت سره مخ دي.
که څه هم دولتي ادارو په زیانمنو سیمو کې د مرستو او ژغورنې هڅې پیل کړې دي، خو اړتیا زیاته ده، چې دا هڅې لا ګړندۍ او پراخې شي، څو په دې سختو شرایطو کې د سېلابځپلو کورنیو اساسي اړتیاوې پر وخت پوره شي او د نورو زیانونو او پېښو مخه ونیول شي.
له ټولو هېوادوالو، ملي سوداګرو، شتمنو وګړو او پانګوالو غوښتنه کېږي، چې د انسانیت همدردۍ او اسلامي ورورګلوۍ له مخې د سېلابځپلو کورنیو لاسنیوی ترسره کړي. هغه کورنۍ دې هېرې نه کړي، چې د سېلابونو له امله مالي او ځاني زیانونه ورته اوښتي دي او هر څوک دې د خپل وس او توان په اندازه ورسره مرستې وکړي.
همداراز له خیریه بنسټونو، ملي او نړیوالو موسسو غوښتنه کېږي، چې د دغې پېښې د مدیریت او مرستې په برخه کې جدي اقدامات په پام کې ونیسي، ترڅو د سېلاب ځپلو خلکو وضعیت ښه او د هغوی دردونه یو څه راکم کړي.
راځئ، هېوادوالو! په دې دردوونکي پېښه کې یو بل ته اوږه ورکړو، د سېلابځپلو وګړو لاسنیوی وکړو او دا په ډاګه کړو، چې افغان ولس د ستونزو او کړاوونو پر مهال یو موټی، یو زړه او یو غږ دی او همدا راز په دې لوېدلو حالاتو کې د همدرۍ او همرازۍ فرهنګ د خلکو په منځ کې پیاوړی شي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.