زرغونې مخ ته لپه نیولې وه، سترګې یې پټې وې، ورو ورو زنګېده، د الیکین شاوخوا ته د قالېنې ګلان راڼه ښکارېدل، نقیب په لټ واوښت، په نیمکښه سترګه یې دې ته وکتل غږ یې وکړ:
ـ نن دې دعا اوږده نشوه!؟
زرغونه لا هم زنګېده، شونډې یې ښورېدې.
په لیندۍ کې د پرتې ماشومې د ژړا غږ اوچت شو، نقیب لاس ور اوږد کړ ویې ټپوله، نجلۍ ارامه شوه. په کړکۍ پرته پرده کې شمال غونډ شو، نقیب لاس ورټول کړ، کمپله یې په اوږه ورکش کړه، ویې ویل:
لکه چې د کړکۍ کومه پله خلاصه پاتې شوې.
زرغونې د جاینماز څنډه ورواړوله، الیکین یې ور پورته کړ، د کړکۍ خوا ته ورغله، تیاره کې د قالینې ګلان په ورکېدو شول، پرده یې د کړکۍ له مخې لرې کړه، د سپوږمۍ رڼا ته هر څه پیکه ښکارېدل، ځمکه زېړو پاڼو پوښلې وه، لرې د چنار د ونو سرونه ښکارېدل، شمال به یو او بلې خوا ته نڅولې. زرغونې کړکۍ کلکه ورپورې کړه پرده یې پسې کش کړه. زنګېدلي قدمونه یې واخستل، د نقیب خوا ته کېناسته، کمپله کې یې پښې وغځولې. نقیب ته یې وکتل. د هغه سترګې پټې وې ورو ورو یې ساه اخیسته. دې یې لور ته سترګې واړولې شونډې یې وخوځېدې:
ـ چې سبا به په جرګه کې څه پیصله (فیصله) وکا؟
د نقیب سترګې پټې وې خوبوړی یې ځواب ورکړ:
ـ خدای خبر!
ـ څه موده مخکې چې د حاجي غني لور کونډه شوه لېوره ته یې په نکاح کړه.
ځواب یې وانه ورېد خبرې یې وغځولې:
ـ کوز کلي کې د غوث الدین نګور ډېر ووې چې زه مې په همدغه یو زوی کېنم واده نکم، خو چا یې خبره وانه ورېده کشري لېوره ته یې ورمبارک کړه. د ګلابو ترورۍ لور…
نقیب سترګې وغړولې خبر یې ونیوه:
ـ زما د ورور لا پینځه میاشتې نه دي پوره او د تا دا غم دی!؟
زرغونې یې سترګې لور کې ګنډلې وې. ویې ویل:
ـ ورور دې خدای وبښه، مړه مري ژوندي خپل کار کا. زما مې لور ته چورت خراب دی لا د دریو میاشتو ده.
نقیب په لټ واوښت، دې ته یې شا کړه ویې ویل:
ـ دې خبرو پسې مه ګرځه مه هم چورت خرابوه، اوس نو ویده شه ما هم خوب ته پرېږده.
ـ که یې تا ته په نکاح کا بیا؟
ـ نو همدا به د خدای رضا وي.
ـ زه به څنګه شم؟
نقیب کمپله کې سر پټ کړ ویې ویل:
ـ د تا اعصاب خراب دي، فقط چې هغه مې ښځه شوه ستي ته نه یې.
نجلۍ وسونګېده، زرغونې یې غېږ کې څملوله، زنګون یې ورو ورو ښوراوه. نقیب وویل:
ـ ښه یې مړه که چې بیا د نیمې شپې ونه ژاړې. سبا ته مې شل خرواره کارونه دي باید خوب مې پوره وي.
زرغونې تر ډېره د چت خمبو ته کتل، بیا یې باڼه سره ورغلل.
سهارني لمر ټول ځایونه پوښلي و. شمال به ځان سره خاورې هم په هوا کړې، د ونو په سرونو کې چې یو څو پاڼې پاتې وې، نور یې د مني شمال ته ځان نشوای ټینګولی. زرغونه لا ویده وه. بهر کڼه ګوڼه شوه، زرغونې ورختا سترګې یوه بله خوا واړولې، نقیب یې تر څنګ ونه لید، ټیکری یې په سر سم کړ، چټک ګامونه یې واخیستل. د کوټې په وره کې یې پښه ونیوه، نقیب یې مور په ټټر نښلولی و، ماشومانو پورته پورته ګامونه اچول، مبارک مبارک نارې یې وهلې. زرغونه د کوټې په وره کې ولاړه وه د چا ورپام نه و.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.