که څه هم د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه امنیتي اندېښنې لري، خو د کابل پر وړاندې د پاکستان تګلاره د تاریخي جغرافیایي شخړو او د پالیسي جوړونکو بنسټونو ترمنځ د توپیر له امله د نورو ګاونډيانو برعکس په سيستماتيک تقابل باندې ولاړه ده. د سیمې نورو هېوادونو، کله ناکله له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اختلافاتو رامنځته کيدو سره سره، خپلې اړیکې ساتلي او پراخې کړې دي؛ خو برعکس، اسلاماباد د ډیپلوماتیکو ادارو لخوا د ترتيب شوې انډوليزې تګلارې د تعقيبولو پر ځای، افغانستان ته تر ډېره د امنیتي او استخباراتي بنسټونو لخوا د تر مديريت لاندي تقابل له زاويې څخه کتلي دي او همدغه سيستماتيک تقابل د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغنده تعامل مخه نیسي.
د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه په محتاطانه توګه خپلې تګلارې ځمکنيو واقعیتونو ته د کتو له مخې ترتيبوي. چین، ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان دغه واقعیت درک کړی چې افغانستان نه له سیمې څخه جدا کېدای شي او نه هم د دغه هېواد سیاسي او اقتصادي واقعیتونه له پامه غورځول د هغوى په ګټه دي. پر همدغه اساس، هغوی د ګډو ګټو په عملي برخو باندي تمرکز کړی دی. ازبکستان له افغانستان سره دوهاړخیزه سوداګري، د اوسپنې پټلۍ نښلول او د برېښنا په برخه کې همکاري پراخه کړې ده؛ ترکمنستان د انرژي او بنسټیزو پروژو، په ځانګړې توګه د ټاپي (TAPI) ګازو نللیکې غځولو ته دوام ورکړی؛ او چین سره له دې چې امنیتي اندېښنې لري، له کابل سره خپلو اوږدمهاله ډیپلوماتیکو او سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکړی دی.
تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان نور ګاونډیان هم يقيناً امنیتي اندېښنې لري، خو دغو اندېښنو لکه د اسلام اباد په څير د تقابل بڼه نه ده خپله کړې. بېجینګ د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) په اړه اندېښنه لري، دوشنبه له پولې هاخوا د وسلهوالو فعالیتونو له امله اندېښمنه ده، او تهران د نشهيي توکو د قاچاق، کډوالو، د اوبو د وېش او د پولو د امنیت له ننګونو سره مخ دی، خو يادو درې واړو پلازمېنو هڅه کړې چې دغه ګواښونه د ارامې ډیپلوماسي، استخباراتي معلوماتو د شریکولو او دوهاړخیزو میکانیزمونو له لارې مدیریت کړي.
برعکس، د افغانستان په وړاندې د پاکستان تګلاره امنیتي محوره او دوهاړخیزې اړیکې په پرلهپسې ډول د دغه هېواد د امنیتي بنسټونو له محاسبو او مديريت لاندې پاتې شوي دي. په دوه اړخیزه توګه د دواړو هېوادونو خاوره د مقابل لوري په خلاف د کارولو مسئله او متضادو امنیتي انګېرنو د بېباوري د لا ژورېدو لامل ګرزيدلي دي، په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري د افغانستان بدلونونو ته د امنیتي بنسټونو لخوا د خپلو ستراتیژیکو ګټو له زاویې څخه کتل، د دې مخه نیولې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې رغنده پړاو ته ننوزي. ژورې ټولنیزې، اقتصادي او جغرافیايي اړتیاوې او متقابل تړاو دغه اوږدمهاله ترینګلتیا د دواړو هېوادونو لپاره لا ډېر زیانونه رامنځته کوي.
له دغو ترینګلتیاو څخه ورهاخوا تاریخي او جیوپولیټیکي شخړه هم شتون لري چې پاکستان له سیمې څخه جلا کوي. د ډیورنډ کرښې ناحل شوې مسئله، نيابتي سياستونه او په افغان خاوره باندي بريدونه هغه عوامل دي چې له اسلامآباد سره د کابل اړیکې له بل هر ګاونډي هېواد سره له اړیکو څخه بېلوي. د «ستراتیژیک عمق» تګلاره، چې یوازې د سملاسي امنیت پر بنسټ نه، بلکې په کابل کې د سیاسي نفوذ او په سیمه کې د ځواک انډول په خپله ګټه د اړولو پر بنسټ پر مخ وړل شوې، ژوره متقابله بدګماني يې رامنځته کړې او په وار وار یې د دوه اړخیزو اړیکو د عادي کيدو مخه ډب کړې ده.
د افغانستان نور ګاونډیان، افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا د نښلولو لپاره حیاتي سوداګریز پل ګڼي. ایران په چابهار بندر او بدیلو ترانزیټي لارو کې د افغانستان ستراتیژیک ارزښت ويني؛ ازبکستان د سویلي اسیا بازارونو ته د افغانستان له لارې د ځمکني لاسرسي په لټه کې دی؛ ترکمنستان سیمهییزو انرژي دهلېزونو ته لومړیتوب ورکوي؛ او چین افغانستان ته د پراخ سیمهییز اتصال او اقتصادي ادغام له زاویې څخه ګوري. دغو ګډو سوداګریزو انګېزو ګاونډي هېوادونه هڅولي چې له کابل سره په اوږدمهاله اړیکو باندي پانګونه وکړي.
برعکس، پاکستان له خپلو سمندري بندرونو او ترانزیټي لارو څخه د افغانستان په وړاندي د اقتصادي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او په وچه کې ايسار افغانستان اړ باسي چې د داسلام اباد غوښتنې ومني، خو د لارو تکراري تړل کېدو او محدودوونکو ترانزیټي تګلارو کابل دې ته اړ ایستلی چې خپلې سوداګریزې لارې متنوع کړي او بدیل دهلېزونه رامنځته کړي. د وخت په تېرېدو سره، دغو خنډونو د پاکستان د جغرافیايي امتیاز او انحصاري ستراتیژیک ارزښت په تدریجي ډول کمزوری کړی دی.
که څه هم د افغانستان ګاونډيان د کابل د حکومتولي په جوړښت، د بشري حقونو پر وضعیت، په ولسي ګډون محدودیتونو، د ټولشموله سیاسي نظام پر نشتوالي او تر ټولو مهمه د امنیتي اندېښنو په اړه جدي ملاحظات لري، خو دغو اندېښنو او ملحوظاتو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې عملي اړیکې پرې کړي. هغوى خپل سیاسي ملاحظات له خپلو اساسي ملي ګټو څخه جدا ساتي. ډیپلوماتیک تعامل د رسمیت پېژندلو په معنا نه دی. له همدې امله، د سیمې ډېری هېوادونو له رسمي ډیپلوماتیک پېژندلو پرته عملي همکاري ته دوام ورکړی او د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د روسیې پرېکړه استثنايي ګام بلل کېږي.
د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د TTP بریدونه یو جدي امنیتي ګواښ دی چې يقيناً جدي پاملرنې ته اړتیا لري. خو مشروع امنیتي اندېښنې هم هېڅکله پوځي تاوتریخوالي ته لمن وهل، د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری، د عامو وګړو پر تګ راتګ محدودیتونه، یا د سیاسي فشار د وسیلې په توګه له سوداګري او ترانزیټ څخه کار اخیستل نشي توجیه کولای. کله چې امنیتي اختلافات له تاریخي بېباوريو او متضادو ستراتیژیکو موخو سره یو ځای شي، نو ټولې دوهاړخیزې اړیکې زیانمنوي.
د افغانستان ګاونډیان پوهيږي چې هوسا، باثباته، په اقتصادي برخه کې فعال او له سیمې سره نښتی افغانستان له منزوي او بېوزله افغانستان څخه د هغوى اوږدمهاله موخو ته ډېر ګټور دی. د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر د مسکو فارمټ غونډې هم اوږدمهاله تعامل ته د سیمې د هېوادونو ژمنتیا په ډاګه کړه، که څه هم د ترهګري اړوند عبارتونو پر سر د افغان او پاکستاني پلاوو ترمنځ اختلافاتو د ګډې اعلامیې د خپرېدو مخه ونیوله.
په ټوليز ډول د افغانستان د نورو ګاونډیو چلن ښيي چې د ډیپلوماسي له لارې د ملي ګټو، اقتصادي فرصتونو او امنیتي اندېښنو ترمنځ انډول ساتل څومره ارزښت لري. په ورته وخت کې، کابل هم نشي کولای یوازې د سوداګریزو او ترانزیټي لارو د تنوع له لارې تلپاتې سیمهییزې اړیکې جوړې کړي. اوږدمهاله ثبات ايجابوي چې په کور د ننه د سمون او بدلون هڅو او د بهرنیو هېوادونو مشروع امنیتي اندېښنو ته جدي توجه وشي، له ولس او نړيوالې ټولنې سره د اعتماد جوړونې میکانیزمونه رامنځته شي.
که ليکنه رالنډه کړو نو اساسي پوښتنه دا نه ده چې ایا افغانستان پاکستان ته اړتیا لري که پاکستان افغانستان ته؛ جغرافیې دواړه هېوادونه سره تړلي دي او دواړه د متقابل درناوي پر بنسټ د متقابل درناوي په چوکاټ کې له دوه اړخیزو اړیکو څخه ګټه پورته کولای شي. اصلي پوښتنه دا ده چې ایا اسلامآباد به کولای شي د امنیتي فشارونو، ستراتیژیک عمق او نیابتي سیالیو له سیاست څخه هاخوا ګام واخلي او د ډیپلوماتیک تعامل، متقابل ملي حاکمیت ته درنښت، رښتینې امنیتي همکاري، دوه اړخیز اقتصادي همغږي او د ګډ سولهییز ژوند پر لور حرکت وکړي؟ دا هغه بنسټیزه پوښتنه ده چې پکې د پاکستان او د افغانستان د نورو ګاونډیو ترمنځ توپیر په بشپړه توګه روښانه کيږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320