د بندونو درد او مښل کېدل

33

د بندونو درد او مښل کېدل (Osteoarthritis) څه شی دی؟

د بندونو درد او مښل کېدل یا Osteoarthritis د بندونو یوه عامه ناروغي ده چې زیاتره د عمر له ډېرېدو سره رامنځته کېږي. په دې ناروغۍ کې د بندونو ترمنځ نرم غضروف ورو ورو نری او خرابېږي، له همدې امله هډوکي یو له بل سره مښلي او درد، پړسوب او د حرکت ستونزې پیدا کېږي.

دا ناروغي اکثره په زنګونونو، ملا، ورنونو، لاسونو او غاړه کې لیدل کېږي.

مهمې نښې یې:
. د بندونو درد، په ځانګړي ډول د حرکت پر مهال
. سهار یا له استراحت وروسته د بندونو سختوالی
. د بندونو پړسوب
. د حرکت پر مهال د کړپهار یا ټک ټک غږ
. د زینو ختل او کوزېدل ستونزمن کېدل
. د اوږدې مودې ناستې یا ولاړې وروسته د درد زیاتوالی

کوم کسان ډېر اخته کېږي؟
د عمر خوړلي کسان
. د زیات وزن لرونکي خلک
. هغه کسان چې سخت فزیکي کارونه کوي
. هغه کسان چې پخوا یې د بندونو ټپونه لرلي وي
. ځینې وختونه ارثي عوامل هم رول لري

د ځان ساتنې او درد کمولو لارې:
. وزن کمول
. هره ورځ نرم او منظم قدم وهل
. د زنګون او بندونو نرم ورزشونه
. له ډېر درانه کار او ناسته پاسته ځان ساتل
. د ګرمو اوبو کمپرس کارول
. کافي اوبه څښل
. د ډاکټر په مشوره درمل استعمالول

مهمه یادونه:
د درد ضد ګولۍ باید د ډاکټر له مشورې پرته ډېرې ونه کارول شي، ځکه معده، ځیګر او پښتورګي زیانمنولای شي. که درد مو دوام وکړي یا بندونه مو ډېر پړسوب ولري، نو حتماً متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د سالم وزن، مناسب ورزش او صحي ژوند له لارې کولای شو د بندونو له دردونو ځان تر ډې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.