!د جهاد نارې، د وطن کنډوالې، د ناموس اوښکې

لیکوال: محمد طارق بزګر

0 72

د جهاد نارې، د وطن کنډوالې، د ناموس اوښکې!

د یوې سوریایي پېغلې او د هغې د ړانده پلار له اوښکو، د پنځوس کلنې افغانې غمیزې تر تورو حقیقتونو پورې

یوه دردونکې لیکنه؛ د هغو بې‌نومه افغانانو په یاد چې د جګړو په اور کې وسوځېدل، خو نه یې چا نوم واخیست او نه یې چا د اوښکو حساب وکړ.

ځینې کیسې د لوستلو لپاره نه وي؛ د انسان د وجدان د ویښولو لپاره وي. ځینې خبرې د غوږونو له لارې نه، بلکې نېغ د زړه ژورو ته ننوځي او هلته داسې زخم جوړوي چې بیا یې نه وخت رغولای شي او نه هېرول.

او ځینې اوښکې داسې وي چې د یوه انسان له سترګو راڅاڅي، خو د یوه ملت د تاریخ ټول درد پکې نغښتی وي.

څو کاله وړاندې مې د یوه ژورنالېست یو راپور ولوست. راپور د سوریې د کورنۍ جګړې په لومړیو کلونو کې، په اردن کې د سوریایي کډوالو له یوه ستر کمپ څخه لیکل شوی و.

هغه راپور مې تر نن ورځې له ذهنه نه دی وتلی. د جګړې د وژنو، بمباریو او کنډوالو له امله نه، بلکې په یوه وړه، شلېدلې خیمه کې یې د انسان د عزت، لوږې، بې‌وسۍ او مات شوي غرور داسې انځور وړاندې کړی و چې د زرګونو جګړو له تصویرونو هم دردناک و.

ژورنالېست لیکلي وو:

له خپل ژباړن سره په اردن کې د کډوالو تر ټولو لوی کمپ ته ننوتلم. د خیمو ترمنځ تنګې او له دوړو ډکې لارې وې. د اوبو د یوه ټانکر تر شا لسګونه وړو ماشومانو منډې وهلې. د چا پښې لوڅې وې، د چا جامې شلېدلې وې، د چا پر مخ د لوږې ژېړوالی پروت و او د چا په سترګو کې د ماشوموالي پر ځای د یوه ستړي بوډا غوندې اندېښنه ښکارېده.

ماشومانو اوبه غوښتې.

هغه اوبه چې زموږ په عادي ژوند کې ښایي ارزښت ونه لري، خو هلته د ژوند او مرګ ترمنځ وروستۍ هیله وه.

له څو خیمو تېر شوو. غوښتل مې له کډوالو سره د هغوی د ژوند، ستونزو او راتلونکي په اړه خبرې وکړم.

ناڅاپه مې ژباړن د یوې خیمې مخې ته ودرېد.

د خېمې په دروازه کې د پردې یوه کونج نیم خلاص و.

د خیمې دننه، په لرې کونج کې، د دروازې له پردې څخه څه لرې، یو بوډا سړی ناست و، چې داسې ښکارېده لکه د دواړو سترګو لید یې له لاسه ورکړی وي. د خیمې په دې اړخ کې، د دروازې پردې ته نږدې، یوه ځوانه او ډېره ښکلې ښځه ناسته وه، چې عمر به یې ښایي شل کاله او یا تر دې هم کم و.

هغه عمر چې نجونې پکې د ژوند خوبونه ویني، د راتلونکي کور، زده‌کړو، مینې او سبا په اړه فکر کوي.

خو دې نجلۍ داسې سترګې لرلې چې ګواکې ټول عمر یې ژړلي وي.

په خیمه کې د ژوند نښې لږې وې. یو سوری سوری پلاستیکي فرش، څو زاړه توکي، یوه ستړې چوپتیا او دوه داسې انسانان چې جګړې ترې هر څه اخیستي وو.

ژباړن ترې وپوښتل چې ایا له موږ سره خبرې کولای شي؟

پېغلې سر راپورته کړ.

د هغې په غږ کې نه د مېلمه‌پالنې خوږوالی و، نه د ځوانۍ شرمېدلې موسکا، او نه هم د سبا هیله.

یوازې یوه ماته شوې جمله وه:

«دلته د خبرو لپاره څه پاتې دي؟ موږ وږي یو، تږي یو. زه یم او زما ړوند پلار دی.»

بیا یې سترګې د خیمې سوري سوري فرش ته ټیټې کړې او په داسې مات او دردمن غږ یې وویل، لکه د دې خبرې تر ویلو وړاندې چې یې په خپل زړه کې زر ځله د مرګ درد تېر کړی وي:

«که ما یو ساعت غواړئ، پنځه ډالره راکړئ؛ که ډېر وخت غواړئ، شل ډالره.»

ژورنالېست لیکي:

د دې خبرو په اورېدو مې ټول وجود ولړزېد.

خو تر ټولو دردناکه شېبه هغه نه وه چې نجلۍ دا خبره وکړه.

تر ټولو دردناکه شېبه هغه وه چې د هغې د ړانده پلار له ړندو سترګو اوښکې راوبهېدې.

هغه پلار چې نړۍ یې نه شوه لیدلای، خو د خپلې لور د ماتېدونکي عزت ټوله تیاره یې احساسوله.

هغه پلار چې ښایي یو وخت یې خپله لور په غېږ کې نیولې وه، د هغې د راتلونکي لپاره یې خوبونه لیدلي وو، د هغې د خوښۍ لپاره یې زیار ایستلی و، خو اوس یې د خپلې لور د لوږې د مخنیوي لپاره یوه مړۍ ډوډۍ هم نه شوه برابرولای.

هغه پلار چې سترګې یې ړندې وې، خو وجدان یې لا ژوندی و.

او د هغه وجدان، د خپلې لور د هرې کلمې په اورېدو، ټوټه ټوټه کېده.

ژورنالېست وایي:

نور مې د خبرو توان نه درلود. ژباړن مې له لاسه ونیو او ورته ومې ویل:

«راځه، ځو!»

هغه وویل:

«له بل چا سره به خبرې وکړو؟»

ما وویل:

«نه! بس دی. ما نن هغه څه واورېدل چې هېڅ انسان یې باید اورېدو ته اړ نه شي.»

هوټل ته ستون شوم، خو هغه خیمه، هغه پېغله او د هغې د ړانده پلار اوښکې راسره راغلې.

او د دې تجربې له امله مې د کډوالو په اړه د لیکلو توان له لاسه ورکړ.

ما چې دا کیسه ولوستله، زما سترګو ته سوریه نه، خپل افغانستان ودرېد.

زما مخې ته د اردن کمپ نه، د پېښور د کډوالو کمپونه، د کوټې خاورینې کوڅې، د ایران د کارګرو مېشت ځایونه، د ترکیې د کډوالو پټې خونې او د اروپا پر لارو د افغانانو ستړي کاروانونه ودرېدل.

زما په ذهن کې د هغې سوریایي پېغلې پر ځای د زرګونو افغانو نجونو څېرې راژوندۍ شوې.

هغه نجونې چې ښایي نومونه یې موږ نه پېژنو.

هغه نجونې چې د جګړې، بې‌وزلۍ، بې‌کورۍ، قاچاق او انساني استثمار په تیارو کې یې ژوندونه مات شول.

هغه افغانې میندې چې د خپلو ماشومانو د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره یې د پردیو دروازې وټکولې.

هغه پلرونه چې په خپل وطن کې یې سرونه لوړ وو، خو په پردیو وطنونو کې د لوږې، بې‌وسۍ او سپکاوي تر بار لاندې ټیټ او مات شول.

هغه ځوانان چې د خپل وطن د جوړولو پر ځای د پردیو په کارخانو، کانونو، ودانیزو چارو او زندانونو کې زاړه شول.

او هغه بې‌نومه افغانې پېغلې چې د فقر او بې‌پناهۍ له امله د استثمار ښکار شوې؛ ځینې د انسان‌قاچاق د شبکو لاس ته ولوېدې، ځینې د زور او مجبوریت قرباني شوې، او ځینې داسې تیارو ته ټېل وهل شوې چې موږ یې د نوم له اخیستو هم شرمېږو.

خو ایا شرم باید د قرباني پر تندي وي، که د هغه نظام، هغې جګړې او هغو انسانانو پر وجدان چې قرباني یې دې حالت ته رسولې ده؟

ولې موږ د هغې بې‌وسې افغانې پېغلې پر سر د غیرت نارې وهو، خو د هغې د بې‌وسۍ د لاملونو په وړاندې چوپ پاتې کېږو؟

ولې د ښځې عزت زموږ د شعارونو موضوع وي، خو د هغې ډوډۍ، تعلیم، امنیت، روغتیا او انساني کرامت زموږ د سیاستونو لومړیتوب نه وي؟

کوم غیرت دی چې د یوې افغانې خور د نوم لپاره جګړه کوي، خو د هغې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ښوونځی، روغتون، کار او امن نه شي برابرولای؟

ناموس یوازې د شعار په لوړولو نه ساتل کېږي؛ ناموس هغه وخت خوندي وي چې یوه ښځه د لوږې له وېرې د خپل بدن، عزت او اختیار سودا ته مجبوره نه شي.

پنځوس کاله جهاد، مقاومت او انقلاب؛ خو د دې وطن د ماشومانو برخه څه شوه؟

نږدې نیمه پېړۍ کېږي چې د افغانستان پر خاوره د بېلابېلو بیرغونو، نظریو، انقلابونو، جهادونو، مقاومتونو، امارتونو او د ازادۍ د دعوو سیوري خپاره دي.

هره ډله راغله، خپل شعار یې سپېڅلی وباله.

هر مشر د نجات ژمنه وکړه.

هر قوماندان د قربانۍ خبرې وکړې.

هر لوري د حق د استازیتوب دعوه وکړه.

هر چا ویل چې جګړه د وطن، دین، ولس، عزت او راتلونکي لپاره ده.

خو راځئ، یوازې د یوې شېبې لپاره، د شعارونو له شور څخه ځان وباسو او د یوه وږي افغان ماشوم سترګو ته وګورو.

له هغه وپوښتو:

ستا برخه څه شوه؟

له دې ټولو انقلابونو، جهادونو، مقاومتونو او سیاسي بریاوو څخه تا څه ترلاسه کړل؟

ایا ستا ښوونځی جوړ شو؟

ایا ستا مور له وېرې خلاصه شوه؟

ایا ستا پلار ته کار پیدا شو؟

ایا ستا خور وکولای شول په عزت او امنیت خپل راتلونکی جوړ کړي؟

ایا ستا کور د جګړې له اوره وژغورل شو؟

ایا ته نن له خپل پلرني وطنه د تېښتې پر ځای د هغه د ابادولو خوب لیدلای شې؟

که د دې پوښتنو ځوابونه د میلیونونو افغانانو لپاره دردناک وي، نو بیا باید د خپلو سیاسي او تاریخي دعوو حساب هم په همدې تله وکړو.

د یوه حرکت بریا یوازې د هغه په نیول شوې خاوره، پورته شوي بیرغ او مات شوي سیال نه اندازه کېږي.

د یوه حرکت اصلي بریا په دې اندازه کېږي چې څومره ماشومان یې له لوږې وژغورل، څومره میندې یې له ژړا خلاصې کړې، څومره کورونه یې له ورانېدو وساتل او څومره انسانانو ته یې د عزت ژوند برابر کړ.

که د یوې مفکورې د بریا قیمت د یوه ملت تباهي وي، نو د هغې بریا په اړه باید له سره فکر وشي.

که د یوه شعار د ژوندي ساتلو لپاره نسلونه قرباني کېږي، نو پوښتنه دا نه ده چې شعار څومره سپېڅلی دی؛ پوښتنه دا ده چې ولې د انسان ژوند دومره ارزانه شوی دی؟

او که د یوې جګړې په پای کې یوازې د واک څښتنان بدل شي، خو د یتیم ماشوم لوږه، د کونډې بې‌وسي او د کډوال سپکاوی هماغسې پاتې وي، نو د هغې جګړې د بریا معنا څه ده؟

د تاریخ تر ټولو ترخه پوښتنه: موږ وطن ګاټه، که مو وطن بایله؟

موږ ته د جګړو د اتلانو نومونه معلوم دي.

د قوماندانانو نومونه مو زده دي.

د سیاسي مشرانو ویناوې مو یادې دي.

د بریاوو ورځې لمانځو.

د ماتې او بریا تاریخونه لیکو.

خو د هغو افغانو میندو نومونه څوک پېژني چې د خپلو اولادونو په انتظار زړې شوې؟

د هغو نجونو کیسې څوک لیکي چې د مهاجرت په تیارو کې یې خپل ماشومتوب، ځواني او راتلونکی له لاسه ورکړه ؟

د هغو ماشومانو شمېر چا کړی چې د جګړې له امله له زده‌کړو بې‌برخې شول؟

د هغو بې‌وطنه پلرونو اوښکې چا شمېرلې چې د پاکستان او ایران په پردیو ښارونو کې یې د خپلو ماشومانو د یوې مړۍ ډوډۍ او د کورنیو د ژوندي ساتلو لپاره تر ټولو سخت سپکاوي او تحقیرونه وزغمل، د زړه دردونه یې په سینه کې پټ کړل او د خپلو اولادونو د لوږې د مخنیوي لپاره یې د خپل غرور ماتېدل په چوپتیا وزغمل؟

موږ د وژل شویو د شمېر په اړه خبرې کوو، خو د هغو ژوندیو مړو په اړه چوپ یو چې جګړې یې روحونه وژلي دي.

جګړه یوازې هغه انسان نه وژني چې مرمۍ یې پر سینه لګېږي.

جګړه هغه مور هم وژني چې زوی یې د تل لپاره ورک شي، خو د هغې زړه لا هم د دروازې هر ټک ته درزېږي.

جګړه هغه ماشوم هم وژني چې ژوندی پاتې شي، خو له وېرې یې ماشومتوب مړ شي.

جګړه هغه نجلۍ هم وژني چې ساه اخلي، خو د خپلې خوښې، خپل راتلونکي او خپل انساني اختیار حق ترې واخیستل شي.

جګړه هغه پلار هم وژني چې د خپلو اولادونو د لوږې په وړاندې بې‌وسه کېني.

او جګړه هغه ملت هم ورو ورو وژني چې د علم، کار، تولید، فکر او پرمختګ پر ځای د مرګ، غچ، دښمنۍ او وسلې په ژبه عادت شي.

د وطن تر ټولو ستره تباهي د ودانیو نړېدل نه دي؛ د انسان د کرامت، باور، پوهې او راتلونکي نړېدل دي.

کنډواله کور بیا جوړېدای شي.

ویجاړ پل بیا رغېدای شي.

سوځېدلی بازار بیا ودانېدای شي.

خو هغه ماشوم چې د جګړې له امله یې د زده‌کړې عمر تېر شو، څوک به یې بېرته ماشومتوب ورکړي؟

هغه مور چې زوی یې له لاسه ورکړ، څوک به یې بېرته غېږ ډکه کړي؟

هغه نجلۍ چې د فقر او بې‌وسۍ په تیارو کې یې د ژوند تر ټولو ښکلي کلونه له لاسه ورکړل، څوک به یې بېرته ځواني ورکړي؟

او هغه ملت چې نیمه پېړۍ یې په ویره، نفرت، مهاجرت او محرومیت کې تېره کړه، څوک به یې د وخت پور پرې کړي؟

د غیرت په نوم مو څه وساتل او څه مو له لاسه ورکړل؟

موږ افغانان د غیرت ډېرې خبرې کوو.

په مجلسونو کې د عزت خبرې کوو.

د تاریخ په پاڼو کې د مېړانې کیسې لټوو.

د نیکونو پر تورو ویاړو.

خو کله مو له ځانه پوښتلي چې د یوه ملت ریښتینی غیرت څه شی دی؟

ایا غیرت یوازې د ټوپک پورته کول دي؟

ایا غیرت یوازې د دښمن ماتول دي؟

ایا غیرت یوازې په لوړ غږ د مرګ او قربانۍ نارې وهل دي؟

که غیرت دا هم دی چې د وطن ماشوم مو وږی ویده نه شي؟

که غیرت دا دی چې د وطن لور مو د مجبوریت له امله د انساني استثمار ښکار نه شي؟

که غیرت دا دی چې ځوان مو د کار او عزت لپاره پردیو وطنونو ته د مرګ پر لارو روان نه شي؟

که غیرت دا دی چې مور مو د خپل ناروغ ماشوم د درملنې لپاره د خیرات لاس اوږد نه کړي؟

کوم غیرت تر دې ستر دی چې یو انسان خپل وطن داسې جوړ کړي چې هېڅ افغان پکې د ډوډۍ لپاره خپل عزت، خپل کور او خپل راتلونکی له لاسه ورنه کړي؟

زموږ یوه ستره تاریخي تېروتنه دا وه چې ډېر ځله مو د جګړې د پیل په اړه فکر وکړ، خو د هغې د پایلو حساب مو ونه کړ.

د وسلې د پورته کولو لپاره مو دلیلونه لرل، خو د هغې وسلې د راتلونکو نسلونو پر ژوند د اغېزو د سنجولو لپاره مو دومره حوصله نه لرله.

د دښمن د ماتولو نقشې مو جوړولې، خو د وطن د ابادولو لپاره مو د هماغې کچې اوږدمهاله نقشې نه لرلې.

موږ د بریا د ورځې تصور کاوه، خو د جګړې له پای وروسته د یتیمانو، کونډو، بې‌کوره شویو، معیوبینو او کډوالو د ژوند په اړه مو کافي فکر نه کاوه.

البته د افغانستان د دې اوږدې غمیزې پړه یوازې پر یوه لوري نه شي اچول کېدای. د بهرنیو لاسوهنو، یرغلونو، کورنیو قدرت‌طلبیو، افراطیت، فساد او بېلابېلو وسله‌والو او سیاسي پرېکړو ګډو اغېزو زموږ ټولنه ځپلې ده.

خو د پړې د وېش تر ټولو مهمه پوښتنه باید هېره نه کړو:

ولې د نورو د سیاسي پرېکړو قیمت تل د بې‌وسه افغان له وینې، ډوډۍ، کور، عزت او راتلونکي څخه ادا کېږي؟

مهاجرت؛ هغه مرګ چې انسان پکې ژوندی پاتې کېږي

مهاجرت یوازې له یوه هېواده بل هېواد ته تلل نه دي.

مهاجرت کله ناکله له خپل ځان څخه جلا کېدل دي.

مهاجرت هغه شېبه ده چې یو پلار د خپل کور دروازه د وروستي ځل لپاره وتړي، خو نه پوهېږي چې بیا به یې کله پرانیزي.

هغه شېبه ده چې یوه مور د خپل کلي خاورې ته وروستی ځل وګوري او په زړه کې ووایي: ښایي بیا دې ونه وینم.

هغه شېبه ده چې یو ماشوم له خپلې مور وپوښتي:

«مورې، موږ ولې له خپل کوره ځو؟»

او مور یې د ځواب پر ځای یوازې په غېږ کې ټینګ ونیسي.

مهاجرت هغه ځوان دی چې د ایران، پاکستان، ترکیې یا اروپا په کومه سړه کوټه کې د ورځې له سخت، دروند ستړي کار وروسته د خپلې مور غږ واوري او ورته ووایي:

«مورې، زه ښه یم، اندېښنه مه کوه.»

خو مور نه پوهېږي چې زوی یې ښایي هماغه شپه د ډوډۍ پیسې نه لري.

مهاجرت هغه افغانه پېغله ده چې په خپل وطن کې یې د تعلیم او باعزته ژوند خوبونه لیدل، خو د جګړې او بې‌وزلۍ له امله د پردیو د رحم، قانون، تبعیض او کله ناکله د استثمار تر سیوري لاندې ژوند ته اړ شوې ده.

مهاجرت هغه سپین‌ږیری دی چې د ژوند په وروستیو کلونو کې د خپل کلي د هدیرې، د پلار د قبر او د خپلې خاورې د بوی ارمان کوي.

Related Posts
1 of 63,824

او مهاجرت هغه نسل دی چې په پردي وطن کې لوی شي، د خپل پلرني کلي نوم وپېژني، خو د هغه د کوڅو خاورې یې هېڅکله نه وي لمس کړې.

تر ټولو دردناک مهاجرت هغه دی چې انسان په خپل وطن کې هم پردی شي.

کله چې په خپل وطن کې د امن احساس ونه لري.

کله چې د خپلې لور د راتلونکي په اړه ډاډمن نه وي.

کله چې د خپل زوی د کار او زده‌کړې هیله ونه لري.

کله چې د خپل فکر، خپل ژوند او خپل سبا لپاره د وېرې تر سیوري لاندې وي.

هلته انسان که له وطنه نه وي وتلی، زړه یې لا پخوا مهاجر شوی وي.

هغه ړوند پلار زموږ د ټول تاریخ هنداره ده

زه چې هر ځل د سوریې د هغې پېغلې او د هغې د ړانده پلار کیسه رایادوم، یوه پوښتنه مې زړه څیري:

ایا هغه سپین‌ږیری یوازې د سوریې پلار و؟

نه!

هغه زموږ د وطن د زرګونو پلرونو استازی هم دی.

هغه د هغه افغان پلار څېره ده چې د خپلو اولادونو لپاره یې ژوند قرباني کړ، خو د هغوی راتلونکی یې د جګړې له لاسه ونه شوه ژغورلای.

هغه د هغه پلار استازی دی چې د لوږې له امله د خپلې کورنۍ د ماتېدلو شاهد و، خو د مخنیوي وس یې نه درلود.

هغه زموږ د ټولنې د هغې بې‌وسۍ هنداره ده چې ډېر څه یې لیدلي، ډېر څه یې زغملي، خو د خپلو اولادونو د ژغورلو توان یې ورځ تر بلې کم شوی دی.

او د هغې سوریایي پېغلې پنځه ډالره؟

دا یوازې د یوې مجبورې نجلۍ د یوې شېبې د استثمار وړاندیز نه و.

دا د جګړې د اخلاقو د سقوط قیمت و.

دا د سیاست د بې‌رحمۍ قیمت و.

دا د هغو پرېکړو قیمت و چې زورواکو وکړې، خو حساب یې د یوې بې‌وسې نجلۍ له ژوند څخه واخیستل شو.

دا د انسانیت پر مخ یوه داسې څپېړه وه چې غږ یې باید د نړۍ تر ټولو لوړو ماڼیو، د واک تر ټولو خوندي دفترونو او د جګړې تر ټولو تودو مجلسونو پورې رسېدلی وای.

خو ښایي د هغې نجلۍ تر ټولو ستر درد دا نه و چې مجبوره وه د پنځو ډالرو خبره وکړي.

تر ټولو ستر درد یې دا و چې پلار یې دا خبره واورېده.

او پلار یې، چې په سترګو ړوند و، په خپلو اوښکو کې د یوې ټولې ماتې شوې نړۍ تصویر لیده.

هغې نجلۍ خپل عزت نه و بایللی؛ بلکې ظالمانه شرایطو د هغې حقونه تر پښو لاندې کړي وو. د هغې انساني کرامت لا هم پر خپل ځای و؛ ځکه بې‌عزتي د مظلوم په مظلومیت کې نه، بلکې د ظالم په ظلم کې نغښتې ده.

شرم د هغې نه و.

شرم د جګړې و.

شرم د هغو انسانانو و چې د نورو د مجبوریت له درد څخه یې د خپلو غوښتنو د پوره کولو وسیله جوړوله.

شرم د هغو سیاستونو و چې انسانان یې دومره بې‌وسه کړي وو.

او شرم د هغې نړۍ و چې د یوه پلار د اوښکو د وچولو پر ځای یې د جګړې د دوام لپاره وسایل، پیسې او دلیلونه پیدا کول.

تر کومه به د سبا نسلونه زموږ د پرون د پرېکړو قیمت ورکوي؟

موږ باید یوه ورځ له ځان سره رښتیني شو.

موږ باید ومنو چې وطن یوازې خاوره نه ده.

وطن هغه انسانان دي چې پر دې خاوره ژوند کوي.

وطن د ماشوم خندا ده.

وطن د مور ډاډ دی.

وطن د پلار عزت دی.

وطن د نجلۍ تعلیم دی.

وطن د ځوان کار دی.

وطن د بزګر پټی، د ښوونکي قلم، د ډاکټر لاس، د کارګر خوله او د عالم روښانه فکر دی.

که خاوره وساتو، خو انسانان مو له لاسه ورکړل، نو څه مو ساتلي دي؟

که بیرغ پورته وي، خو د هغه تر سیوري لاندې ماشوم وږی وي، نو د هغه بیرغ د درناوي حق به څنګه ادا کوو؟

که د واک ماڼۍ ودانې وي، خو د ولس کورونه وران وي، نو د واک بریا د چا بریا ده؟

که د جهاد، مقاومت، انقلاب او ازادۍ تر نامه لاندې د وطن د ابادۍ بنسټونه له منځه ځي، نو باید له ځان څخه وپوښتو چې زموږ هدف څه و او پایله مو څه شوه؟

د دین، عقیدې، ازادۍ او عدالت ارزښت د انسان د کرامت له ساتنې بېل نه دی.

د یوه سپېڅلي هدف ادعا موږ د خپلو کړنو له حسابه نه شي معاف کولای.

ښه نیت د بدې پایلې درد نه ختموي، او سپېڅلی شعار د بې‌ګناه انسان د اوښکو حساب نه شي پاکولای.

د هرې لویې پرېکړې مخکې باید دا پوښتنې وکړو:

که نن جګړه پیل کړو، سبا به څوک بې‌کوره شي؟

که نن د قدرت لپاره وسلې پورته کړو، لس کاله وروسته به زموږ ماشومان چېرته وي؟

که نن د یوې سیاسي بریا لپاره ټولنه ووېشو، راتلونکی نسل به څنګه بېرته سره یو ځای کوو؟

که نن د یوه شعار لپاره ښوونځي، روغتونونه، بازارونه او کورونه له خطر سره مخ کړو، سبا به یې څوک جوړوي؟

او که نن مو د جګړې له امله یوه افغانه نجلۍ د سوریې د هغې پېغلې په څېر مجبوریت ته ورسېده، ایا زموږ وجدان به د هغې د ړانده پلار د اوښکو ځواب ولري؟

له هر څه لومړی افغانستان؛ تر هر شعار، هرې ډلې او هرې شخصي ګټې مخکې

نور باید د دې وطن د بچیانو ژوند د سیاسي تجربو ډګر نه وي.

نور باید د افغان مور اوښکې د بل چا د بریا د جشن قیمت نه وي.

نور باید زموږ ځوانان د پردیو د جګړو د سون توکي نه وي.

نور باید زموږ لوڼې د جګړو، فقر او بې‌وسۍ د ناوړه پایلو قرباني نه شي.

موږ باید د فکر یوه نوې لاره پرانیزو.

هغه لاره چې پکې د انسان ژوند تر شعار مهم وي.

د وطن ابادي تر قدرت مهمه وي.

د ماشوم راتلونکی تر سیاسي غچ مهمه وي.

علم تر جهالت، قلم تر ټوپک، کار تر ورانۍ، زغم تر نفرت او ملي ګټې تر شخصي واکمنۍ لوړې وي.

موږ باید له خپل تاریخ څخه زده کړه وکړو، نه دا چې د تاریخ تېروتنې د نوو نومونو او نوو بیرغونو لاندې بیا تکرار کړو.

موږ باید داسې افغانستان وغواړو چې د هر افغان کور وي؛ نه یوازې د یوې ډلې، یوې مفکورې، یوه قوم یا یوه واکمن کور.

داسې افغانستان چې د هرې افغانې نجلۍ عزت یې د هغې په تعلیم، اختیار، امنیت او انساني کرامت کې خوندي وي.

داسې افغانستان چې د هر ځوان لپاره د کار، پرمختګ او هیلې ځای وي.

داسې افغانستان چې د یوه پلار سترګې د خپلې لور د مجبوریت له امله له اوښکو ډکې نه شي.

داسې افغانستان چې مور پکې خپل ماشوم د شپې له وېرې نه، بلکې د سبا د هیلو په سندرو ویده کړي.

موږ باید د غیرت معنا له سره زده کړو.

غیرت دا نه دی چې د وطن لپاره یوازې مرګ ومنو؛ تر دې ستر غیرت دا دی چې د وطن د خلکو لپاره د عزت ژوند جوړ کړو.

مېړانه یوازې د جګړې په ډګر کې نه ثابتېږي.

مېړانه دا هم ده چې په تېرو تېروتنو اعتراف وکړو.

له نفرت څخه لاس واخلو.

د غچ پر ځای عدالت وغواړو.

د ورانولو پر ځای جوړول زده کړو.

او د راتلونکو نسلونو لپاره داسې وطن پرېږدو چې هغوی زموږ د قبرونو تر څنګ زموږ د تېروتنو په یادولو ژړا ته اړ نه شي.

وروستۍ خبره؛ د هغه ړانده پلار اوښکې لا نه دي وچې

کله ناکله فکر کوم، د سوریې هغه سپین‌ږیری به اوس چېرته وي؟

ایا لا ژوندی دی؟

ایا لور یې د مجبوریت له هغې تیارې راوتلې؟

ایا چا یې لاس نیولی؟

ایا چا ورته ډوډۍ، سرپناه او د عزت ژوند برابر کړی؟

ایا هغه پلار کله هم داسې سهار لیدلی چې د خپلې لور د راتلونکي په اړه یې زړه ډاډه شوی وي؟

نه پوهېږم!.

خو دومره پوهېږم چې د هغه د اوښکو کیسه لا نه ده ختمه.

هغه اوښکې لا هم د افغانستان د ډېرو بې‌وسه پلرونو په سترګو کې دي.

هغه اوښکې د کډوالۍ په کمپونو کې دي.

د بې‌وزلو کورنیو په چوپتیا کې دي.

د هغو میندو په زړه کې دي چې د خپلو اولادونو د موندلو په انتظار زړې شوې.

د هغو افغانو پېغلو په پټو ژړاوو کې دي چې د جګړې او بې‌وزلۍ له امله یې د ژوند لارې تنګې او تورتم شوې.

او د هغو ماشومانو په سترګو کې دي چې لا نه پوهېږي ولې یې وطن د نورو ماشومانو د وطنونو په څېر د امن، ښوونځي او خوښۍ ځای نه دی.

زه نه پوهېږم چې تاریخ به یوه ورځ زموږ د جهادونو، مقاومتونو، انقلابونو او واکمنیو په اړه څه ډول وروستۍ پرېکړه وکړي؛ خو دومره پوهېږم چې د تاریخ په محکمه کې به یوازې زموږ شعارونه، بریاوې او د واکمنۍ کلونه نه تلل کېږي، بلکې د هغو میندو اوښکې، د هغو پلرونو مات غرور، د هغو ماشومانو لوږه او د هغو نجونو خاورې شوې هیلې به هم زموږ د کړنو د ارزونې معیار وي.

خو په یوه خبره باور لرم:

هغه تاریخ چې د واکمنانو د بریاوو ستاینه کوي، خو د وږو ماشومانو، بې‌وسه میندو او مات شوو پلرونو اوښکې نه شمېري، نیمګړی تاریخ دی.

او هغه ملت چې د خپلو قربانیانو له درده عبرت وانخلي، ښایي بیا بیا د هماغو قربانیو د تکرار شاهد شي.

زما ارمان دا نه دی چې افغانان دې خپل تاریخ هېر کړي.

زما ارمان دا دی چې افغانان دې له خپل تاریخ څخه دومره زده کړه وکړي چې نور یې تکرار نه کړي.

زما ارمان دا دی چې زموږ ماشومان د قوماندانانو د جګړو پر ځای د پوهانو، ښوونکو، ډاکټرانو، انجینرانو او وطن جوړوونکو کیسې واوري.

زما ارمان دا دی چې زموږ لوڼې د مهاجرت د کمپونو او د استثمار د بازارونو پر ځای د پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو او د خپل وطن د ابادۍ په ډګرونو کې خپل راتلونکی جوړ کړي.

زما ارمان دا دی چې زموږ ځوانان د مرګ پر لارو د وطن پرېښودلو پر ځای د ژوند پر لارو د وطن جوړولو ته ودانګي.

او زما تر ټولو لوی ارمان دا دی چې یوه ورځ د افغانستان هر پلار، که ړوند وي او که بینا، د خپلې لور د راتلونکي په اړه د بې‌وسۍ اوښکې توی نه کړي.

ځکه د یوه ملت تر ټولو ستره بریا دا نه ده چې دښمن یې مات کړی وي.

تر ټولو ستره بریا یې دا ده چې خپل اولادونه یې له لوږې، ذلت، جهالت، وېرې او نامعلومې راتلونکې څخه ژغورلي وي.

راځئ، نور د خپلو اولادونو د ژوند په بیه د خپلو شعارونو د حقانیت د ثابتولو هڅه ونه کړو.

راځئ، د جګړې له پیل مخکې یې پایله وسنجوو.

د هرې پرېکړې مخکې د هغه افغان ماشوم څېره تصور کړو چې زموږ د پرېکړې قیمت به ورکوي.

د هرې سیاسي دعوې مخکې د هغې افغانې مور اوښکې رایادې کړو چې ښایي خپل زوی له لاسه ورکړي.

او د هرې نوې جګړې مخکې د سوریې د هغې شلېدلې خیمې مخې ته ودرېږو، د هغې مجبورې پېغلې غږ واورو او د هغې د ړانده پلار اوښکې په خپل وجدان کې احساس کړو.

که له دې وروسته هم زموږ زړه د جګړې لپاره بې‌پروا وي، نو ستونزه یوازې زموږ په سیاست کې نه ده؛ زموږ د انسانیت په احساس کې هم ده.

افغانستان نور فاتحانو ته اړتیا نه لري؛ بلکې داسې ابادوونکو ته اړتیا لري چې د جګړو کنډوالې په کورونو، د ناپوهۍ تیاره په پوهې، د میندو اوښکې په موسکا او د ولس ماتې هیلې په یوه روښانه راتلونکي بدلې کړي. ځکه د وطن ریښتینې فتحه د خاورې په نیولو کې نه، بلکې د انسانانو د ژوند په ابادولو کې ده.

افغانستان نور د مرګ په نوم اتلولي نه، بلکې د ژوند د ژغورلو مېړانه غواړي.

افغانستان نور داسې مشرانو ته اړتیا لري چې د ولس د قربانۍ غوښتلو پر ځای د ولس لپاره قرباني ورکړي.

او افغانستان نور داسې نسل غواړي چې د تېرې نیمې پېړۍ د وینو، اوښکو او کنډوالو له منځه د انسانیت، علم، عدالت او ملي یووالي نوې لار راوباسي.

ځکه که موږ نن خپل فکر بدل نه کړو، سبا به زموږ اولادونه هم زموږ د نننیو تېروتنو کیسې په اوښکو لیکي.

او ښایي بیا به هم، د نړۍ په کوم کډوال کمپ کې، یوه بله افغانه پېغله د خپلې لوږې د ماتولو لپاره له خپل انساني کرامت سره د ټکر یوه دردناکه معامله کولو ته مجبوره شي، او یو بل بې‌وسه افغان پلار به د هغې د خبرو په اورېدو په چوپتیا وژاړي.

خدایه! نور دې د افغانستان هېڅ مور او پلار د خپلې لور د لوږې او مجبوریت په وړاندې دومره بې‌وسه نه شي چې له اوښکو پرته بل څه ورپاتې نه وي.

خدایه! موږ ته دومره عقل راکړه چې د وطن مینه د وطن په ابادۍ ثابته کړو، نه د وطن په ورانولو.

او خدایه، زموږ راتلونکی نسل دې د خپلو نیکونو د جګړو د پور پرې کولو ته نه، بلکې د هغوی د ښو کارونو د ثمرې خوړلو ته پاتې شي.

خدایه! ته هر افغان د بل افغان ریښتینی وطنوال، خواخوږی او د زړه ورور وګرځوه.

خدایه! زموږ په زړونو کې د وطن مینه دومره ژوره کړه چې هر افغان، که پښتون دی، هزاره، تاجک، ازبک، ترکمن، نورستانی، بلوڅ، پشه‌یي، سکهـ، هندو او که د دې خاورې د بل قوم غړی، افغانستان خپله ګډه مور او هر افغان خپل سکه ورور او خور وګڼي.

یو بل ته د مینې غېږې پرانیزو، د یو بل د درد مرهم شو، د یو بل لاسنیوی وکړو، د یو بل په غم وژاړو او د یو بل په خوښۍ خوشحاله شو.

د بدخشان افغان د کونړ د افغان درد خپل درد وګڼي، د کونړ افغان د هرات د افغان په غم کې ځان شریک وبولي، د بامیان هزاره د کندهار پښتون خپل سکه ورور وګڼي او د کندهار افغان د بلخ د افغان عزت خپل عزت وبولي.

راځئ چې د یو بل ژبه د پردیتوب نښه نه، بلکې د خپل ګډ وطن فرهنګي شتمني وګڼو؛ قومي توپیرونه د بېلتون لامل نه، بلکې د ملي ښکلا او بډاینې سرچینه وبولو.

خدایه! موږ ته داسې وجدان راکړه چې د یوه افغان پر مخ تویېدونکې اوښکه د ټولو افغانانو پر وجدان درنه تمامه شي؛ د یوه افغان زخم د ټول ملت زخم وي او د یوه افغان بریا د ټول افغانستان بریا وګڼل شي.

موږ ټول د یوې مور، افغانستان، اولادونه یو. که مو ژبې بېلابېلې دي، وطن مو یو دی؛ که مو دودونه توپیر لري، برخلیک مو ګډ دی؛ او که مو د زېږېدو ځایونه سره لرې دي، د وطن د مینې لپاره مو زړونه باید سره نږدې وي.

همدا د ملي یووالي، متقابل درناوي، ورورولۍ او ګډ مسؤلیت لاره زموږ د خلاصون، نېکمرغۍ او د افغانستان د روښانه سباوون لاره ده. له دې پرته، نورې ټولې هغه لارې چې موږ د قومي، ژبني، مذهبي او سیمه‌ییز تعصب پر لور بیایي، زموږ د ولس د هغې مشهورې وینا مصداق دي چې وایي: «دا لار ترکستان ته تللې ده.»

ترسم نرسی به کعبه، ای اعرابی،
کاین ره که تو می‌روی به ترکستان است.

(وېرېږم، اې اعرابي، چې کعبې ته به ونه رسېږې؛
ځکه پر کومه لار چې ته روان یې، هغه ترکستان ته تللې ده)

ځکه افغانستان هغه مهال په ریښتینې معنا زموږ ګډ کور ګرځېدای شي چې هېڅ افغان په خپل وطن کې د پردیتوب احساس ونه کړي.

خدایه! زموږ له زړونو څخه د تعصب، کرکې او دښمنۍ ریښې وباسه او پر ځای یې د مینې، زغم، عدالت او ورورولۍ تخمونه وکره.

آمین، یا رب العالمین!

لومړی افغانستان!

لومړی د افغان انسان ژوند، عزت او کرامت!

لومړی سوله، پوهه، عدالت او ابادي!

ځکه وطن د دې لپاره نه دی چې موږ یې په نوم یو بل ووژنو؛ وطن د دې لپاره دی چې ټول پکې په عزت ژوند وکړو.

او که زموږ له پنځوس کلنو جګړو وروسته هم د یوې بې‌وسې افغانې پېغلې اوښکې وچې نه شوې، نو باید په ډېر درد له ځانه وپوښتو:

موږ په دې نیمه پېړۍ کې څه وګټل، او څه مو د تل لپاره وبایلل؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply