د سر د شا درد یوه عامه ستونزه ده چې د کوپړۍ له بېخ یا د غاړې له پاسنۍ برخې څخه پیلېږي او کله ناکله اوږو او د سر نورو برخو ته هم خپرېږي.
د سر د شا درد مهم لاملونه:
۱- د غاړې د عضلاتو کلکوالی او ستړیا
۲- د غاړې د بندونو او ډیسک ستونزې
۳- د سر د شا د اعصابو تحریک (Occipital Neuralgia)
۴- له غاړې سره تړلی سر درد (Cervicogenic Headache)
۵- میګرین (Migraine)
۶- ناسم خوب، نامناسب بالښت او د موبایل یا کمپیوټر ډېر استعمال
۷- ذهني فشار، د خوب کمښت او د بدن ناسم حالت
عامې نښې یې کومې دي؟
۰ د سر د شا او د کوپړۍ په بېخ کې درد
. د غاړې کلکوالی او د حرکت پر مهال درد
۰ د اوږو او غاړې عضلاتو ستړیا
۰ د سر د پوستکي حساسیت
۰ د اوږدې ناستې او د موبایل د ډېر استعمال پر مهال د درد زیاتېدل
۰ کله ناکله زړه بدوالی او د رڼا پر وړاندې حساسیت، په ځانګړي ډول د میګرین پر مهال
د سر د شا درد څنګه کمولی شو؟
۰ د غاړې او اوږو د عضلاتو لپاره نرم او مناسب تمرینونه وکړئ.
۰ د غاړې پر عضلاتو د ۱۵–۲۰ دقیقو لپاره ګرمه کمپرسه وکاروئ.
۰ د موبایل او کمپیوټر پر مهال د سر او غاړې سم حالت وساتئ.
۰ مناسب خوب وکړئ او د اوږدې ناستې په منځ کې وقفه واخلئ.
۰ که درد دوام کوي یا تکرارېږي، د ډاکټر معاینه وکړئ.
۰ د درد ضد درمل په خپل سر او د اوږدې مودې لپاره مه استعمالوئ.
ایا د سر د شا درد له لوړ فشار سره تړاو لري؟
د وینې د فشار لوړوالی کله ناکله له سر درد سره مل وي، خو هر سر درد د لوړ فشار نښه نه ده. د وینې فشار مو اندازه کړئ او که ډېر لوړ وي، طبي مشوره واخلئ.
مهم خبرداری!
که سر درد ناڅاپه او ډېر شدید شي، یا له تبې، د غاړې له سختوالي، بېهوښۍ، د لید له بدلون، د لاس یا پښې له ناڅاپي کمزورۍ او بېحسۍ سره مل وي، سمدستي بیړنۍ طبي مرسته وغواړئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320