د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو نيابتي بڼه

عبدالوحید وحید

53

په نورستان کې د وسلوال نفوذ هڅه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روان امنیتي تقابل کې نوې بڼه څرګندوي. د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، یوه لویه وسلواله ډله د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د نورستان کامدېش ولسوالي ته اوښتې او هڅه یې کړې چې په سیمه کې خپل حضور ټینګ کړي. افغان ځواکونو د دغې ډلې له دوو درجنونو څخه ډېر کسان وژلي، لسګونه نور یې نیولي او د پام وړ وسلې يې ورڅخه ترلاسه کړې دي. افغان چارواکو ویلي چې په ډله کې د اسلامي دولت له شبکې سره تړلي کسان او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو ځینې غړي هم شامل وو چې له هېواد څخه بهر استخدام او روزل شوي وو.

د دغې ډلې تنظیموونکي، د ګډون کوونکو سابقه او د هغوی د تګ راتګ څرنګوالی مهمې پوښتنې رامنځته کوي. که له پاکستاني خاورې څخه د استخدام، روزنې او انتقال راپورونه په شواهدو ثابت شي، نو موضوع به له یوې عادي امنیتي پېښې څخه پراخه اړخونه پیدا کړي.

دغه پېښه تاریخي اړخ هم لري. پاکستان په بېلابېلو پړاوونو کې د افغانستان له هغو وسلوالو ډلو سره اړیکې درلودلې او ملاتړ يې کړى دى چې د کابل د حکومتونو پر وړاندې په وسلوال مخالفت کې قرار لرې، په داسې حال کې چې له واکمنو خواوو سره یې اړیکې په بل ډول تنظیم شوې دي. د نورستان په پېښه کې د ښکېلو ډلو د شاليد په اړه هم داسې راپورونه شته چې له پاکستان سره یې اړیکې په بېلابېلو پړاوونو کې د همکاري، مخالفت او بیا همکاري بڼه خپله کړې ده. له نښو نښانو څخه ښکاري چې د نورستان پېښه د پاکستان د ستراتیژیک عمق له هغې تګلارې سره تړاو ښيئ چې له افغان وسلوالو مخالفينو څخه د افغان واکمنو په وړاندي د خپلو امنیتي او سیاسي موخو لپاره ګټه اخلي.

نورستان ته د را استول شوې ډلې د ناکامي تر شا څو عوامل لیدل کېږي. د افغان ځواکونو چټک غبرګون،  له سختې غرنۍ جغرافیې سره د بريدکوونکو نابلدتیا او د عملیاتو د پلان احتمالي نیمګړتیاوو  موخو ته د هغوى د رسيدو مخه ونیوله. دغه پایله د پېښې تر شا د استخباراتي شبکې او تنظیموونکو په تړاو پوښتنه نه ختموي؛ بلکې د هغې د دقیقې څېړنې اړتیا زیاتوي.

نیول شوي کسان، وسلې، مخابراتي وسایل او اسناد کولای شي د دغو عملیاتو د جوړښت په اړه مهم معلومات وړاندې کړي. د هغوی هویت، پخوانۍ اړیکې، د استخدام او روزنې څرنګوالى، د تګ راتګ لارې، مالي اړیکې او تنظیمي تړاوونه باید د یوې واحدې څېړنې په ترڅ کې وڅېړل شي. د دغو موندنو پرتله له پخوانیو ورته پېښو سره کولای شي څرګنده کړي چې نورستان پېښه تازه نوښت وه او که د کومې پراخې شبکې برخه.

د نورستان جغرافیه د دغې موضوع اهمیت لا زیاتوي. د سیمې غرنی جوړښت د څارنې او چټک غبرګون چارې ستونځمنوي او د ډیورنډ کرښې ته نږدېوالی یې د وسلوالو د پټ تګ راتګ لپاره احتمالي لارې رامنځته کوي. که دغه لارې د راتلونکو جنګي کړنو لپاره بیا وکارول شي، سیمه به يو ځل بيا د پخوا په څير د اوږدمهاله امنیتي فشار له خطر سره مخ شي. له همدې امله، له دغې پېښې څخه یوه مهمه زده کړه باید د هغو لارو او عملیاتي تشو پېژندل وي چې د ورته جنګي نفوذ لپاره کارېدلای شي.

اوسنى جيوپوليتيک وضعیت د افغانستان یوه بله مهمه ستونځه هم څرګندوي. افغانستان د پاکستان په پرتله محدود پوځي ظرفیت لري، په داسې حال کې چې پاکستان د هوايي ځواک او نورو پوځي امکاناتو له لارې د شخړې د پراخولو ډېره وړتیا لري. په دغه ډول نابرابر وضعیت کې د وسلوال نفوذ او متقابلو جنګي شخړو دوام افغانستان ته د امنیتي او بشري زیانونو د زیاتېدو لاره هواروي. له همدې امله، د افغانستان لپاره د هرې پېښې په وړاندې یوازې پوځي اقدام نه، بلکې د ډيپلوماسي په کارولو د داسې تصادم د پراخېدو مخنیوی هم دی چې لګښت یې د افغانستان لپاره ډېر دروند تمامېدای شي.

د پاکستان د ستراتېژيک عمق تګلاره او د افغانستان د کورنيو مخالفتونو او اداري کمزورتیاو ګډ تعامل داسې ستونځه رامنځته کولای شي چې پاکستان او وسلوال مخالفين د استخدام، پټېدو او لوژستیکي ملاتړ لپاره ورڅخه ګټه پورته کړاى شي. له همدې امله، د بهرني نفوذ مخنیوی یوازې د ډیورنډ کرښې د څارنې مسئله نه ده؛ د افغانستان د کورنيو نيمګړتياو او د هغو تشو د کمولو مسئله هم ده چې د بهرني لاسوهنې لپاره لاره هواروي.

د پېښې بل مهم اړخ د پاکستان هغه يو اړخيز استدلال دی چې له افغانستان څخه غواړي خپله خاوره د پاکستان پر وړاندې د وسلوالو فعالیتونو لپاره ونه کاروي. افغانستان له خپلې خاورې څخه د هر ډول بهرني امنیتي ګواښ د مخنیوي مسؤولیت لري؛ خو همدغه اصل باید متقابل ارزښت او دوه اړخيز مسئوليت وي. د پاکستان خاوره هم باید د افغانستان پر وړاندې د وسلوالو ډلو د روزنې، تجهیز، تنظيم او افغانستان ته د لېږلو لپاره ونه کارول شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور وړ امنیتي تعامل هغه مهال لوړ ارزښت پیدا کوي چې د دغه اصل په وړاندې دواړه خواوې مسئولیت په غاړه واخلي.

بنأً د نورستان له پېښې څخه ترلاسه کېدونکي شواهد یوازې د پوځي عملیاتو د ارزونې لپاره نه، بلکې د دیپلوماتیک دریز پياوړي کولو لپاره هم اهمیت لري. نیول شوي کسان، وسلې، مخابراتي وسایل او نور اسناد باید په مسلکي ډول ثبت او د امکان په صورت کې په خپلواک ډول وارزول شي. د څېړنې پایلې يې بايد له اړوندو سیمه‌ ییزو او نړیوالو خواوو سره شریک شي. په دغه ډول به د افغانستان دریز يوازې د تورونو په لګولو نه، بلکې په مشخصو شواهدو ولاړ وي.

د نورستان د پېښې په هکله اصلي پوښتنه دا نه ده چې څومره کسان په عملیاتو کې شامل وو او افغان ځواکونو څنګه هغوی ودرول. مهمه پوښتنه دا ده چې ایا د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د پاکستان د نيابتي ډلو لخوا د نفوذ هڅې په یوه تکرارېدونکي امنیتي میکانیزم بدلېدلاى شي. که د وسلوالو ډلو را استول د پاکستان له هوایي بریدونو سره هم‌مهاله شي، شخړه به د مشخصو وسلوالو ډلو له موضوع څخه  د نا انډوله متقابل تصادم پر لور ولاړه شي او افغانستان به نسبتاً زيات زيان ويني.

د نورستان پېښه تر اوسه د یوې ناکامې وسلوالې هڅې په توګه پای ته رسېدلې، خو د هغې اصلي اهمیت به د راتلونکو موندنو او احتمالي تکرار له مخې څرګندېږي. که د عملیاتو تر شا د پاکستان ملاتړ ، روزنه او اسانتیاوې په مستندو شواهدو ثابتې شي، نو دا به د افغانستان او پاکستان په امنیتي تقابل کې د ستراتېژیک ژوروالي د اوږدمهالې تګلارې نوې بڼه وي او جدي پوښتنه به راپورته کړي. افغانستان ته اړینه ده چې د پېښې په تړاو له سملاسي امنیتي بریا څخه د اوږدمهاله امنیتي درس په توګه ګټه پورته کړي او  سیمه‌ییزه نفوذي هڅه په پراخ امنیتي ګواښ او کورني بحران بدله نشي.

د وروستيو پاکستاني بریدونو ترشا د لاملونو پارادوکس

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320