پاڼه

سلما بدري

33

د پل باغ عمومي پر سړک موټر ودرېد، د ملي بس د ننه ولاړې ښځې وخوځېدې، یوې ناره کړه:
ـ وروره! لږ ورو.
موټروان هنداره کې ښځې ته وکتل. کلینډر غږ وکړ:
ـ وروستی تمځای دی، هلئ ژر ژر ښکته شئ.
پاڼې جېب ته لاس کړ دوه پنجي یې راوویستل، یو یې بېرته جېب کې کېښود. د بس په زینو کې ښکته شوه. پنجي یې کلینډر ته ونیو. یخ شمال یې پر مخ ولګېد، لاسونه یې د جمپر جېب کې واچول، پښو ته یې وکتل، د ښۍ پښې غټ نوک یې له بوټ ښکارېد. سوړ اسوېلۍ یې وویست. ګڼه ګوڼه ‌ډېره وه. د کیلو او مالټو، لیلامیو او د مڼو جوسو کراچۍ سړک په سر اخیستی و. خلکو ډبل کوټونه اغوستي وو، ځیتو هم پټو تر ځان تاو کړی و. پاڼې ورو ورو قدمونه اخیستل. د طالبانو رنجرې هره خوا تر سترګو کېدې. پاڼې ته يې د ملګرې خبره ورپه زړه شوه، چې ویل یې؛ د کومې نجلۍ چې حجاب نه وي، طالبان یې ځان سره بیایي. دې خپلو کالیو ته وکتل، له اصلي اندازې هم غټ و. سترګې یې پټې کړې د ګاونډۍ ښځې ته یې دعا وکړه. قدمونه یې ګړندي کړل. شېیه پس یې د موسسې په ودانۍ سترګې ولګېدې. نږدې ورغله پینځه پوړیزې ودانۍ کریمي جامې اغوستې وې. رنګه ښیښو یې د پاڼې سترګې وځلولې. ځان سره وبونګېده:
رنګ یې نوی کړی. ذهن کې یې وګرځېدل چې نرمه چوکۍ کې ناسته ده، مخې ته یې پر مېز کمپیوټر ایښی دا پکې
دې بېوزلو لپاره لېسټ جوړوي. شاوخوا یې همکاران هم په کمپیوټرونو کې بوخت دي. د دې مخامخ غټ تلویزون لګېدلی. د غولي پر کاشیو د چت رنګارنګ ګروپونه ځلیږي. دې ته پر مېز د ایښي پیالې نه د قهوې تریخ بوی خیژي. د صالون منځ کې د ترکي بخارۍ پر سر د ایښي چایجوشې اوبه په ایشېدو دي. تندی یې ورین شو. د موسسې د دېواله پر سر ساتونکي پاڼې ته کتل. دې نظر ښکته کړ. څو قدمه لاړه. لاسونه یې پر کالیو تېر کړل، پړونی یې هم پر سر سم کړ، دروازې ته نږدې شوه. ساتونکي غږ پرې وکړ:
ـ هې نجلۍ! خیریت دی؟
پاڼه ورمخته شوه، د ساتونکي لوړ قد او هډور تن ته یې پام شو. ساتونکي تورې عینکې له سترګو لرې کړې، تر تورو غټو سترګو یې تور باڼه تاو و، ډبلې ورېځې یې سره نښتې وې، ږیره یې سهارنۍ خرېیلې وه، د سګرټ دود یې له خولې ووت، په پوښتونکي نظر یې پاڼې ته وکتل. دې وویل:
ـ غواړم دلته دنده واخلم.
سړي ټوپک پر اوږه واچاوه پاڼې ته یې سر تر پښو وکتل، په ملنډو یې وپوښتله:
ـ ته دا ځای پېژنې؟
پاڼه موسکۍ شوه، د ودانۍ حوېلی ته یې وکتل، د لنډکروزر موټر تر څنګ دوه ساتونکي یو بل سره غږېدل بیا یې ده ته وکتل، ویې ویل:
ـ هو! موسسه ده، دلته د نجونو لپاره خالي بست اعلان شوی. پاڼې له بکس څخه څو ورقې راوویستې، زیاته يې کړه:
هه! اسناد مې هم راوړي.
سړي سپینو پاڼو ته وکتل بیا یې دې ته سترګې واړولې ویې ویل:
ـ کوم پوهنځی دې لوستی؟
ـ د کابل پوهنتون اقتصاد مې ویلی.
سړي ودانۍ ته وکتل سوړ اسویلی یې وکیښ، خوله یې وخوځېده:
ـ ته دې اسناد راکړه زه به یې د ننه یوسم.
پاڼې اسناد ګوتو کې کلک کړل، سپېرې شونډې یې وخوځېدې:
نه، مننه زه یې خپله وړم.
سړي تورې عینکې له ککرۍ سترګو ته راښکته کړې.
پاڼې دروغجنه موسکا وکړه. زیاته یې کړه:
ما ویل رییس به هم ووینم او اسناد به هم ورکړم.
سړي ورقې ترې کش کړې ویې ویل:
زه یې خپله ورکوم. ته سبا راشه.
پاڼې څو شېبې ودانۍ ته وکتل، اننګو کې یې سرخي ښکارېده. بیا د ملي بس د تمځي په لوري وخوځېده. سترګې یې په یوه لس کلنې نجلۍ ولګېدې، چې د خپلې مور سره کراچۍ ته ولاړې دي پیرکي خوري، د پاڼې تر څنګ یو سړی تېر شو په اوږه یې د بخارۍ نلونه تکیه کړي وو، د پاڼې مخ ته له رنګه تور وچ کلک هلک ودرېد، په لاس کې یې د ژمي دستکش او ماسک وو پاڼې ته یې ونیول جینګ شو، ویې ویل:
خورې ګرم ګرم دستکش واخله.
پاڼې ته یې ورور سترګو ته ودرېد. د هلک په سر یې لاس تېر کړ، ویې ویل:
نه یې غواړم.
د سړک له بلې غاړې ‌ډبل غږ راته:
ـ ګرم جاکټونه لیلام شول.
د مازدیګري لمر مخ په ډوبېدو و، د ملي بس تمځي ته نږدې شوه، لاس یې د بس په دروازه تکیه کړ د ننه ورغله، د دروازې څنګ ته په یو کسي څوکۍ کېناسته. سترګې یې بهر په خلکو کې خښې کړې، ټول خلک حرکت کې وو، د پیاده رو ونې د ژمي یخ ته ولاړې وې. پاڼې سر په ښیښه تکیه کړ. موټر وخوځېد، یخ شمال د پاڼې پر مخ ولګېد، ښیښه یې بنده کړه. د دې تر مخ ناستې ښځې سره کوچنی ماشوم و، پزه یې سره اووښتې وه، د ډبلې خولۍ پر سر یې سور ګل ګنډل شوی و، د مور له سره یې لاسونه تاوو کړي وو، سترګې یې پاڼې ته نیولې وې خندل یې. پاڼې بهر ته نظر کړ د سړک غاړې ته د ولاړو بلاکونو ښیښې شنې ځلېدې. یوه ګړۍ وروسته له بس ښکته شوه، د مازدیګر لمر لوېدلی و، لاس یې د کور په دروازه تکیه کړ، دروازه خلاصه شوه، سترګې یې پر معصوم ولګېدې، توپ یې په لاس کې و له خندا یې خوله ‌ډکه وه. فاطمې هم به خوښۍ د خپل زوی ننداره کوله، د معصوم سترګې په پاڼه ولګېدې، منډه یې کړه، د پاڼې تر پښو یې لاسونه تاو کړل. فاطمه هم ورنږدې شوه، سپین وېښتان یې باد ونڅول، پاڼې ته یې جینګه خوله ونیوه. معصوم په خوښۍ وپوښتله:
ـ خور جانې ما ته دې څه راوړي؟
پاڼې یې شپږ کلن ورور غېږ ته پورته کړ، په غومبوري یې ښکل کړ، ویې ویل:
ـ سر له سبا درته هره ورځ ژاولې، پاپړ او میوې راوړم.
د فاطمې د تندي ګونځې وغوړېدې، اسمان ته یې وکتل د ماښام تیارې په خپرېدو وې. پاڼه یې د پلار کوټې ته د ننه شوه، پر پلاستیکي فرش یې د قدمونو غږ خوت، په خټین دېوال کې درځونه ښکارېدل، پلار یې پر نازکې توشکې پروت و، په ډنګر لاس کې یې شنه رګونه راوتلي و، د ژورو سترګو شاوخوا یې تورې حلقې تاوو وې، له غوږونو پاس یې سپین وېښتان ښکارېدل. پاڼې نرۍ خړه کمپله راکش کړه، د پلار لاس یې هم پکې پټ کړ، پر پک تندي یې لاس کېښود. پلار یې سترګې په سختۍ پرانیستې، دې یې ښی لاس ونیو ویې ویل:
ـ که خدای کول دنده به واخلم، په لومړۍ تنخواه به دې ډاکټر ته بوځم.
د پلار له سترګې یې رڼه اوښکه د غوږ شا ته ورغړېده او په سپینو وېښتو کې ورکه شوه. لړزېدلی لاس یې د پاڼې پر سر راتېر کړ، سترګې یې چت ته ونیوې.
فاطمه دسترخوان سره راننوته. معصوم یې د خور خوا ته کېناست. مور یې دسترخوان وغوړاوه، دوې ټوټې وچه ډوډۍ پکې وه، مړې سترګې یې پاڼې ته ونیوې. معصوم یوه ټوټه وچه ډوډۍ ورواخیسته خولې ته یې نږدې کړه، غاښونه یې پرې ټینګ کړل، زور یې پرې ونه رسېد، له شونډو یې لرې کړه. د خولې لاړې یې تېرې کړې بیا یې غاښونه پرې ټینګ کړل، خور ته یې وکتل، په ډکه خوله یې وویل:
ـ خور جانې! سبا ته لږ وچه ډوډۍ هم درسره راوړه.
پاڼې د هو په بڼه سر وخوځاوه، پاڅېده. مور یې وپوښتله:
ـ لورې! ډوډۍ نه خورې؟
ـ نه مور جانې! وږې نه یم تاسو یې وخورئ.
پاڼه یې د خپلې کوټې خوا ته لاړه، د دروازې په مات دستګیر یې زور وکړ، د ننه لاړه، د پېوند شوي پلاستیکي فرش له سره تېره شوه، د خټينو دېوالونو په کونجونو کې د نم نښې ښکارېدې، د دروازې مخامخ نرۍ توشکه هواره وه، د وړې کوټې نورې خواوې تشې وې. تیارو ټول ځای نیولی و، پاڼه یې ځای کې اوږده وغځېده، یخني ولړزوله، د جمپر ځنځیر یې کش کړ سترګې یې پټې کړې؛ پلار یې لید چې شنه چمن کې معصوم سره لوبې کوي. د مور مخې ته یې د انګورو، مڼو او انارو سبدونه ایښي دي، ژېړ لمر د سرو او ژېړو ګلانو پاڼې ځلوي، د ونو په شاخونو کې د مرغیو ځالې وي او مرغۍ پکې سندرې وایي ټول خاندي. سترګې یې پرانیستې نرۍ موسکا یې پر شونډو وغوړېده. په لټ واوښته، پښې یې راټولې کړې د خوب نړۍ ته یې پناه یووړه.
پاڼې سترګې پرانیستې، د ساده نوکیا موبایل بټنه یې تخته کړه، سکرین یې ولګېد، سترګو ته یې مخامخ کړ، د غرمې یوولس نیمې بجې وې، سترګې یې رډې راوختې په بېړه جګه شوه، د پلار کوټې ته یې لاړه. فاطمه د پاڼې خواته ودرېده پر اوږه یې لاس کېښود، ویې ویل:
ـ خدای دې پر مخ رڼا کړه لورې!
پاڼې یې لاس ښکل کړ په عاجزۍ یې وویل:
ـ مورې! لس روپۍ درسره شته؟
فاطمې یې خاوند ته وکتل، سترګې یې پټې وې، خو له درده یې زګیروي ختل. بیا یې ګوتې غاړه کې دننه کړې؛ لس ګونی یې راویوست، خوله یې وخوځېده:
ـ دا مې دې پلار ته ساتلې وې؛ ما ویل که درد یې زیات شي یوه د درد ګولۍ خو به پرې وشي.
پاڼې لسګون ورواخیست، لاس کې یې کلک کړ، سترګې یې را‌ډکې شوې. د څه ویلو پرته له کوره ووته. د ملي بس تمځي ته ورسېده. وروسته له یوې ګړۍ د پل باغ عمومي پر سړک پلې روانه شوه. د تل په څېر ګنه ګوڼه ډېره وه، د هرې کراچۍ پر سر یې لاسپیکر چالان وو؛ خبره په سختۍ اورېدل کېده. څو قدمه پس د موسسې ودانۍ ته ودرېده. خپله د زړه درزا یې اورېده، د دروازې ساتونکي ته نږدې ورغله؛ هغه موبایل کې لګیا و، کله به یې خوله جینګه شوه، کله به هم سور واوښت. پاڼې پرې غږ کړ:
ـ کاکا!
سړي وروکتل. له څوکۍ پاڅېد د تلاشۍ هغې خونې ته ننوت کوم ته یې چې پرون اسناد وړي و. شېبه پس له سپینو پاڼو سره راووت. پاڼې له ودانۍ سترګې واړولې، شونډې یې وخوځېدې:
ـ هغه زما اسناد مو رییس صاحب ته وسپارل؟
سړي سپینې ورقې پاڼې ته ونیوې ویې ویل:
ـ زما خبره ومنه! بې ځایه دې ځان مه ستړې کوه. دا بستونه ټول پلورل شوي دي. تا ته دلته ځای نشته. واخله! دا دې هم اسناد.
سړی بېرته پر څوکۍ کېناست موبایل ته یې سترګې ونیوې. پاڼه تر ډېره ځای پرځای ولاړه وه. د سړي ورپام شو، په زغرده یې وویل:
ـ دلته په درېدو هېڅ هم نه کیږي، ځه ورځه کور ته ځان رسوه.
پاڼه څو قدمه په شا ولاړه بیا یې مخ راواړاوه، په ډبره یې سترګې ولګېدې، ورنږدې شوه ځای پر ځای کېناسته. شاوخوا یې ګڼه ګوڼه ډېره وه، خو دې هېڅ هم نه اورېدل. خلک تېرېدل، راتېرېدل. کله به د لمر سترګه راښکاره شوه، خو ورېځو به یې بیا مخه ونیوه. پاڼې په یوه ځای سترګې خښې کړې وې. ګړۍ ووتې، په نه زړه جیګه شوه، مړاوي قدمونه یې د ملي بس تمځي ته واخیستل. لاره همغه وه خو د پاڼې سترګو کې ټول خلک زړه ماتي ښکارېدل، د سړک چپ خوا ته یوه ډله ښځې د لیلامیو کراچۍ ته ولاړې وې، د یوې تنورې ښځې له کراچیوان سره پر پیسو جنجال و. وړو خیرات غوښتونکو ماشومانو په هر چا پسې منډې وهلې، لمر سوځولی له رنګه تور هلک د پاڼې مخ ته ودرېد، خیرن لاس یې دې ته ونیو، پاڼه پرته له دې چې ورته وګوري ترې تېره شوه. ښۍ خوا ته د طالبانو رنجرې ولاړې وې. پاڼه په زنګېدلو قدمونو موټر ته وخته، د کېناستلو ځای نه و، ودرېده. په یوه لاس یې د موټر په چت کې په اوږدې اوسپنې ځان نیولی و، د بل لاس په موټي کې یې پنجي و. موټر حرکت وکړ، د دې تر څنګ نورې ښځې هم ولاړې وې، د یوې ښځې غېږ کې د ماشوم ژړا موټر په سر اخیستی و. پاڼې ته مخامخ پر څوکۍ ناستې ښځې سر په ښیښه تکیه کړی و. پاڼې سترګې له کړکۍ بهر پر ونو او خلکو خښې کړې وې، چې په تېزۍ شا ته روان دي. د ماښام تیارې خورېدې. پاڼې یې په لاس کې نیولي پنجې ته ښه شېبه وکتل. کلینډر پرې غږ وکړ:
ـ کرایه دې راکړه.
دې لا هم په پیځه ګوني سترګې ګنډلې وې. کلینډر د دستمال څوکه له خولې لرې کړه، غږ یې اوچت کړ:
ـ اې خورې! تاته وایم کرایه دې راکړه.
پاڼې په نه زړه د سپین لاس په ورغوي ژېړ پنجي ورته ونیو. کلینډر د سترګو له کونجو راوتلې رانجه پاک کړل، بیا یې دې ته وکتل، په تورو خیرنو لاسونو یې پنجي ورواخیست. پاڼې مخ ترې واړاوه، سترګې یې پټې کړې. په سره غومبوري یې رڼه اوښکه راوبهېده. سر یې په هغه لاس تکیه کړ، چې ځان یې پرې نیولی و. موټر ودرېد. پاڼې جټکه وخوړه شاوخوا یې وکتل. د کلینډر ژېړ غاښونه ښکاره شول په ملنډو یې وویل:
ـ عجیبه خلک دي په ولاړه هم خوب کوي.
پاڼه د سرک پر غاړه ودرېده. دوه قدمه رامخته شوه. مخې سره یې رنجره په تېزۍ تېره شوه، پاڼې ورپسې وکتل؛ سپین بیرغ یې شمال رپاوه. د سړک پر سر ګڼه ګوڼه کمه شوې وه، له شاوخوا هټیو د ترانې غږونه راتلل. تور دود هوا پوښلې وه. پاڼې غبرګ لاسونه خولې ته ونیول وټوخېده. کغ شو، پر زنګ وهلې دروازه یې زور وکړ. معصوم یې مخې ته په منډه ورغی، د پاڼې تش لاسونه یې ولیدل. شونډې یې ورټولې شوې، مور یې په بېړه ورپسې راغله. د فاطمې سترګې پر پاڼه ولګېدې د زوی پر سر یې لاس کېښود، معصوم په چیغو شو. پاڼه په بېړه کوټې ته د ننه شوه، په خپل ځای کې وغزېده. دستکول ته یې پام شو سپینو پاڼو ته یې وکتل بیا یې پر دېوال وویشتې، د اطاق پر غولي خورې ورې پرېوتې. پاڼې یې مخ په پړوني پټ کړ او په خپل ځای کې وغځېده.
وخت ووت، لمر تیارې پورې وهلې وې، ورېځو د اسمان مخ پوښلی و، خو لا هم د خدای د رحمت درک نه و.
پاڼې تورې بڼورې سترګې پرانیستې، ورمېږ ته یې لاس ونیو. فاطمې له دروازې سر د ننه کړ، په ساه نیولي غږ یې وویل:
ـ د ګاونډي لور راغلې وایي مرسته راغلې، یو ځل نه ورځې؟
پاڼه ځای کې نېغه کېناسته، ویې ویل:
ـ ورځم، ورته ووایه چې ماته په تمه شي.
فاطمه له کوټې ووته، پاڼه جیګه شوه. مور یې جمپر ورته ونیو، پاڼې په منډه کې وویل:
ـ مور جانې ته یې واغونده، زما بېړه ده.
د حویلۍ په دروازه کې اته کلنه نجلۍ ولاړه وه، په ورخطایۍ یې وویل:
ـ پاڼې خورې! ژر راځه هسې نه چې مرسته خلاصه شی.
د کوڅې تر ختمېدو دواړو منډې کړې، د هټۍ د دروازې سره څو ځوانان پېتاوي ته ناست وو، دوی دواړو قدمونه ورو کړل، پاڼې یې څادر پر سر سم کړ، نظر یې قدمونو ته ښکته کړ، دوې کوڅې پس د مرستې ځای ته ورسېدل.
ګڼه ګوڼه ډېره وه، خلکو تر موټر تاو شوي څلور کنجه وسپنې لاسونه ور اوږده کړي وو. د مرستې اخیستلو لپاره یې پر خدای او قران قسمونه کول. د ښځو په زاریو کې به د ماشومانو چغې هم پورته شوې. پاڼې په سختۍ ځان اوسپنې ته وراساوه، څو ځلې یې چغه کړه، خو چا یې غږ نه اورېد. د مازدا موټر شا له سپینو بوجیو او پیپ غوړیو نه ډک و. د اوسپنې له پاسه یې یوه یوه تن ته مرسته ورکوله. د خلکو شمېر لاپسې زیاتېده او د مرستې شمېر کمېده. غرمنی لمر د ورېځو له منځه مخ راښکاره کړ. پاڼه کې نور د چغو زور نه و پاتې. یوه ښځه یې ترڅنګ ودرېده، دا یې ټېل وهله، څو قدمه پر شا ولاړه پښه يې ډبرې سره ولګېده ځان یې په سختۍ ونیو، کېناسته. د خولې لاړې یې تېرې کړې. پاس یې وکتل، لمر ته مخامخ وه. سترګې یې وبرېښېدې، پټې یې کړې. ګڼه ګوڼه ورو ورو کمېده. ځینې خلک ډک لاس، ځينې بیا تش لاس او ناهیلې د کورونو خواته روان وو. پاڼې سوړ اسوېلی وویست، جیګه شوه. سر یې وګرځېد، لاس یې پر اوسپنه تکیه کړ. ودرېده مړاوي قدمونه یې واخیستل، چې غږ پرې وشو:
ـ هې نجلۍ!
پاڼې پښه ونیوه شا ته یې وروکتل له اوسپنې هاخوا ځوان ولاړ و، ویې ویل:
ـ مرسته خو خلاصه شوه، که ته غواړې زموږ له مشر سره خبرې کړی شې.
ځوان لنډ کروزر موټر ته اشاره وکړه. پاڼې وروکتل، موټر کې ناست سړي تورې چشمې پر سترګو کړې وې. ځوان زیاته کړه:
ـ راشه! رییس صاحب سره له نږدې وغږېږه. وړوکی کاغذ یې ورکړ، ویې ویل:
دا یې هم د دفتر ادرس.
ځوان موټر ته نږدې ورغی، سړي ته یې څه وویل، بیا د موټر د ډرېور پر سېټ کېناست او په چټکۍ یې موټر بوته. پاڼې زړه نازړه سپین کاغذ ته وکتل. مړاوي قدمونه یې د ملي بس د هډې په لوري واخیستل. بس ته وخته خلک ډېر نه و، په دوه نفري څوکۍ کېناسته، ترڅنګ یې بله ښځه کېناسته ماسک یې لرې کړ، لاسونه یې خولې ته ونیول، ویې ویل:
ـ هوا ډېره سړه ده. ستا جمپر هم نشته ناروغه به شې.
پاڼې هېڅ هم ونه ویل بهر یې وکتل، یو سړي سره د مالټو خلطه وه ورو ورو یې قدمونه اخیستل، تر څنګ ناستې ښځې ته یې وکتل، د موبایل پر سکرین یې د فیسبوک پاڼه خلاصه وه. د بس له لاسپیکرو د طالبانو د ترانې غږ پورته شو، ښځې موبایل بند کړ، بس ودرېد څو نورې ښځې هم موټر ته راوختې، د کلینډر غږ پورته شو:
ـ اې ترورې! له پردې دېخوا ودرېږه، موږ ته جنجال مه جوړوه. د پاڼې تر څنګ ناستې ښځې شا ته وکتل، د نه په دود یې سر وخوځاوه. پاڼې تکیه وکړه، ګړۍ وروسته د پل باغ عمومي پر سړک پلې روانه شوه. کریمي ودانۍ ته ورو ورو نږدې کېده، لاس کې نیولي کاغذ ته یې وکتل. د ودانۍ په دروازه د ننه ورغله. د ساتونکي سترګې پرې ولګېدې، په زغرده یې وویل:
ـ ته بیا راغلې؟ تاته مې څه ویلي و؟ ځه ورکه شه.
د حوېلۍ له ننه ځوان غږ وکړ:
راځه د ننه.
پاڼې نیولي قدمونه ورواخیستل. په نه زړه ځوان پسې روانه شوه. د اوږده دهلېز پر کاشیو یې د قدمونو غږ چوپتیا ماتوله، شېبه پس تورې دروازې ته ودرېدل. ځوان دروازه ټکوهله، له هغې خوا ډبل غږ راغی:
ـ راځئ.
ځوان دروازه ورپرانیسته. له قده لوړ هډور سړي له کړکۍ بهر پر وچو ونو سترګې ګنډلې وې، د سګرټو لوګی یې له خولې وت. هلک جینګه خوله ونیوه، ویې ویل:
ـ رییس صاحب اجازه ده؟
سړي پر پک سر لاس تېر کړ، له کړکۍ څو قدمه لرې لاړ، سګرت یې مړ کړ، پر نېکټایۍ یې ګوتې تېرې کړې، په لاس یې د ننه راتګ اشاره وکړه.
پاڼه په لړزېدلو قدمونو کوټې ته ننوته، سترګې یې پر هډور سړي ولګېدې، خبر ترې هېره شوه. ذهن کې یې تېره شوه، چې دا خو هماغه لنډکروزر واله سړی دی. سړي په کوچ د کېناستلو اشاره وکړه، په نرمۍ یې وویل:
ـ ځان پردی مه ګڼه، کېنه.
خپله هم د مېز تر شا پر څوکۍ کېناست. پاڼې د خولې لاړې تېرې کړې ویې پوښتل:
ـ زه مو غوښتې وم؟
سړي د هو په بڼه سر وخوځاوه، زیاته یې کړه:
ـ بهر پر ډبره ناسته وې سترګې مې درباندې ولګېدې، تر نظر مې ښه راغلې، ما ویل له نږدې دې ووینم، لږ کیسې سره وکړو. دا راته ووایه چې ګلالی نوم دې څه دی؟
ـ پاڼه.
ـ درس دې ویلی؟
ـ هو! د کابل پوهنتون اقتصاد مې ویلی.
ـ ماشاءالله! بیا خو ډېره تکړه یې. تا غوندې ښکلې او نازکې نجونې ګوره چې بې کاره دي، حیف دی.
پاڼې د لاس ګوتې سره وموښلې، سړي وپوښتله:
ـ کوم څه خورې؟
ـ نه! مننه.
پاڼې پر دېوال ځړېدلي نقاشې ته خیره شوه، د پخواني کابل نقاشي وه، ټیټ خټین کورونه، د کابل د رود غاړې ته ناست پګړۍ واله خلک، څادري داره ښځه چې په سر یې د ډوډۍ شکور دی او تر لاس یې یوه نجلۍ نیولې ده. بیا یې سترګې د کوټې په کونج کې پر ایښي ګلدانۍ ولګېدې.
سړي د چایو پیاله ورپورته کړه، خوله یې وخوځېده:
ـ زما نوم جبار دی. خلک راته جبار خان وایي. مال د خدای پینځه شرکتونه لرم. د بېوزلو خلکو په خدمت کې یم. هر شرکت مې په سلګونو کارکوونکي لري، دوی د بې وزلو خلکو لېسټ برابروي بیا زه ورسره مرسته کوم. ما حتا ډېر ځوانان په خپلو پیسو بهر ته د زده کړې لپاره لېږلې دي.
ـ خدای دې خیر درکړي.
ـ مننه کوم ښایستې.
پاڼې پر غولي هوارې قالینې ته وکتل، د ښۍ پښې له ګوتې یې نرموالی حس کړ. د سړي له خبرې سره یې پام پر بله شو:
ـ ما ته مې سکرتر وویل چې تاسو ته مرسته نه ده رسېدلې، خوا مې بده شوه.
پاڼې خپلو بوټونو ته وکتل، د لاس ګوتې یې سره تخته کړې. جبار زیاته کړه:
ـ که ته وغواړې مرسته درسره کولی شم.
پاڼې نېغ وروکتل. جبار له ځایه جیګ شو، له مېزه راتاو شو، دې ته مخامخ ودرېد، تور کوچنی کارت یې ورته ونیو:
ـ دا زما کارت دی که ته وغواړې، زه دې خدمت کې یم.
سړي دوې ګوتې د پاڼې په لاس راتېرې کړې. دې جټکه وخوړه، ژر یې لاس ښکته کړ، سره واوښته، سترګې یې ډنډ شوې. د ملي بس تر هډې په تګ پوهه نشوه، د سړک پر منځ ګلدان کې بې پاڼو ونې ولاړې وې، د ملي بس له کړکۍ داسې ښکارېدې لکه په منډه چې شاته روانې وي. د خلکو پوزې له یخنۍ سرې اوښتې وې. د ډېرو ښځو پر سر چادري ښکارېدې. ګړۍ ووته. پاڼه یې کور ته ورسېده. دروازې سره یې سترګې پر مور ولګېدې، ترې تېره شوه، پړونی یې مخ ته ونیو، په خپل ځای کې وغځېده. مور یې راغله، ښه شېبه ودرېده، ویې ویل:
ـ لورې! ښه یې؟
پاڼې هېڅ ځواب ورنکړ، فاطمه له کوټې ووته.
شپه تر نیمایي هم تېره شوې وه، پاڼې پړونی له مخ لرې کړ جیګه شوه، د مور د کوټې ور یې ورخلاص کړ، تیاره وه څوک نه ښکارېدل، د ساده نوکیا تلیفون بټنه یې کلکه کړه، ګروپ یې ولګېد. پر مخامخ خټین دېوال د ورېدلي بارانه څرکونه ښکارېدل. په کړکۍ د کوکه شوي پلاستیک له سوري څخه یخ شمال را دننه شو. د کوټې دری دېوالو ته دری نری توشکې، چې رنګ یې هم اوښتی و، پرتې وې. ورو یې قدمونه پر پلاستیکي فرش کېښودل. رڼا یې مور خواته ونیوه، فاطمې یې زوی په لمنه کې ځان سره پټ کړی و. پاڼې جمپر له ځانه ویوست پر مور یې واچاوه. فاطمه وخوځېده، خو لا هم ویده وه. بیا یې پلار خوا ته ورغله؛ له هر نفس سره یې زګېروی خوت. تورې سترګې یې راډکې شوې، قدمونه یې ګړندي کړل، خپل ځای ته یې لاړه، دېوال ته یې تکیه وکړه. سر یې دواړو لاسونو کې ونیو، اوښکې یې پاکې کړې له جېبه یې تور کارت راوویست، پکې د اړیکې شمېره لیکلې وه، تلیفون یې راواخیست، نمبر یې وواهه، څو شېبې پس یې له دروازې سره لنډکروزر موټر ودرېد.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.